No-IMG

زه د يو مسلمان فرد په توګه د قرآن کريم په دفاع کې څه بايد وکړم؟!

تر دې پوښتنې وړاندې بايد له خپلو ځانونو پوښتنه وکړو چې د کوم قرآن کريم دفاع وکړم؟

هغه چې زما يې تر اوسه تلاوت سم نه دی زده؟!

يا هغه چې يوازې د قسمونو او ختمونو پر مهال مې رايادېږي؟

هغه قرآن کريم چې يوازې د دمونو او تعويذونو، دمونو او څاښتونو په خاطر يې پېژنم او که هغه قرآن کريم چې د المارۍ پورته خانو کې مو په اوو ټوټو پوښلی او د احترام په مغالطه مو په پړو کلک تړلی دی او يوازې د المارۍ د صفايۍ پر مهال يې پورته کوو، ښکلوو يې او په سترګو يې موښو؟!

هغه قرآن کريم چې زمونږ د ژوند جوړولو لپاره عملي نسخه ده خو مونږ ترې د تور زيړي، سپين زيړي او د مارانو او لړمانو د دفعې خودساخته وسيله جوړه کړې؟!

کوم قرآن کريم؟

هغه قرآن کريم چې يوازې حفظ (کاپي او پېسټ) يې کوو، بيا په روژو او د حسنِ قرأت په محافلو کې پرې پيسې ګټو!! او که هغه قرآن کريم چې آيتونه يې د خپل مذهبي رقيب د رټلو او سپکولو په خاطر تاوو راتاوو؟!!

زما د خبرو هيڅکله دا مطلب نه دی چې په اروپا يا د نړۍ په بل کوم هېواد کې د قرآن کريم د يوې نسخې په بې حُرمتۍ چې مسلمانان خفه کېږي او احتجاجاً لارو او کوڅو ته راوځي؛ ښه نه کوي.

بلکې وايم دا يې اساسي حل‌لار نه ده، هغه چې د اسلام شعوري دښمنان دي او د اسلامي شعائرو بې حُرمتي کوي؛ همدا يې کار دی او همداسې توقع ترې کېږي! مګر تر هغو وړاندې چې مونږ مسلمانان يې په معنوي لحاظ کومه بې حُرمتي کوو، ولې مو چورت پرې خراب نه دی؟

قرآن کریم مونږ د ژوند په هر پړاو او بُعد کې د عدالت په لور رابولي، مګر حال دا دی چې نن مونږ د نړۍ تر ټولو بې عدالته امت يو.

قرآن کریم مونږ د اتحاد او يووالي خوا ته هڅوي، مګر مونږ ورځ تر بلې په نويو نويو ډلو ټپلو وېشل کېږو!

قرآن کریم مونږ د تفکر، تدبر او د نړۍ په هر موجود کې د الله تعالی د خلقت  راز پېژندلو ته رابولي، خو مونږ پېړۍ کېږي چې تفکر او تدبر ته مو شا کړې او په فروعي مسائلو کې د يو او بل د محو کولو فکر ته وده ورکوو!

قرآن کریم مونږ ته وايي چې نړۍ او د نړۍ هر موجود مو تاسو ته مُسخَّر کړی دی، ګټه ترې واخلئ، ځمکه اباده کړئ، مګر مونږ واقعيت دا دی چې نن مونږ په نړۍ کې د کفري هېوادونو خيرات ته ناست يو!

قرآن کریم د رسول الله عليه السلام د وينا مطابق د عزت او افتخار کتاب دی چې فرمايي: (إن الله يرفع بهذا الکتاب أقواماً ويضع به آخرين) يعنې الله تعالی په قرآن کريم د عمل کولو پر اساس ولسونو ته عزت او لوړې مرتبې ورکوي، نوم او نښان اعطاء کوي او هغه چې قرآن کريم ته شا کړي؛ ذليله کېږي او سپکېږي، کټ مټ لکه نن چې د مسلمانانو حالت دی.

الله تعالی په قرآن کريم کې زمونږ محبوب پيغمبر محمد عليه الصلاة والسلام ته فرمایي: مَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لِتَشۡقَىٰٓ(٢)  طه

قرآن کریم مو پر تا د دې په خاطر نه دی نازل کړی چې ته پرې بدمرغه شې! يعنې دا د عزت او افتخار کسب کولو وسيله او لارښود دی. دا چې نن سبا خبره برعکس ده؛ دليل يې لکه لمر واضح دی.

دا بايد په ياد ولرو؛ تر څو چې مونږ ذليله يو او حيثيت مو د يو خيرات خور ملت او په خپلو کې په سلګونو ډلو د ويشل شوي أمت وي، له قرآن کريم زمونږ دفاع به هم په هماغه کچه بې ارزښته وي، څومره مو چې حيثيت بې ارزښته دی.

کاش چې مونږ له وژونکي غفلته راويښ شو او د خپل حقيقي برم او عزت پر لور د تغيير عملي ګامونه پورته کړو، عملاً د دې جوګه شو چې الله تعالی مو د حالت په تغيير کې مرسته وکړي او د مرستې حاصلولو جوګه شو.

کاش چې مونږ د الله تعالی په مقابل کې د خپلو مشرانو لکه د یهودو او نصاراو چې د خپلو احبارو او راهبانو عبادت کاوه؛ عبادت ونه کړو!

﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوۡمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمۡۗ وَإِذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِقَوۡمٖ سُوٓءٗا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ﴾(١١) الرعد

قرآنکریم

مونږ

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک