No-IMG

قتيبه بن مسلم فاتح ماوراء النهر

اکرام واحدي

 

د عمربن عبدالعزیز رح د خلافت دور وو. د اموي خلافت یو زړور سپه سالار چې د مرکزي اسیا او چین له پاچاهانو او پادریانو خوبونه یې تښتولي وو. د چین له پاچا څخه به یې جزیه اخیستله. د فتوحاتو په سلسله کې یې  سمرقند هم فتحه کړ او په اسلامي قلمرو کې یې شامل کړ.

دا قتیبه بن مسلم الباهلي وو

د سمرقند پادري عمربن عبدالعزیز رح ته یو شکایت لیک واستوه. قاصد په میاشتو میاشتو مزل وکړ او بلآخره شام ته ورسېد، ګرځي را ګرځي چې اوس خلیفه پیدا کړي ـ هغه خلیفه چې شام،  عراق، حجاز، مصر، مرکزي اسیا او بر صغیر یې د خلافت په قلمرو کې شامل دي.

قاصد د خلیفه ماڼۍ لټوي چا ورته وویل چې هاغه کوچنۍ جونګړه یا کور د عمربن عبدالعزیز رح دی. قاصد وویل: ګورۍ تاسې به کوم بل عمر ښایئ!

زه د خلیفه کور یا ماڼۍ ته ورځم. خلکو ورته وویل چې ورشه همدا یې کور دی.

قاصد دروازه ټک ټک کړه، خلیفه دروازې ته راووت. قاصد لیک ورکړ او خپله خبره یې وکړه.

عمر بن العزیز رح د دروازې په خوله کې د لیک په شا قتیبه ته لیکل وکړل او قاصد ته یې وویل چې دا لیک قتیبه ته ورسوه.

قاصد بېرته راستون شو لیک یې خپل پادري/مشر ته ورکړ. هغه چې ولوست ګوري چې خلیفه د قتیبه نه غوښتنه کړې چې ستا په نوم ماته شکایت راغلی، تا ولې په سمرقند حمله کړې حال دا چې دوي ته دې له مخکې دعوت او د جګړې خبر نه وو ورکړی. فوراً عدالت قایم کړه؟ قاضي وټاکه او په دې اړه د قضاء فیصله او حکم عملي کړه

پادري حیران شو چې دا لا څه قسم خبره ده، په چا مو چې دعوه ده همغه کس به اوس عدالت قایموي!!!

بس زړه نا زړه یې لیک قتیبه ته ولیږه.

قتیبه فوراً قاضي وټاکه او مدعیان (پادري او قتیبه) دواړه د عدالت پر وړاندې یو شان د خپلو  مدعاوو بیان ته ودریدل.

قاضي: پادري دې خپل شکایت بیان کړي!

پادري: قاضي صیب، قتیبه او لښکرو یې پر مونږ په بې خبرۍ حمله کړې.

قاضي: قتیبه، ایا تا او ستا لښکر بلکل دې خلکو ته دعوت او د جګړې خبر نه وو ورکړی؟

قتیبه: صیب، د مخکینیو تجربو پر اساس مونږ چې کله د جګړې خبر افشا کړی بیا د مشکل سره مخ شوي یو نو ځکه.

قاضي: قتیبه،  لنډه خبره راته وکړه ایا دوي مو خبر کړي وو کنه؟

قتیبه: نه!

قاضي: سمه ده.

د لږ وخت وروسته فیصله واورول شوه.

قاضي:  زما فیصله دا ده چې ته او لښکرې دې فوراً له سمرقند څخه ووځي.

شپه تېره شوه، سهار سپه سالار مخکې او فوځ ورپسې دی او غواړي چې له سمر قند څخه ووځي ځکه چې د خلیفه په غوښتنه عدالت قایم او د قاضي فیصله نافذه شوه.

په ټول سمرقند کې غوغا شوه چې هغه فاتحین چې سمرقند یې د سترګو په رپ کې ونیوه اوس د یو قاضي په فیصله بیرته ځي.

ډلې ډلې خلک یې مخې ته را ووتل او خپلو کې به یې ویل چې دا خو زمونږ د خپلو حکامو او پادریانو څخه ډېر نېک او با کرکټره خلک دي دوي باید لاړ نشي مونږ همداسې مشرانو ته اړتیا لرو.

په همدې وخت کې د سمرقند ټول مشران واړه او زاړه د سپه سالار قتیبه بن مسلم الباهلي مخې ته را ووتل او د دوي د دې نیکو اخلاقو او ښه سلوک له امله ټولو د شهادت کلیمه وویله او مسلمانان شول.

نوټ: په پخواني ترکستان کې ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او د چین سینکیانګ ایالت شامل وو.

قتیبه کاشغر د ترکستان مرکز وټاکه، چې وروسته بیا د داسلام د دین په یو قوي سنګر بدل شو.

د مسلمانانو په طلایي دوره د کې ترکستان د علم یواځینی قوي مرکز وو له ټولې دنیا څخه به د طب او نورو علومو د تخصص لپاره ترکستان یا اُندلس ته خلک ورتلل. په هغې دوران کې به سمرقند، بخارا، ترمذ.... ښارونه د علومو مراکز ګڼل کېدل.

امام بخاري ، امام ترمذي، البیروني، ابن سینا، فضل بن عیاض، سفیان ثوري او نورې قوي هستۍ په ترکستان کې پیدا شوي.

 اوسنی ترکستان یا ختیځ ترکستان همدا د یوغور مسلمانان دي چې چینایان یې سخت ځوروي او هر نوعه محدودیتونه یې پرې وضع کړي.

[د قتیبه توري ګټلی وطن

هغه قفقاز او ترکستان دې څه شو

ها پرونی زرین دوران دې څه شو]

د قتیبه پیدایښت: بصره، عراق 669 میلادي

ـ وفات: فرغانه ـ ازبکستان 715 میلادي

ـ فتوحات: سمرقند، خوارزم، سجستان، ماورألنهر،  کاشغر....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک