No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د هیواد خصوصي بانکونو ته یې د نوي افغاني بانک‌نوټونو د ویشلو لړۍ پیل کړې.

د افغانستان بانک زیاته کړې چې تر دې مهاله ۱۰۰ میلیونه نوي بانک‌نوټونه خصوصي بانکونو ته ورکړل شوي او په مقابل کې یې زاړه بانک‌نوټونه راټول شوي دي.

: ‏د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د هالینډ په هاگ ښار کې د یوه متعصب سیاستوال لخوا قران کریم ته بې حرمتي کول په کلکو ټکو غندلې.

دې وزارت په هالنډ غږ کړی څو یاد افراطي کس مجازات کړي او د سیاسي فعالیت جواز یې ترې واخلي.

: ‏د ا.ا کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د ملگرو ملتونو منشي د مرستیال مارتین گریفیتس او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

‏د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې مارټین گریفیتس ټینگار کړی چې افغانستان کې یو شمیر پرمختگونه شوي او په وینا یې باید په هرې کړنې نیوکې ونشي ځکه چې دا بیا د تفاهم مخه نیسي او ستونزې ډیروي.

‏بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې حل کیدو وړ دي. حقاني زیاته کړې چې د تحصیل په مسئله کې د دایمي محرومیت بحث مطرح نه دی.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو د هغږۍ دفتر هغو څرګندونو ته چې ګواکې د اقتصادي ستونزو له امله به د اسلامي امارت نظام سقوط وکړي غبرګون ښودلی

‏نوموړي په ټوېټر پاڼه لیکلي:«د ملګرو ملتونو د مرستو د څار ادارې اوچا دا ادعا سمه نه ده چې ګنې د اقتصادي ستونزو له امله به نظام سقوط وکړي.

اسلامي امارت ژورې ولسي ریښې لري، دا کوم په بهرنیو مرستو متکي نظام نه دی چې د اقتصادي ستونزو له امله به سقوط وکړي».

‏البته هر هېواد چې دومره اوږده جګړه او پرله پسې تجاوزونه تجربه کړي، تر یوه وخته به اقتصادي ستونزې ولري، خو اسلامي امارت کلک مصمم دی چې د هېواد ټولې اقتصادي منابع به بېرته ژوندۍ کوي، اقتصاد به رغوي او تېر یو نیم کال په موده کې یې هم ستر ستر ګامونه اخیستي چې لا دوام لري.

: ‏د پکتیکا ولایت ځينو اوسېدونکو په مرکز او ځينو ولسوالیو کې د هغه سویډني وګړي په خلاف په لاریون لاس پورې کړ، چې څو ورځې مخکې یې قرانکریم ته سپکاوی کړی و.

په دغه لاریون کې د پکتیکا ګڼ شمېر علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو  ګډون درولود.

: مجمع علما و متنفذین تشیع افغانستان از امارت اسلامی می‌خواهد که زمینه گفتمان ملی را در سطح علما در داخل کشور، فراهم کند تا راهکار‌های مناسب برای تعاملات ملی و بین‌المللی به وجود آیند.

: ‏د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال مارټین ګرېفېټس سره په ارګ کې لیدلي او د نشه‌يي توکو کښت، اداري فساد او امنیت په هکله یې خبرې اترې کړې دي.

‏په دغې لیدنه کې ښاغلي برادر ویلي چې د هېواد د ښه‌والي لپاره ټولې هغه ستونزې چې نړۍواله ټولنه د هغه په تړاو اندېښنه لرله حل کړي او د دې وخت رارسېدلی چې نړۍواله ټولنه په ځان‌بسیا او سوکاله افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

‏ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ښاغلي کرېفېټښ هم دغې لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ته لېواله ده. او دم‌ګړۍ ددغه تعامل لپاره «غوره فرصت» رامنځته شوی او ډېری ستونزې حل شوې دي.

: ‏اداره احصاییه و معلومات افغانستان در صفحه تویترش نگاشته است که ۳ میلیون و ۷۰ هزار شهروند از آغاز حاکمیت ا.ا تاکنون تذکره برقی دریافت کرده‌ و شمار مجموعی کسانی که از آغاز این روند تاکنون شناس‌نامه بدست آورده‌اند به ۹ میلیون و ۱۶۰ هزار تن می‌رسد.

‏بربنیاد اطلاعات این اداره، مردان در مقایسه به زنان بیش‌تر تذکره گرفته که بیش‌ترین تذکره‌ها در ولایت‌های کابل، هرات، ننگرهار، بلخ و کندهار توزیع شده‌اند.

: ‏په افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰ زیات شوی دی. له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند شفیع الله رحیمي ویلي چې، له څه باندې پنځوس کورونه بشپړ یا جزیي وران شوي او ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي.

: ‏د یونسکو عمومي ریيسه وايي، دوی به د افغان نجونو او مېرمنو لپاره د زده کړې د حق بېرته تر لاسه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅولو ته دوام ورکړي. د یونسکو عمومي ریيسي مېرمن آدري ازولي دغه څرګندونې د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې کړې دي.

: ‏د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم په‌کې شامل دي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی او هلته یې د افغانستان لپاره د دې هیواد د ځانگړي استازي محمد صادق خان او یو شمیر نورو چارواکو سره کتلي دي.

‏محمد صادق خان ویلي چې له کابلوف سره په لیدنه کې یې د سیمې پر وضعیت او د ښې راتلونکې لپاره د اسلام اباد او مسکو په نږدې همکاریو خبرې کړي دي.

: ‏سویډن له ناټو سره د یوځای کیدو لپاره د ترکیې سره د  خبرو بیا پیل کیدل غوښتي دی.

د ناټو سره یوځای کیدو لپاره د سویډن او ترکیې مذاکرات هغه مهال ودریدل چې د سویډن حکومت خپل یو افراطي وگړي ته د ترکیې سفارت مخې ته د قران کریم سوځولو اجازه ورکړه.

: ‏د اقتصادی همکاریو سازمان (ECO) غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې په تاشکند کې سره راغونډ شوي وو افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او حقونو ترڅنگ د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه هم وکړه

د یادولو ده چې افغانستان هم د ایکو سازمان غړی دی خو د ا.ا استازي پدې غونډې کې گډون ندرلود.

: ‏جرمني د امریکا، یوکراین او پولنډ تر پرلپسې فشارونو وروسته یوکراین ته د ۲ «لیوپارد» ټانکونو د ورکولو پریکړه وکړه.

بلخوا مسکو بیا ویلي چې د غربي هیوادونو لخوا یوکراین ته د پرمختللو ټانکونو انتقال هیڅ گټه نلري ځکه چې روسي ځواکونه به یې له منځه یوسي.

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف په اسلام آباد کې د دې هیواد په بهرنیو چارو کې د دولت وزیري حنا رباني کهر سره کتلي دي.

‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دواړو خواوو د افغان سرپرست حکومت سره د اړیکو د ضرورت او د مسکو فارمت له لارې د سیمې د ستونزو پر حل کولو ټینگار کړی.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو همداراز د سیمې د امنیت، سولې او ثبات لپاره د گډ کار غوښتنه کړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک