
زموږ چارې همداسې روانې دي، یوه صدمه بله زېږوي
فکر وکړه چې تاسې د کوڅې په منځ کې یوه بېهوشه نجلۍ ومونده
ژر دې شفاخانې ته ورسوله، له تشخیص وروسته درته داکتر مبارکي درکړه، ویې ویل:
راتلونکی ماشوم دې مبارک شه!
ته ورته وایي: زه خو د ماشوم پلار نه یم!!
نجلۍ درباندې چیغه کوي، همدا ته یې پلار یې! او په دې ټینګار کوي
له جنجال وروسته، د DNA تشخیص کیږي
له تشخیص وروسته دې ډاکټر خبروي چې ته یې پلار نه یې ځکه چې ته عقیم(شنډ) یې
له روغتون نه راوځې خوشاله یې چې له توره خلاص شوې، خو خفه یې ځکه چې ته شنډ یې
ناڅاپه دریادیږي چې ته خو متاهل یې درې بچي هم لرې
له ځان سره وایي دا چې زه شنډ یم نو بچي له کومه شول!
ناڅاپه له خوبه راپورته کېږې، خوشالیږي.. دا خو تش خوب و،
مرئ دې وچه شوي وي، بو ګیلاس اوبه څښې!
ژر دې په یاد شي چې ته خو روژه یې
ساعت ته ګورې ٩:٣٠ بجې دي
د دفتر درباندې ناوخته شوی دی
د دفتر موټر هم درنه تللی
په ټیکسي کې ځې
کله چې دفتر ته رسیږي هیڅوک نه وي
ژر دریادیږي چې نن خو جمعه ده
زموږ چارې همداسې روانې دي، یوه صدمه بله زېږوي
منقول