
حکمتيار: امت اسلامى امروز با وضعيتى دردآور و نكبت بارى روبرو است
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 14 دلو 1401)
الحمد للّٰهِ وَ كَفَىٰ وَ سَلامٌ عَلىٰ عِبادِهِ الَّذِيْنَ اصْطَفَىٰ و بعد: فَاَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ؛ بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
(وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ) البقرة 114
الله تعالىٰ فرمايي:
او تر هغه چا به ستر ظالم څوك وي چي د الله په جوماتونو كي د الله د نوم د يادولو مخنيوى او يا ئې د ورانولو هڅه كړې، دوى خو هغه دي چي نه ښايي ورداخل شي مگر وېرېدونكي، په دنيا كي ورته سپكاوى دئ او په آخرت كي دوى ته ستر عذاب.
تر دې آيت وړاندي د يهودانو او مسيحيانو په اړه ويل شوي چي يهودانو مسيحيان تكفيرول او مسيحيانو يهودان؛ او دا په داسي حال كي چي دواړو پر الله تعالىٰ او د هغه پر كتاب د ايمان دعوىٰ كوله؛ خو عملاً ئې د الله تعالىٰ كتاب ته شا كړي وه او د هغه له مؤمنو بندگانو سره ئې دښمني ته ملا تړلې وه، تل د الله د بندگانو مخي ته خنډ شوي، پيغمبران او داعيان ئې وژلي، له مسجد او معبد سره ئې دښمني كړې؛ يوه د بل جوماتونه او معبدونه وران كړي، خپل عبادت ځايونه ئې هم له معنوي لحاظه ويجاړ كړي؛ تر ټولو ورانونكى هغه دئ چي جوماتونه له معنوي پلوه ورانوي؛ د جومات امام او خطيب دئ خو وينا ئې غلطه او فتوىٰ ئې ناسمه او د دي خلاف؛ د دين په جامه كي دين تخريبوي؛ دا دوى څنگه د دين او مذهب خبره كوي، كوم الٰهي مذهب د داسي ستر ظلم اجازه وركوي؟! دوى د دې وړ نه دي چي د معبدونو او عبادت ځايونو مجاور او متولي وي، په كار خو دا ده چي دا معبدونه د داسي صالحو خلكو په لاس كي وي چي دا د دين په جامه كي د دين دښمنان؛ د هغوى له وېري دې ځايونو ته د نږدې كېدو او ننوتو جرأت هم ونشي كولى.
ممكنه نه ده د چا په سينه كي د انسان زړه وي؛ نه د داړونكي ځناور زړه؛ او په زړه كي ئې يوه ذره ايمان وي؛ هغه د الله تعالىٰ له كور؛ جومات سره دښمني وكړي؛ د جومات د سپكاوي، بندولو او ورانولو جرأت وكړي او په جومات كي د لمونځ كوونكو د وژلو اراده وكړي.
اسلام جومات او منبر ته ئې دومره ارزښت او اهميت وركړى چي هلته به څوك په لوړ ژغ له خبرو هم ډډه كوي؛ د خطيب د خطبې په دوران كي به له سوكه خبرو هم اجتناب كوي؛ نن داسي پرېوتي او وحشي انسانان راپيدا شوي چي همغه د يهودانو كار كوي؛ د دين په جامه كي پر جوماتونو بريدونه كوي او هغه وژني چي د الله تعالىٰ په وړاندي لاس تړلي په لمانځه ولاړ وي!! په يوې چاودني كي نږدې 200 لمونځ كونكو ته مرگ ژوبله اړوي؛ افتخارپرې كوي او د دې وحشيانه چاودني مسئوليت هم قبلوي.
زه په ټول اسلامي امت غږ كوم چي دا يوه خطرناكه فتنه ده؛ هغو فتنه گرو ته د اسلام د سترو او وحشي دښمنانو په سترگه وگورئ چي په جوماتونو كي چاودني كوي او بيا د همدغو وحشيانه چاودنو او د لمونځ كوونكو د وژلو مسئوليت په غاړه اخلي.
له دوى سره بايد هر مخلص او مؤمن انسان همغه معامله وكړي چي قرآن په دغه آيت كي مؤمنانو ته د دوى په اړه سپارښتنه كړې؛ او فرمايي: تر ټولو ستر ظالم هغه دئ چي جوماتونو ته د لمونځ كوونكو د تگ مانع كېږي؛ او د ورانولو هڅه ئې كوي؛ له دوى سره بايد داسي معامله وشي او په داسي سخته توگه تعذيب شي چي بيا جومات ته له وېري نږدې كېدى نه شي؛ د دوى په اړه د الله تعالىٰ پرېكړه او لارښوونه همدا ده.
قرآن موږ ته له كافر او مشرك سره هم د جنگېدو اجازه نه ده راكړې؛ مگر هغه مهال چي دوى زموږ په خلاف جنگ اعلان كړي او موږ خپلي دفاع ته اړ كړي؛ نه يوازي له دوى ئې له جنگ منع كړي يو بلكي موږ ته ئې امر كړى چي په خپل چلن او معامله كي به له هر چا سره د عدالت له مخي عمل كوو؛ كه څه هم زموږ دښمن وي؛ الله تعالىٰ فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ) المائدة 8
اې مؤمنانو! د الله لپاره د عدل د شاهدانو په توگه ښه او كلك ودرېدونكي اوسئ او د كوم قوم دښمني دي تاسو دې ته ونه هڅوي چي عدالت ونه كړئ؛ عدالت وكړئ چي دا تقوىٰ ته ډېر نږدې دئ او له الله ووېرېږئ؛ يقيناً چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
په دې مبارك آيت كي د عدالت په اړه مؤمنانو ته څو اساسي لارښووني شوې:
• تاسو به د عدالت لپاره ژوندۍ بېلگه او شاهد وئ، ستاسو له قول او عمل به خلك د عدالت په حقيقت او معنىٰ پوهېږي.
• له عدالت به دفاع كوئ، ستاسو هر قضاوت او شهادت به پر عدالت او قسط ولاړ وي.
• دا كار به د الله لپاره كوئ؛ په دې كي به د الله تعالىٰ د رضاء او د ده د حكم له تعميل پرته بله موخه او هدف نه لرئ.
• د بل دښمني بايد تاسو له عدالت انحراف ته ونه هڅوي، له دښمن او دوست سره به عدالت كوئ، نه به د چا دوستي تاسو له عدالت اړوي او نه د چا دښمني؛ كه مسلمان وي او كه كافر، كه خپل وي كه پردى، كه غني وي كه فقير، حتىّٰ كه يو ئې امير المؤمنين وي او بل ئې يو يهودي؛ نه به په ناحقه له چا دفاع كوي او نه مخالفت؛ په هر صورت كي به عدالت مراعاتوې.
• په خپلو قضاوتونو او شهادتونو كي به له الله تعالىٰ وېره لرئ او له دې به ځان لري ساتئ چي د الله تعالىٰ د حكم مخالفت وكړئ او د قيامت د ورځي محاسبه هېره كړئ. هغه څوك بې عدالتي كوي؛ چي نه پر خداى باور لري او نه پر آخرت او مكافات او مجازات.
• دا مو بايد تل په پام كي وي چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ.
قرآن موږ له داسي جنگ هم منع كړي يو چي كه څه هم د كافر او مشرك په خلاف وي؛ خو په ترڅ كي ئې كوم مؤمن بنده ته په ناپوهي كي تاوان ورسېږي.
الله تعالىٰ له جنگ پرته د مكې د فتحي په ارتباط او د حُدَيْبِيې معاهدې اړوند حالت په اړه موږ ته لارښوونه كړې؛ يو عملي او تاريخي مثال ئې زموږ مخي ته ايښى؛ هغه مهال چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له نږدې 1400 يارانو سره د عمرې په نيت د مكې په لوري وخوزېدل، په حديبيه كي قريشو د دوى مخنيوى وكړ؛ حديبيه د قريشو تر سلطې لاندي سيمه وه؛ مسلمانان له خپل سنگر او سيمي لري ول؛ وسله او تجهزات ورسره كم وو؛ د عمرې په موخه راغلي وو نه د جنگ په موخه؛ د قريشو شريرو ټوليو هڅه وكړه چي جگړه رامنځته شي؛ څو ځلي ئې د شپې له لوري غلچكي بريدونه وكړل؛ خو هر ځل ئې بريد شنډ شو او بريد كوونكي ونيول شول؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل حكيمانه فراست او درايت سره عمل كړى او بريد كوونكي ئې خوشي كړي؛ تر هغه چي له قريشو سره پر يوې معاهدې توافق شوى؛ الله تعالىٰ د همدې پېښي په اړه فرمايي چي له دې كبله ئې د جگړي نه رامنځته كېدو؛ اراده وكړه چي مكه كي يو شمېر داسي نارينه او ښځينه مؤمنان وو چي مسلمانانو نه پېژندل؛ كه جگړه شوې وى نو هغوى ته مرگ ژوبله اوښته؛ فرمايي:
.... وَلَوْلا رِجَالٌ مُؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُؤْمِنَاتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا) الفتح 25
... او كه هغه مؤمنان نارينه او مؤمني مېرمني نه وى چي تاسو نه پېژندل؛ داسي نه چي په ناپوهۍ سره ئې ترپښو لاندي كړئ او د دوى له كبله به تاسو ته په ناخبرۍ كي پېغور متوجه شي، د دې لپاره چي الله هغه څوك په خپل رحمت كي داخل كړي چي دى ئې غواړي؛ كه (ترې) بېل شوي وى؛ نو د دوى هغه به مو په دردناك عذاب اخته كړي وو چي كفر ئې كړى.
دا آيتونه موږ ته وايي: كه څه هم تېرى او تجاوز د قريشو له لوري شوى، دوى د كفر لار غوره كړه، مسجدالحرام ته ئې ستاسو د تگ مخنيوى وكړ، د قربانۍ څاروي ئې هم پرې نښودل چي خپل ټاكلي ځاى ته ورسېږي، خو الله تعالىٰ د يوه خاص مصلحت او حكمت له مخي په حديبيه كي د جگړي مخنيوى وكړ او هغه دا چي په مكه كي داسي مؤمن نارينه او مؤمني مېرمني وې چي مسلمانانو نه پېژندل، د نښتي په صورت كي به دوى هم تر پښو لاندي كېدل، الله تعالىٰ نه غوښتل دوى ته صدمه ورسېږي او مسلمانانو ته دا پېغور متوجه شي چي د ډېرو بې وزلو مؤمنانو په وينو ئې لاسونه سره شول.
دې ته مو پام بايد وي چي دا مبارك آيت يوازي د هغه حالت په توضيح پوري محدود نه دئ بلكي له دښمن سره د نښتو په اړه يوه الٰهي لارښوونه زموږ په وړاندي ږدي، د دې او دې ته ورته قرآني لارښوونو له مخي مسلمانان مكلف دي چي له دښمن سره د نښتو په دوران كي دې ټكي ته په كلكه توجه وكړي چي بې وزلي مسلمانان په ناپوهۍ كي ترپښو لاندي نه شي او صدمه ورونه رسېږي، نه يوازي د داسي مسلمانانو په اړه بايد جدي اهتمام وكړي بلكي د هغو په اړه هم بايد اندېښمن وي چي كېدى شي په راتلونكي كي ايمان راوړي، البته دا لارښوونه د داسي حالت اړوند لارښوونه ده چي د جگړي ابتكار د مسلمانانو په لاس كي وي، د بريد وخت او څرنگوالى د دوى له لوري ټاكل كېږي، بريد يا دفاع ته اړ شوي نه وي، ځنډول ئې دوى ته كوم تاوان نه رسوي او د دښمن په گټه نه منتج كېږي.
متأسفانه اوس داسي بد مغز مفتيان هم راټوكېدلي چي د دې څرگندو قرآني لارښوونو خلاف بې شعورو او لېون سرو جنگياليو ته په جوماتونو او مدرسو كي د چاودنو د جواز غلطي فتواگاني وركوي، دا هم جائز گڼي چي په جومات كي او د جَمعي لمانځه پر مهال د خپل رقيب يا دښمن د وژلو لپاره چاودني يا ړندې ډزي وكړي، د دې پروا هم نه كوي چي بې گناه لمونځ كوونكي به ووژل شي!!
برادران و خواهران عزيز!
امت اسلامى امروز با وضعيتى دردآور و نكبت بارى روبرو است كه پيامبر عليه السلام با توجه به وضعيت ابتر امت هاى قبلى؛ در نتيجه انحرافات فكرى و اخلاقى شان؛ به امت خود اين رهنمود سازنده و آموزنده را داشته است:
عَنْ ثَوْبَانَ مَوْلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يُوشِكُ أَنْ تَدَاعَى عَلَيْكُمُ الْأُمَمُ مِنْ كُلِّ أُفُقٍ كَمَا تَدَاعَى الْأَكَلَةُ عَلَى قَصْعَتِهَا» . قَالَ: قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَمِنْ قِلَّةٍ بِنَا يَوْمَئِذٍ؟ قَالَ: «أَنْتُمْ يَوْمَئِذٍ كَثِيرٌ، وَلَكِنْ تَكُونُونَ غُثَاءً كَغُثَاءِ السَّيْلِ، تُنْتَزَعُ الْمَهَابَةُ مِنْ قُلُوبِ عَدُوِّكُمْ، وَيَجْعَلُ فِي قُلُوبِكُمُ الْوَهْنَ» . قَالَ: قُلْنَا: وَمَا الْوَهْنُ؟ قَالَ: «حُبُّ الْحَيَاةِ وَكَرَاهِيَةُ الْمَوْتِ»
از ثوبان رضي الله عنه روايت است كه رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمودند: نزديك است كه امت ها و مردمانى ديگر؛ از هر سو و سمتى؛ چنان همديگر را براى هجوم به سوى شما فرا خوانند كه خورندگان طعام همديگر را به طبق طعام فرامى خوانند؛ گفتيم: يا رسول الله! آيا اين وضعيت به دليل قلت ما خواهد بود؟ فرمود: نه؛ شما در آن روز زياد خواهيد بود؛ مگر چون كفى روى سيل آب؛ هيبت و رعب شما از دل دشمن كشيده خواهد شد و در دل هاى تان سستى و وهن ايجاد خواهد كرد؛ گفتيم: وهن چيست؟ فرمود: حب حيات و كراهيت از مرگ.
عملاً مشاهده مى كنيم كه در قرن 21 و 22 تمامى جنگ ها، كودتا ها، ناامنى ها، لشكر كشى ها براى اشغال كشور ها، بى ثباتى ها، فقر، غارت سرمايه هاى ملى... در جهان اسلام بود؛ ملت فلسطين به خاك و خون كشانده مى شد؛ فرزندانش كشته مى شدند و سرزمين هاى بيشتر فلسطينى ها از سوى صهيونست ها و در حمايت غرب؛ تصرف و اشغال مى گرديد؛ افغانستان و عراق اشغال شدند، شهر هاى تاريخى عراق يكى پى ديگر ويران گرديد، سوريه به ميدان جنگ هاى خونين تبديل گرديد، جنگ هاى قومى و مذهبى را دامن زدند؛ يكى در اشغال ديگرى؛ به دست دشمن مشترك؛ اشغال گران را كمك كردند؛ در مساجد، تكايا، مدارس، مكاتب، ماركيت ها، شفاخانه ها، تأسيسات اقتصادى؛ كشور هاى افغانستان، پاكستان، عراق و ايران و غيره كشور ها؛ شاهد انفجارات وحشيانه بوديم.
در ليبيا، سودان، يمن، لبنان، سومال، الجزائر؛ آتش جنگ هاى خونين را افروختند.
جنگ عراق و ايران، عراق و كويت، جنوب سودان، كشتار بى رحمانه مسلمانان در برما و اخراج اجبارى آنان از خانه هاى شان؛ را باعث شدند.
در هفته گذشته شاهد حمله طياره بى پيلوت بر يكى از تأسيسات نظامى ايران در اصفهان بوديم؛ كه ايران تل ابيب را مسئول آن خواند؛ و اين نشان مى دهد كه دشمن شرارت هايش را افزوده است و در پى تحميل جنگى ديگر در اين منطقه است.
اكثريت مشكلات اقتصادى كه براى كشور هاى اسلامى ايجاد گرديده؛ ارزش پول شان به گونه سريع پايين آمده و با تورم مالى مواجه شده اند؛ نتيجه سياست هاى اقتصادى استعمارگران غربى عليه امت اسلامى است؛ افغانستان، تركيه، پاكستان، ايران؛ و كشور هاى ديگر اسلامى؛ قربانى همين سياست ها اند؛ نه مساجد مسلمانان از تهاجمات مصون اند و نه ماركيت هاى شان. سلطه دالر بر سيستم بانكى و مالى جهان؛ اين فرصت و مجال را به غرب و در رأس آن امريكا؛ داده است كه با وضع محدوديت ها و محاصره ها؛ كشور هاى جهان سوم؛ مخصوصاً كشور هاى اسلامى را با بحران هاى مالى مواجه كنند.
وروڼو خوېندو!
زه په 1396 كال كي د ثور په 14 مه كابل ته راغلم؛ د سولي د هغي معاهدې له مخي چي د كابل حكومت او حزب اسلامي تر منځ وه؛ خو د حكومت واكمنو د هغې بند بند تر پښو لاندي كړ؛ د إيمان دا مسجد نږدې يو كال وروسته جوړ شو؛ تر ننه دا جومات؛ د جمعې لمونځونه او خطبې ئې، غونډي او جلسې ئې، فكري او دعوتى فعاليتونه ئې د سيكولرانو، كمونستانو او اسلام دښمنو؛ كورنيو او بهرنيو كړيو لپاره د سترگو اغزى وو؛ غوښتل ئې مخه ئې ونيسي، تخريب ئې كړي؛ الحمد لله موفق نه شول؛ آخري هڅه ئې د قوس مياشت كي هغه ناكام بريد وو چي دواړه بريدگر ئې ووژل شول او د يوې ستري چاودني مخنيوى وشو؛ تر ننه كه هره مياشت څلور خطبې او 8 درسي حلقې حساب كړو نو په دې جومات كي نږدې 700 خطبې او درسونه او په لسگونو نوري غونډي تر سره شوې. ستري ستري غونډي او جلسې؛ په جومات كي او له جومات بهر د دفتر په صحن كي؛ داسي چي لس پنځلس زره كسانو په كي گډون كړې؛ په كابل او ولاياتو كي پرتميني غونډي، ستري او تاريخي مظاهرې چي د افغانستان په تاريخ كي ئې بېلگي نه شو موندلى؛ له گواښونو او خطرونو سره مخامخ وو؛ خو الحمد لله هيڅ امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې؛ يوازې د قوس مياشتي په پېښي كي دښمن وتوانېدو د جومات تر دروازې راورسېږي خو الحمد لله هڅه ئې شنډه شوه او دواړه بريدگر ووژل شول؛ خپلي موخي ته تر رسېدو وړاندي؛ غوښتل ئې دا جومات وران او ټول لمونځ كوونكي ئې ووژني.
غوښتل مو دا لړۍ په هر صورت او په هر نوع شرائطو كي جاري وساتو؛ اما د څو دلائلو له كبله ئې د جُمعې لمونځونه تر هغه معطل كوو چي امنيتي گواښونه منتفي شي؛ د دې جومات مؤمن لمونځ كوونكي دي تر بل اعلان پوري انتظار وكړي او خپل لمونځونه دي د كور خوا ته جامع جامع جوماتونو كي اداء كړي؛ خو د داسي امام په اقتداء كي چي له ايمان، تقوىٰ او علم ئې مطمئن وئ.
يوه وجه ئې دا ده چي مجبور يو امنيتي تدابير او محدوديتونه زيات كړو؛ نه غواړو لمونځ كوونكي اذيت شي؛ د جُمعې لمونځ اصولا عام إذن او امنيت ايجابوي؛ داسي چي هر لمونځ كوونكي له كوم محدوديت پرته جومات ته تلى شي او په ډاډ او اطمئنان سره خپل لمونځ اداء كولى شي.
موږ د كورونا له كبله هم څو اونۍ د جُمعې لمونځونه معطل كړل؛ اوس له يوې بلي كرونا سره مخامخ يو؛ دا ويروس تر كويد 19 ډېر بد دئ؛ مجبور يو څو اونۍ همغه كار وكړو چي د كرونا له كبله مو وكړ.
برادران و خواهران عزيز!
در يكى دو روز گذشته؛ گزارش جى تى 1 ايتاليا؛ در باره 110 مليون دالرى كه اشرف غنى در برابر نه جنگيدن عليه طالبان؛ از قطر دريافت كرده؛ تبصره هاى زياد و گوناگونى را در رسانه هاى داخلى و خارجى شاهديم؛ و اين در حاليست كه حكام دوران دو اشغال؛ افغانستان را بار ها و به بهاى اندكى فروخته اند؛ هم به شوروى و هم به ناتو؛ اشرف غنى را براى آن رئيس جمهور ساختند كه قرارداد امنيتى با ايالات متحده امريكا را در اولين روز كار دفترى خود امضاء كند؛ سفير امريكا در كابل گفته بود؛ اگر رئيس جمهور كنونى از امضاء اين سند إباء ورزد؛ رئيس جمهور بعدى در اولين روز رياست جمهورى اش امضاء خواهد كرد!! پيشگويى او درست و طبق پلان قبلى ثابت شد؛ در تمامى دوران اشغال رؤساء جمهور افغانستان؛ و اشرف غنى به گونه خاص؛ مامور بودند؛ نه رؤساء جمهور؛ ما در اين مدت هيچ رئيس جمهور نداشتيم؛ سفير امريكا واى سراى افغانستان و رئيس جمهور اصلى و عملى بود و صاحب تمام اختيارات!!
اما رسانه ها دوران اشغال هيچگاهى به آن نپرداخته اند و با طمطراق از آزادى و ديموكراسى صحبت مى كردند و به دفاع از اشغال مى پرداختند؛ رئيس جمهور و همراهانش در حكومت ده ها برابر اين مبلغ را دزديده اند و به خارج انتقال داده اند؛ اين تبليغات فقط براى كاستن از مقدار غارت ها و دزدى سرمايه هاى ملى ما و انتقالش به بانك هاى غربى است؛ نه چيزى ديگر.
مهربانه خدايه! افغانان، اسلامى امت او د نړۍ ټول مظلومان؛ د شريرو، جنگ غوښتوكنو، مفسدينو ظالمانو؛ وحشي او مزدورو جنگياليو له شرارتونو ژر او تل لپاره وژغورې؛ آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ