
دا هم د شکر ځای دی چې زمونږ عمر خوړلو کسانو ته د کور د برکت په سترګه کتل کيږي او درناوی يې کيږي
د عمر خوړلي نفوس زياتېدل د هرې ټولنې له پاره لوی اجتماعي ناورين دی. يوه راپور کې مې لوستل چې ټوله نړۍ کې د تولد کچې کمېدل، طلاق زياتېدل او د ژوند د توقعاتو او آسانتياوو زياتېدل د عمر خوړلي نفوس د زياتېدو عمده دلايل دي. د نړۍوال بانک د 2019 کال د يوه راپور له مخې، اوسمهال جاپان د %28 عمر خوړلي (تر 65 کلنۍ پورته) نفوس په درلودو د نړۍ تر ټولو عمر خوړلی هېواد دی. ورپسې ايټاليا له %23، پرتګال له %22، فنلنډ له %22، يونان له %22 او جرمني، بلغاريا، کروشيا، مالټا، فرانسه، لتويا، سويډن، لتوانيا، ايستونيا، د امريکا ورجن جزاير، چيک جمهوريت، پورټو ريکو او هنګري د شاوخوا %20 عمر خوړلي نفوس په درلودو د نړۍ تر ټولو عمر خوړلي هېوادونه دي.
د خدای تعالی ډېر شکر دی چې د دې وطن د نفوسو نيمايي برخه پُرانرژي ځوانان او يوه کمه برخه عمر خوړلي کسان دي. د نړۍ ټول دوراندېش حکومتونه هڅه کوي د خپل ملت د ځوانانو له انرژۍ، قدرتي صلاحيتونو او فکري ځواک نه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ له پاره نهايي استفاده وکړي. دا هم د شکر ځای دی چې د وطن همدې کمه برخه عمر خوړلو کسانو ته د کور د برکت په سترګه کتل کيږي او درناوی يې کيږي. نوره نړۍ کې خو عمر خوړلي کسان د ټولنې پر اوږو بوج ګڼل کيږي، اولادونه يې د حکومتونو تر سرپرستۍ لاندې د عمر خوړلو کسانو ځانګړو مراکزو ته انتقالوي او بالآخره له يو عالَم نهيليو سره له اولادونو او کورنۍ ليرې مري.