
حکمتيار: بياييد بنگريم كه قرآن در رابطه به آزادى هاى مذهبى و احترام به مقدسات دينى چه رهنمود هاى سازنده و عادلانه اى دارد
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 7 دلو 1401)
الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فَاَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ؛ بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ) النحل 76
برادران و خواهران عزيز!
قبل از اين كه به ترجمه و تفسير اين آيه مباركه بپردازيم؛ اجازه بدهيد مطالبى در باره اهانت مكرر و غير انسانى به قرآن؛ اين كتاب الٰهى كه در حدود دو مليارد انسان به آن باور دارند؛ اما در كشور هاى غربى به گونه مكرر به آن هتك حرمت مى شود؛ برخى آن را در محضر مردم و در برابر سفارت خانه هاى كشور هاى اسلامى مى سوزانند و برخى پاره پاره و لگدمال مى كنند؛ عرائضى در اين رابطه داشته باشم:
غرب كه خود را پرچمدار آزادى فكرى، سياسى و اجتماعى جا مى زند و مدعى تعهد و التزام به عدالت، ديموكراسى، حمايت و دفاع از حقوق بشرى و مدنى است؛ در عمل شاهد صد در صد عكس اين ادعاء هاى ميان تهى هستيم؛ تمامى دنيا؛ به گونه عام و ما افغان ها و عراقى ها به گونه خاص؛ ماهيت اين ادعاءهاى ميان تهى را با تمام وجود خود مشاهده و حس كرديم؛ در گوانتانامو، بگرام و ابو غُريب هم و در عمليات نظامى نيروهاى ناتو نيز؛ سوزاندن قرآن را در پايگاه هاى نظامى آنان در افغانستان و عمليات وحشيانه بر دهات، مساجد، مدارس، شفاخانه ها، و تأسيسات ملكى شاهد بوديم؛ اهانت به پيامبر بزرگوار اسلام، سوزاندن قرآن در شهر هاى اروپايى، آنهم به گونه مكرر، اهانت به حجاب و پوشش اسلامى و حتىّٰ وضع جريمه ها بر كسانى كه حجاب اسلامى داشته اند و محروم كردن شان از رفتن به مدرسه و دفتر؛ برخى از نمونه هاى بارز اين اهانت هاى غير انسانى اند.
بياييد بنگريم كه قرآن در رابطه به آزادى هاى مذهبى و احترام به مقدسات دينى چه رهنمود هاى سازنده و عادلانه اى دارد:
قرآن مى فرمايد:
وَلا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) الأنعام 108
(اى مؤمنان!) به آن چه (از معبودان و بُت هايى كه مشركان) جز خدا مىپرستند؛ دشنام ندهيد؛ تا (مبادا آنان) تجاوزكارانه و جاهلانه به الله متعال دشنام دهند؛ براى هر گروهى كردار و رفتارش را آراسته ايم؛ (هر كسى باور ها و كردار هاى خود را زيبا مىبيند؛ عاقبت بازگشت شان به سوى پروردگار شان است؛ و آنان را به آنچه مى كردند؛ آگاه مىسازد.
يعنى كه قضاوت در باره باور هاى آنان و مجازات شان را به خداى تان محول كنيد. بگذاريد پروردگار شان در باره باور ها و اعتقادات مذهبى آنان و مجازات شان فيصله كند.
اسلام به پيروان خود دستور اكيد صادر كرده كه به معابد و مساجد ديگران هتك حرمت مكنيد؛ از آزار، اذيت و كشتن پيشوايان مذهبى مخالفان تان خوددارى كنيد، با كسى نه جنگيد كه با شما نمى جنگد، شما را به هجرت وادار نكرده اند و ديگرى را در جنگ عليه شما و اخراج تان از كشور و سر زمين تان يارى و كمك نكرده اند؛ حتى مى فرمايد كه خداوند شما را از نيكويى با آنان و مراعات عدل و قسط در باره آنان منع نكرده:
(لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ) الممتحنة 8
خداوند شما را از اين منع نمى كند كه با كسانى نيكى كنيد و در باره شان معامله عادلانه نماييد كه نه به سبب دين با شما جنگيدهاند و نه شما را از ديار و سر زمين تان راندهاند؛ يقيناً كه خداوند چنين مقسطين و عدالت كنندگان را دوست مىدارد.
يعنى به مسلمانان هدايت داده شده كه در باره چنين افرادى كه با مسلمانان نه جنگيده اند؛ پيرو هر دين و مسلكى كه باشند؛ نه تنها نه جنگند بلكه با آنان نيكويى كنند و در باره آنان همان عدالتى را مراعات نمايند كه بايد در رابطه به برادر مسلمان خود مراعات نمايند؛ اختلاف مذهبى نبايد مسلمان را از مراعات عدالت مانع شود. غرب در آينه اين رهنمود عادلانه قرآن؛ سيماى خود و چگونگى معامله شان با مسلمانان را مشاهده كنند و ببينند كه اسلام در كدام مستواى بلند قرار دارد و ايشان در حضيض كدام تعصب و عناد غير انسانى!!
وروڼو خوېندو!
د خطبې په پيل كي تلاوت شوي آيت كي الله تعالىٰ فرمايلي:
او الله د هغو دوو سړيو مثال بيانوي چي يو ئې گونگ دئ؛ د هيڅ څه په ويلو او كولو نه شي توانېدى؛ د خپل بادار د شا پېټى دئ، چي هر لوري ته ئې مخامخ كړي كوم خير (او گټه) به رانه وړي؛ آيا دى او هغه څوك سره برابرېدى شي چي په انصاف سره امر كوي او هغه په مستقيمي لاري برابر (روان) دئ.
په دې مبارك آيت كي د ډېر ښكلي او اغېزمن مثال په ترڅ كي دوه سړي زموږ مخي ته انځور شوي:
يو ئې گونگ دئ، نه څه اوري او نه څه ويلى او كولى شي، نه يوازي خپل مالك او بادار ته كومه گټه نشي رسولى بلكي په خپله د بادار د اوږو پېټى دئ، هر لوري ته چي ئې ولېږي او په هر كار چي ئې وگماري كومه گټه به ورته رانه وړي او د خير كوم كار به تر سره نه كړي.
بل ئې هغه څوك دئ چي عادل دئ، هر كار او پرېكړه ئې عادلانه ده؛ او په مستقيمي لاري درومي، كړنلاره او تگلاره ئې مستقيمه او سمه ده؛
قرآن؛ خپل مخاطب پوښتي: آيا دا دواړه سره برابر دي؟!! كه دا دواړه برابر نه گڼئ نو څنگه هغه جعلي معبودان له الله تعالىٰ سره برابروئ چي يا بُتان دي، يا په قبرونو كي پراته دي، نه څه اوري، نه څه ويلى شي، تاسو ئې پر خپلو اوږو له يوه ځاى بل ته وړئ، د ښخولو پر مهال هم او هغه وخت هم چي څلي ئې له يوې سيمي بلي ته وړئ، كوم لوري ته چي هغه مخامخ كړئ او ترې وغواړئ چي دغه او هغه كار درته وكړي او هغه حاجت مو تر سره كړي؛ هيڅ خير ئې نه دررسېږي، نه ځواب دركوي، نه لارښوونه درته كوي او نه مو حاجت تر سره كوي. تاسو چي دغو خيالي معبودانو ته كوم كرامات منسوبوئ هغه په حقيقت كي ستاسو د ذهن زېږنده دي. تاسو دغه جعلي او دروغجن معبودان له هغه الله تعالىٰ سره برابروئ چي هره پرېكړه ئې پر عدالت ولاړه پرېكړه ده، تاسو ته د عدالت كولو امر كوي، سمه لار درښيي؛ او ټولي لارښووني ئې رښتينې، روښانه او سمي دي.
د دې مثال په هنداري كي هغه كرغېړني څيرې هم كتلى شو چي بهرنيو ځواكونو پر افغانستان وتپلې؛ غلامان ول؛ د خپلو بادارانو د اوږو پېټى، په هر څه كي پر بهرنيو ځواكونو سل سلنه متكي؛ ړانده، كاڼه، بې احساس، بې ضمير، نانځكي، داسي روباتونه چي ريموټ كنټرول ئې د نورو په لاس كي وو؛ بهرنيو داسي انگېرله چي له دوى به څه گټه تر لاسه كړي؛ خو د گټي پر ځاى ئې دوى له ماتي او شرم سره مخامخ كړل؛ نن ئې هغوى د خپلو ټولو ماتو اصلي او يوازينى عامل گڼي؛ د خاطراتو په كتابونو كي ئې ټگمار، متقلب، مفسد، د مفسدينو، ټگمارانو، لوټمارانو او غلو سالاران بولي، تر ټولو ډېر بد؛ دومره بد چي مثال ئې نه دئ ليدلى، له دوى او د دوى له څېرو ئې كركه كوله، او لا معلومه نه ده چي په څومره نورو سپكو نومونو به ئې ياد كړي؛ دا كار روسانو له كمونستانو سره وكړ؛ هغوى هم د خاطراتو په كتابونو كي د افغان كمونستانو يادونه په همداسي الفاظو كړې؛ د كتابو شمېر هم لسگونو ته رسېدلى. د ناټو سياسي او نظامي افسران به هم له خپلو افغاني مزدورانو سره له شك پرته همدا معامله كوي؛
قرآن د منافقينو په اړه فرمايي:
(يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الأَعَزُّ مِنْهَا الأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لا يَعْلَمُونَ) المنافقون 8
وايي: كه مدينې ته ستانه شو؛ نو ډېر عزتمن او ځواكمن به؛ ډېر ذليل هرومرو له مدينې باسي، په داسي حال كي چي عزت د الله دئ، د ده د پيغمبر دئ او د مؤمنانو دئ؛ خو منافقين نه پوهېږي.
دا آيت د هغي پېښي په اړه نازل شوى چي له يوې غزا د راستنېدو په دوران كي د دوو مهاجرينو او انصارو تر منځ د كوهي پر سره لانجه رامنځته شوه؛ مهاجرينو له يوه او انصارو له بل حمايت كولو؛ منافقينو هڅه وكړه چي له دې لانجي يوه فتنه جوړه كړې؛ د منافقينو سالار عبد الله بن ابى بن سلول وويل: كله چي مدينې ته ستانه شو نو د مدينې عزتمن به ذليلان شړي.
هغه څه چي د مدينې منافقينو به د مسلمانانو په اړه ويل؛ هغوى به ئې ضعيف، له خپل كلي كور رټل شوي، محتاج او سپك گڼل او دا پرېكړه ئې كړې وه چي له مدينې به ئې شړي؛ افغاني منافقينو د مجاهدينو په اړه همدا وينا درلوده؛ په څرگنده هم او په پټه هم، نن هم له هغوى اورو چي له ناټو او امريكا غواړي بيا افغانستان ته راشي او د افغانستان مشكل ورته حل كړي!! بيا دوى ته اقتدار وسپاري، گډ دښمن ورته وځپي او له افغانستان ئې وباسي. پرون ئې هم له بهرنيو ځواكونو همدا غوښتنه درلوده او نن هم؛ او كله چي بهرنيان راغلل او دوى ئې د سپك او عاريتي اقتدار پر كرسيو كښېنول؛ له افغانى رقيبانو سره ئې هغه څه كول چي د بليك واټر اجير او وحشي جنگيالي ترې عاجز ول.
خو الله تعالىٰ هغه مهال مؤمنانو ته فرمايلي:
وَلَا يَحۡزُنكَ قَوۡلُهُمۡۘ إِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًاۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦٥ يونس: 65
او د دوى وينا دي تا غمجن نه كړي، يقيناً چي عزت ټول د الله (په واك كي) دئ، هغه پوه اورېدونكى دئ.
دا آيت هغه مهال نازل شوى چي مسلمانان كمزوري او ناتوان ول، له مكې شړل شوي وو؛ په مدينه كي د مهاجرينو په څېر اوسېدل؛ له الله تعالىٰ پرته ئې هيڅ حامي او مرستندوى نه درلود. د دوى ضعف او كمزورۍ ته په پام سره دښمنانو د دوى په ضد تبليغات كول، چا به د دوى پرېشانه حالت ته گوته نيوله، چا به ويل د پيغمبر په خوا كي غلامان، نېستمن، كمزوري او ناپوه ځوانان راغونډ شوي، دوى به څنگه د ټولني ځواكمنو، مخورو او شتمنو مخي ته ودرېږي؟ څنگه دا گمان كوي چي الله به دوى ته برى وركوي او دا دين به پر ټولو دينونو غالبوي؟! چا به ويل دا څنگه د الله تعالىٰ له لوري لېږل شوى پيغمبر دئ چي خپل ياران له دغو بدو او سختو ورځو نه شي ژغورلى، ځيني وژل كېږي، ځيني كړول كېږي، ځيني زنداني كېږي، ځيني د كور كلي پرېښودو ته اړ كېږي؟ تبليغات دومره شديد او پراخ ول چي كله كله به ئې پيغمبر عليه السلام هم غمجن اوپرېشانه كړ، الله تعالىٰ هغه ته اطمئنان وركوي چي د دوى وينا دي تا غمجن نه كړي، عزت ټول د الله په واك كي دئ، دا پرېكړه د ده له لوري كېږي چي چا ته عزت او غلبه وركړي او څوك له ذلت او سپكاوي سره مخامخ كړي. الله هم ستاسو په حال پوه دئ او هم د دښمن په حال، هم ستاسو دعاءگاني اوري او هم د دښمن تبليغات. هغه پوه اورېدونكى دئ.
وروڼو خوېندو!
منافق د عزت او ذلت په اړه منافقانه معيارونه لري، هغه څوك د عزت خاوند گڼي چي (شتمن) او (ځواكمن) وي، ظاهر ته گوري نه باطن ته، د دې له مخي څوك نه تلي چي كړني ئې څنگه دي او عقيده ئې څنگه، دې ته گوري چي جامه ئې څنگه ده او په جيب كي ئې څه دي.
كه څوك په داسي يوې ټولني كي چي هلته حق او عدل تر پښو لاندي شوى، د خلكو ظاهري وضعيت د معيار په توگه ونيسي، هغه څوك عزيز او محترم وگڼي چي حاكم نظام پر ټولني مسلط كړي او د قدرت او ثروت خاوندان ئې ترې جوړ كړي، هغوى ته ئې وجاهت او اعتبار بخښلى او هغه چا ته د سپك او ذليل په سترگه وگوري چي دغه نظام هغوى له خپلو حقوقو محروم او له خپل ښايسته مقام راكوز كړي، يقيناً چي هغه په خپل قضاوت كي تېروتى او ظالمانه پرېكړه ئې كړې، قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د جهل وهلې او شرك ځپلې ټولني حالت د خپلو قضاوتونو لپاره معيار مه گرځوئ، گمان مه كوئ چي د داسي ټولني هر شتمن او ځواكمن عزتمن هم دئ.
قرآن مؤمنانو ته لارښوونه كوي او فرمايي:
(وَلا تَهِنُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) آل عمران 139
نو مه سست كېږئ او مه غمجن كېږئ او همدا تاسو لوړ يئ كه مؤمن وئ.
هره نظامي ماته او له ستونزو او كړاوونو سره مواجه كېدا؛ په هغو جنگياليو باندي خاص اثرات پرېږدي چي له ماتي سره مخامخ شوي وي؛ شور او شوق ئې كمزورى شي، ناهيلي پرې سيورى وغوړوي، اندېښنې او غمونه ئې ځوروي، دښمن تر ځان غوره گڼي او گمان كوي چي د دښمن غوره والي هغه ته بريا ورپه برخه كړه. له دغو منفي اغېزو د خوندي پاته كېدو لپاره الله تعالىٰ په دغو مباركو آيتونو كي څو ارزښتناكي لارښووني د اُحد مجاهدينو ته په خاصه توگه او ټولو مجاهدينو ته په عامه توگه كړې دي:
• مه سست كېږئ، موقتي ماتي بايد ستاسو شور، شوق او جذبه كمزورې نه كړي، مبادا خپل نشاط له لاسه وركړئ، مأيوس او ناهيلي شئ.
• پر خپلو تلفاتو وير پرېږدئ، بې فائدې اندېښنې لري وغورځوئ، حُزن او غم ته موقع مه وركوئ چي ستاسو پر ذهن او زړه سيورى وغوړوي، اراده مو كمزورې او عزم مو متزلزل كړي.
• د حقارت احساس مه كوئ، دښمن تر ځان غوره مه گڼئ، گمان مه كوئ چي د دښمن كوم مثبت اړخ او كوم غوره والي دا بريا ورپه برخه كړې، ستاسو د فضيلت او لوړوالي لپاره ستاسو ايمان او عقيده كافي ده، د دښمن موقتي بريا او ستاسو موقتي ماتي بايد ستاسو دا د لوړوالي احساس كم رنگه نه كړي.
وروڼو خوېندو!
د اوكراين جنگ د روسيې او اروپا جمع امريكا تر منځ په خونړي جنگ اوښتى؛ ابعاد ئې د مزيد پراخېدو په حال كي دي؛ اروپا او امريكا اوكراين ته نوې او مخكي تللې وسلې وركوي او کریملین؛ د غرب له لوري کییف ته د دغو وسلو، راكټونو او ټانکونو ورکړي ته؛ د اوکراین په جگړي کي د امریکا او اروپایي هیوادونو د مستقیمې ښکیلتیا په سترگه گوري.
آبله ورځ جرمني اوکراین ته د «لیوپارد ۲» ټانکونو او امریکا د «ابرامز» ټانکونو د ورکړې پریکړه وکړه. كرملين وايي چي دا وسائل به د اوكراين جنگي ځواك پياوړي نه كړي او روسيه دا توان لري چي دا وسائل له منځه يوسي.
خپل مهربان رب ته دعاء كوو چي زموږ مظلوم ملت، ځورېدلى او ځپل شوى اسلامي امت او د نړۍ ټول مظلومان؛ د شريرو، جنگ غوښتوكنو، مفسدينو او ظالمانو له شرارتونو وژغورې؛ آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ