No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سه‌شنبه د دلوې ۴مه؛ ۱۴۰۱ د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له مشهور سیاسي شخصیت او د ح‌ا د رهبري شوریٰ له غړي ښاغلي انجينير محمد امين کريم، د ننګرهار ولايت له جهادي شخصیت حاجي صاحب عزيزالله، د کاپیسا ولايت له جهادي قومندان ښاغلي ګل نظيم او همداراز د دايکُندي له ولايتي أمير ښاغلي حسين اميري او ورسره يو شمېر متعهدينو سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر بېلابېلو موضوعاتو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

: د حزب اسلامي افغانستان اړوند د خدماتو ریاست: د ژمنیو مرستو په لړ کي مو دا ځل په نصرت مېنه (پېښور)، بدخشان، تخار، کندز، پکتیا، بغلان، خوست او کابل ولایتونو کي په کونډو، یتیمانو او واقعي بې وزلو کورنیو سره د (958,000) افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه؛ همداراز هڅه کوو چي د هېواد په ټولو ولایتونو کي واقعي مستحقو کورنیو ته مرستې برابرې او ورته یې ورسو ځکه هېوادوال مو پدې سختو شرایطو او د ژمي پدې سړه هوا کي له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي زموږ او د هر هغه چي لاس یې رسیږي مسئولیت لري چي د خپلو مظلومو هېوادوالو لاس نیوی وکړي.

: ‏د پکتیکا ولایت د پوهنې رييس ميرزا علي خان رسنیو ته وايي چې د دې ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د يو ښوونځي ودانۍ چې د تېر حکومت پر مهال جوړه شوې وه؛ خو د پوهنې رياست ته لا نه وه سپارل شوې سوځېدلې ده.

‏ښاغلی خان زیاتوي چې په دې ودانۍ کې يوه کورنۍ اوسېده چې د اور لګېدنې لامل هم د دغې کورنۍ بې احتياطي ښودل شوې ده. دغه پېښه ځاني زيان نه لري.

: د خوست ولایت ځينې اوسېدونکو په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی.

د شنبې په ورځ یوه سویډني سیاستوال د ترکیې سفارت په مخکې قرانکریم ته اور ورته کړ.

: ‏یک دکان سامان آلات برق در منطقه‌ی "دروازه بلخ" شهر مزارشریف امروز (سه‌شنبه) آتش گرفت.

 مسوولان فرماندهی امنیه ولایت بلخ می‌گویند که مدیریت اطفاییه از گسترش آتش جلوگیری کرده؛ اما این آتش‌سوزی برای این دکان ۴۰۰هزار افغانی خسارت وارد کرده است.

: ‏معاون سخنگوی وزارت خارجه در صفحۀ تویترش نگاشته است که تاشکند به کابل اطمینان داده است که مشکلات تخنیکی در قسمت برق حل شده و وزارت برق آن‌ کشور آمادگی‌های لازم اتخاذ کرده تا در ۲۴ ساعت آینده الی ۲۵۰ میگاوات برق را دوباره وصل کند.

: ‏قرارداد برق وارداتی از ترکمنستان به افغانستان برای سال ۲۰۲۳ تمدید شد.

شرکت برق‌رسانی کشور (برشنا) در تویتی می‌گوید که این قرارداد روز دوشنبه با حضور ملا عبداللطیف منصور سرپرست وزارت انرژی و آب در شهر عشق‌آباد، پایتخت ترکمنستان، به امضا رسیده است.

‏این شرکت درباره‌ی میزان واردات برق از ترکمنستان به کشور، چیزی نگفته است.

: ‏د افغانستان بانک سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتنه کړې څو په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

: ‏د بدخشان والي امان الدین منصور ویلي، چې پامیریانو ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو او ستونزو ته یې د رسېدو په موخه د راتلونکي ۱۴۰۲کال په پسرلي کې لوی پامیر ته د سړک جوړولو چارې پیلیږي. منصور زیاته کړې، چې د لوی پامیر لپاره به د سړک جوړولو ترڅنګ نور روغتیايي مرکزونه هم جوړ شي.

: ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت ويلي، د پاکستان په زندانونو کې له اسنادو پرته د پاتې افغانانو د خلاصون هڅې روانې دي. په دې وروستیو کې دا سې راپورو نه خپاره شول، چې پاکستانيو پولیسو یو شمېر بې اسناده افغانان کډوال نیسي او زنداني کړي یې دي.

: ‏ملي لوبغاړی راشد خان د افغانستان لومړی او د نړۍ دويم لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي. هغه اوس مهال د سویلي افریقا په شل اووریزو تجارتي سياليو کې لوبيزي او د ممبۍ انډینیز کیپټاون د لوبډلې مشري هم ور ترغاړې ده.

: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي. نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې  د ط البانو دا پرېکړه د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې ډول مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي. نېډ پرایس دغه راز ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را هیسې له افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده. د هغه په خبره، دا اندازه پیسې د ط البانو له لوري نه، بلکې د مرستندویه ادارو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره به په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي. اردوغان دا څرګندونې د سوېډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته په یوه لاریون کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو له پېښې له خبر خپرېدو دوه ورځې وروسته کړې دي.

: ‏سرمنشی سازمان ملل متحد در پیامی به مناسبت روز جهانی آموزش در صفحه تویترش از حکومت سرپرست افغانستان خواسته است تا تصمیم‌اش درباره ممنوعیت بانوان از رفتن به مکتب‌ها و پوهنتونها در افغانستان، را پس بگیرد.

‏انتونیو گوترش گفته است که زمان آن رسیده است که به قوانین و عملکردهای که آموزش را متاثر می‌سازد، خاتمه دهیم.

: ‏مسوول سیاست خارجی اتحادیه اروپا در یک نشست خبری گفته است که در نشست شورای اتحادیه اروپا درباره تحولات پسین و وضع محدودیت‌ها بر زنان و دختران افغانستان گفت‌وگو شده است.

‏جوزپ بورل افزوده است که این شورا درحال بررسی راهکاری است که بربنیاد آن حکومت سرپرست افغانستان را درباره نقض حقوق بشر پاسخ گو بسازد و در این باره در ماه فبروری سال جاری میلادی تصمیم گرفته خواهد شد.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر کرن دېکر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ښوونې د نړۍوالې ورځې لمانځنه ستونزمنه ده؛ ځکه چې افغان ښځې او نجونې اوس له دغه حقه محرومې دي.

‏اغلې دېکر زیاته کړې چې «زده کړې په اصل کې د افغانستان راتلونکي لپاره پانګونه ده او باید نجونې او هلکان هغې ته لاسرسی ولري

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، دې ته په نغوتې سره چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) کورنۍ یو ډېر مهم غړی دی، وايي چې ایران د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو څخه دی او تل یې د هغه له عملي کېدو ملاتړ کړی دی.

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په شپږویشتمې غونډه کې، د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې کړې دي.

‏ښاغلي عبداللهیان په دغې غونډه کې زیاته کړې چې په افغانستان کې له زده کړو او کاره د ښځو محرومول، «د اسلام مقدس دین» له لارښونو سره په ټکر کې دي.

: ‏د زده کړو په نړۍواله ورځ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا، په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې زده کړې د اشخاصو بسټیز حق دی او د ټولې ټولنې لپاره ګټورې دي.

‏اوچا د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې ۱.۱ مېلیونه نجونې د ښوونځيو له متوسطې دورې او څه باندې ۱۰۰،۰۰۰ له پوهنتونونو محرومې دي.

: ‏مفتي تقي عثماني د پاکستان وتلی دیني عالم وایي چې پاکستان په مکمله توگه یو اسلامي هیواد دی او پر وړاندې یې هر ډول جنگ حرام، بغاوت او د شریعت خلاف عمل دی.

‏مفتي تقي عثماني د تحریک طالبان پاکستان مشر د هغې غوښتنې په غبرگون کې چې د پاکستان دیني عالمان باید دې ډلې ته د تروریستانو خطاب ونکړي ویلي هیڅکله به د پاکستان پر ضد د جگړې ملاتړ ونکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک