No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له سياسي، جهادي او قومي مشرانو او مسئولينو سره وکتل

سه‌شنبه د دلوې ۴مه؛ ۱۴۰۱:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له مشهور سیاسي شخصیت او د حزب اسلامي د رهبري شوریٰ له غړي ښاغلي انجينير محمد امين کريم، د ننګرهار ولايت له جهادي شخصیت حاجي صاحب عزيزالله، د کاپیسا ولايت له جهادي قومندان ښاغلي ګل نظيم او همداراز د دايکُندي له ولايتي أمير ښاغلي حسين اميري او ورسره يو شمېر متعهدينو سره وکتل.

په دغو کتنو کې پر بېلابېلو موضوعاتو او مسائلو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده؛ چې يادو مشرانو ښاغلي حکمتيار ته د خپل بشپړ اطاعت او حمايت ډاډ هم ورکړ او پر وينا يې چې؛ د مبارزې په ټولو لوړو-ژورو کې به د خپل محبوب مشر له اطاعت او حمايته پر شا نه‌شي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به؛ په دې لاره کې هر راز قربانۍ ته چمتو او آماده وي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک