
حکمتيار: يقيناً چي عزت ټول د الله (په واك كي) دئ، هغه پوه اورېدونكى دئ
وروڼو خوېندو!
د خطبې په پيل كي تلاوت شوي آيت كي الله تعالىٰ فرمايلي:
او الله د هغو دوو سړيو مثال بيانوي چي يو ئې گونگ دئ؛ د هيڅ څه په ويلو او كولو نه شي توانېدى؛ د خپل بادار د شا پېټى دئ، چي هر لوري ته ئې مخامخ كړي كوم خير (او گټه) به رانه وړي؛ آيا دى او هغه څوك سره برابرېدى شي چي په انصاف سره امر كوي او هغه په مستقيمي لاري برابر (روان) دئ.
په دې مبارك آيت كي د ډېر ښكلي او اغېزمن مثال په ترڅ كي دوه سړي زموږ مخي ته انځور شوي:
يو ئې گونگ دئ، نه څه اوري او نه څه ويلى او كولى شي، نه يوازي خپل مالك او بادار ته كومه گټه نشي رسولى بلكي په خپله د بادار د اوږو پېټى دئ، هر لوري ته چي ئې ولېږي او په هر كار چي ئې وگماري كومه گټه به ورته رانه وړي او د خير كوم كار به تر سره نه كړي.
بل ئې هغه څوك دئ چي عادل دئ، هر كار او پرېكړه ئې عادلانه ده؛ او په مستقيمي لاري درومي، كړنلاره او تگلاره ئې مستقيمه او سمه ده؛
قرآن؛ خپل مخاطب پوښتي: آيا دا دواړه سره برابر دي؟!! كه دا دواړه برابر نه گڼئ نو څنگه هغه جعلي معبودان له الله تعالىٰ سره برابروئ چي يا بُتان دي، يا په قبرونو كي پراته دي، نه څه اوري، نه څه ويلى شي، تاسو ئې پر خپلو اوږو له يوه ځاى بل ته وړئ، د ښخولو پر مهال هم او هغه وخت هم چي څلي ئې له يوې سيمي بلي ته وړئ، كوم لوري ته چي هغه مخامخ كړئ او ترې وغواړئ چي دغه او هغه كار درته وكړي او هغه حاجت مو تر سره كړي؛ هيڅ خير ئې نه دررسېږي، نه ځواب دركوي، نه لارښوونه درته كوي او نه مو حاجت تر سره كوي. تاسو چي دغو خيالي معبودانو ته كوم كرامات منسوبوئ هغه په حقيقت كي ستاسو د ذهن زېږنده دي. تاسو دغه جعلي او دروغجن معبودان له هغه الله تعالىٰ سره برابروئ چي هره پرېكړه ئې پر عدالت ولاړه پرېكړه ده، تاسو ته د عدالت كولو امر كوي، سمه لار درښيي؛ او ټولي لارښووني ئې رښتينې، روښانه او سمي دي.
د دې مثال په هنداري كي هغه كرغېړني څيرې هم كتلى شو چي بهرنيو ځواكونو پر افغانستان وتپلې؛ غلامان ول؛ د خپلو بادارانو د اوږو پېټى، په هر څه كي پر بهرنيو ځواكونو سل سلنه متكي؛ ړانده، كاڼه، بې احساس، بې ضمير، نانځكي، داسي روباتونه چي ريموټ كنټرول ئې د نورو په لاس كي وو؛ بهرنيو داسي انگېرله چي له دوى به څه گټه تر لاسه كړي؛ خو د گټي پر ځاى ئې دوى له ماتي او شرم سره مخامخ كړل؛ نن ئې هغوى د خپلو ټولو ماتو اصلي او يوازينى عامل گڼي؛ د خاطراتو په كتابونو كي ئې ټگمار، متقلب، مفسد، د مفسدينو، ټگمارانو، لوټمارانو او غلو سالاران بولي، تر ټولو ډېر بد؛ دومره بد چي مثال ئې نه دئ ليدلى، له دوى او د دوى له څېرو ئې كركه كوله، او لا معلومه نه ده چي په څومره نورو سپكو نومونو به ئې ياد كړي؛ دا كار روسانو له كمونستانو سره وكړ؛ هغوى هم د خاطراتو په كتابونو كي د افغان كمونستانو يادونه په همداسي الفاظو كړې؛ د كتابو شمېر هم لسگونو ته رسېدلى. د ناټو سياسي او نظامي افسران به هم له خپلو افغاني مزدورانو سره له شك پرته همدا معامله كوي؛
قرآن د منافقينو په اړه فرمايي:
(يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الأَعَزُّ مِنْهَا الأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لا يَعْلَمُونَ) المنافقون 8
وايي: كه مدينې ته ستانه شو؛ نو ډېر عزتمن او ځواكمن به؛ ډېر ذليل هرومرو له مدينې باسي، په داسي حال كي چي عزت د الله دئ، د ده د پيغمبر دئ او د مؤمنانو دئ؛ خو منافقين نه پوهېږي.
دا آيت د هغي پېښي په اړه نازل شوى چي له يوې غزا د راستنېدو په دوران كي د دوو مهاجرينو او انصارو تر منځ د كوهي پر سره لانجه رامنځته شوه؛ مهاجرينو له يوه او انصارو له بل حمايت كولو؛ منافقينو هڅه وكړه چي له دې لانجي يوه فتنه جوړه كړې؛ د منافقينو سالار عبد الله بن ابى بن سلول وويل: كله چي مدينې ته ستانه شو نو د مدينې عزتمن به ذليلان شړي.
هغه څه چي د مدينې منافقينو به د مسلمانانو په اړه ويل؛ هغوى به ئې ضعيف، له خپل كلي كور رټل شوي، محتاج او سپك گڼل او دا پرېكړه ئې كړې وه چي له مدينې به ئې شړي؛ افغاني منافقينو د مجاهدينو په اړه همدا وينا درلوده؛ په څرگنده هم او په پټه هم، نن هم له هغوى اورو چي له ناټو او امريكا غواړي بيا افغانستان ته راشي او د افغانستان مشكل ورته حل كړي!! بيا دوى ته اقتدار وسپاري، گډ دښمن ورته وځپي او له افغانستان ئې وباسي. پرون ئې هم له بهرنيو ځواكونو همدا غوښتنه درلوده او نن هم؛ او كله چي بهرنيان راغلل او دوى ئې د سپك او عاريتي اقتدار پر كرسيو كښېنول؛ له افغانى رقيبانو سره ئې هغه څه كول چي د بليك واټر اجير او وحشي جنگيالي ترې عاجز ول.
خو الله تعالىٰ هغه مهال مؤمنانو ته فرمايلي:
وَلَا يَحۡزُنكَ قَوۡلُهُمۡۘ إِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًاۚ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦٥ يونس: 65
او د دوى وينا دي تا غمجن نه كړي، يقيناً چي عزت ټول د الله (په واك كي) دئ، هغه پوه اورېدونكى دئ.
دا آيت هغه مهال نازل شوى چي مسلمانان كمزوري او ناتوان ول، له مكې شړل شوي وو؛ په مدينه كي د مهاجرينو په څېر اوسېدل؛ له الله تعالىٰ پرته ئې هيڅ حامي او مرستندوى نه درلود. د دوى ضعف او كمزورۍ ته په پام سره دښمنانو د دوى په ضد تبليغات كول، چا به د دوى پرېشانه حالت ته گوته نيوله، چا به ويل د پيغمبر په خوا كي غلامان، نېستمن، كمزوري او ناپوه ځوانان راغونډ شوي، دوى به څنگه د ټولني ځواكمنو، مخورو او شتمنو مخي ته ودرېږي؟ څنگه دا گمان كوي چي الله به دوى ته برى وركوي او دا دين به پر ټولو دينونو غالبوي؟! چا به ويل دا څنگه د الله تعالىٰ له لوري لېږل شوى پيغمبر دئ چي خپل ياران له دغو بدو او سختو ورځو نه شي ژغورلى، ځيني وژل كېږي، ځيني كړول كېږي، ځيني زنداني كېږي، ځيني د كور كلي پرېښودو ته اړ كېږي؟ تبليغات دومره شديد او پراخ ول چي كله كله به ئې پيغمبر عليه السلام هم غمجن اوپرېشانه كړ، الله تعالىٰ هغه ته اطمئنان وركوي چي د دوى وينا دي تا غمجن نه كړي، عزت ټول د الله په واك كي دئ، دا پرېكړه د ده له لوري كېږي چي چا ته عزت او غلبه وركړي او څوك له ذلت او سپكاوي سره مخامخ كړي. الله هم ستاسو په حال پوه دئ او هم د دښمن په حال، هم ستاسو دعاءگاني اوري او هم د دښمن تبليغات. هغه پوه اورېدونكى دئ.