
د سټالین چرګه !
یو ځل روسي واکمن سټالین د خپلو ملګرو منځ کې ناست و، یوه ملګري ته یې وویل ورشه یوه چرګه راوړه! ده غوښتل د دې چرګي په ذریعه خپلو ملګرو او پلویانو ته یو د عبرت درس وړاندې کړي، سټالین چرګه یوه لاس کې کلکه ونیوله، په بل لاس یې د هغې بڼکې ایستل پیل کړل! چرګي پښې او وزرې ډېرې وترپولې خو ګټه یې ونه کړه، اخیر یې د چرګې ټولي بڼکې ورنه وایستلې!
سټالین خپلو ملګرو ته وویل: تاسو اوس ننداره کوئ، چې څه پېښېږي؟! لپه لغړه او سرې غوښې چرګه یې پر ځمکه کېښودله او ورنه ازاد شو، لاس کې یې اوربشې وې، هغه یې څو دانې ورته وغورځولې او ورنه روان شو، چرګي هغه په منډه وخوړلې او په سټالین پسې روانه شوه، هغه به چې بیا لیږ اوربشې ورته واچولې؛ چرګي به په بیړه وخوړلې، سټالین به چې روان شو هغې به ورپسې منډه کړه او په پښو پورې به یې ونښتله، هغه مظلومه او سرې غوښې چرګه د ناچیز رزق لپاره د خپل ظالم رحم! ته پاتې وه او هغه پسې منډې وهلې!!
دا وخت سټالین په ارام سره خپلو هېښ پاتې ملګرو ته مخامخ شو او ورو غوندې یې وویل: تاسو باید خلکو سره دا ډول چلند وکړئ ، دا چرګه مې ستاسو مخکې څومره وکړوله او ودردوله، خو بیا هم د څو دانو روزي لپاره منډې راپسې وهي.
پایله: ځینې خلک کټمټ لکه د سټالین چرګه، هغه چا پسې هم منډې وهي چې هغه یې د خولې روزي ورنه تروړلې او تښتولې یي...