
حکمتيار: د اوكراين جنگ د روسيې او اروپا جمع امريكا تر منځ په خونړي جنگ اوښتى ابعاد ئې د پراخېدو په حال كي دي
وروڼو خوېندو!
د اوكراين جنگ د روسيې او اروپا جمع امريكا تر منځ په خونړي جنگ اوښتى؛ ابعاد ئې د مزيد پراخېدو په حال كي دي؛ اروپا او امريكا اوكراين ته نوې او مخكي تللې وسلې وركوي او کریملین؛ د غرب له لوري کییف ته د دغو وسلو، راكټونو او ټانکونو ورکړي ته؛ د اوکراین په جگړي کي د امریکا او اروپایي هیوادونو د مستقیمې ښکیلتیا په سترگه گوري.
آبله ورځ جرمني اوکراین ته د «لیوپارد ۲» ټانکونو او امریکا د «ابرامز» ټانکونو د ورکړې پریکړه وکړه. كرملين وايي چي دا وسائل به د اوكراين جنگي ځواك پياوړي نه كړي او روسيه دا توان لري چي دا وسائل له منځه يوسي.
خپل مهربان رب ته دعاء كوو چي زموږ مظلوم ملت، ځورېدلى او ځپل شوى اسلامي امت او د نړۍ ټول مظلومان؛ د شريرو، جنگ غوښتوكنو، مفسدينو او ظالمانو له شرارتونو وژغورې؛ آمين