No-IMG

برېښنا (برق) په دې عصر کې د يو هېواد وجود لپاره د وينې حيثيت لري

برېښنا (برق) په دې عصر کې د يو هېواد وجود لپاره د وينې حيثيت لري. دا وينه بايد د بل چا په اختيار کې نه وي، له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران، پاکستان په شمول هيڅ نېږدې او ليري ګاونډي سره په دې اړه قراردادونه زمونږ د دې ستونزې اساسي حل نه دی.

اساسي حل خپله برېښنا جوړول او اختيار يې په خپل لاس کې اخيستل دي.

ګران هېواد په دې برخه کې د فرصتونو او منابعو له پلوه الحمدُ لله غني دی.

نورستان يې يو وړوکی مثال دی، په نورستان کې الحمدلله هر کلی خپل برق لري، د کليوالو په لږو لږو پيسو او د ځينو مؤسسو په مرستو جوړ شوي واړه واړه په اوبو چليدونکي ډاینموګانې لرو چې د برق ستونزه يې راته حل کړې ده.

د نورستان اوبه سل سلنه هغه اوبه دي چې ملکيت د افغانستان دی، هيڅ ګاونډی په کې د ملکيت دعوه نه لري، ټولې سرچينې يې د افغانستان په حريم کې دي او له بل پلوه د نورستان دَرې داسې جوړښت لري چې په ډېر کم مصرف سره کافي برق توليدولی شي، دومره چې شا او خوا د ټولو ګاونډيو ولايتونو د برېښنا ضرورت رفع کړي، خو دا کار همت، دقت او اهليت غواړي، په دې برخه کې لسيزې وشوې؛ له بده مرغه تر اوسه هيڅ دولتي جريان د عملي پام نه دی کړی، هيله ده اوسني دولتي مسئولين دې برخې ته جدي توجه وکړي، دا کار شونی او یو لوی فرصت دی، د يو هېواد او مستقل ملت په حيث د برېښنا په شمول خپلو بنيادي ضرورتونو ته په ګاونډیو هېوادونو تکیه کول د شرم او عار خبره ده، نور بايد له دې شرمه ځان خلاص کړو.

انځور کې د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ (د درې) اخيرنی کلی (زمونږ کلی وايګل) وينئ چې خپل برق لري او ټول کلی پرې روښانه دی، په داسې حال چې د هېواد پلازمېنه کابل په تيارو کې ډوب دی، فرق يې فقط همدومره دی چې د کابل برېښنا پردۍ ده او د وايګل برېښنا خپله!

پردی شی تر نيمو شپو وي، هغه که کټ وي او که بريښنا، متأسفانه پردۍ برېښنا خو حتی تر نيمې شپې هم نه رسېږي.

برېښنا

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک