No-IMG

د حکمتيار صاحب اوولسمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د دلوې/سلواغې ۱۶مه؛ ۱۴۰۱:

 

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۱۷مه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر ورونو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل تېر درس پر دوام وويل:

قرآن له هغه وروسته چي د قارون تور برخليك او له خپلو شتمنيو سره يو ځاى په زمكي كي ښخېدا؛ د مخاطبينو په وړاندي انځوروي؛ هغه هم موږ ته معرفي كوي چي د دنيا او آخرت سعادت او بريا به ئې په برخه كېږي؛ هلته چي فرمايي

تِلۡكَ ٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ نَجۡعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّٗا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا فَسَادٗاۚ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ ٨٣ 

(دا اخروي كور خو د هغه چا لپاره ټاكو چي په زمكي كي نه لويي غواړي او نه فساد؛ او غوره پايله د متقيانو ده.)

يعني الله تعالى د آخرت غوره مېشت ځاى د هغو لپاره ټاكلى چي نه په زمكي كي د خپلي لويي په لټه كي وي او نه د فساد خورولو په لټه كي، د دنيا او آخرت نېكه پايله د هغو متقيانو ده چي له كبر او فساد ډډه كوي.

گورئ چي قرآن په څومره حكيمانه انداز د قارون او د ده د شأن او شوكت تر اغېز لاندي؛ د ضعيف الايمانو كسانو حالت او پاېله بيانوي او د دوى په وړاندي د واقعي مؤمنانو حالت څنگه انځوروي؟!! قرآن فرمايي چي موسى عليه السلام د فرعون، هامان او قارون مقابلې ته لېږل شوى وو، قارون د موسى له قوم او اسرائيلي وو خو د خپل قوم په ضد له فرعون سره ملگرى شوى او په ټولو تېريو كي ئې د هغه ملگرتيا كوله، قارون په خپل كور كي له ټولي كورنۍ سره په زمكي كي خسف شو او فرعون له خپلو لښكرو سره په سمندر كي غرق شو.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

راشئ وگورو چي بايبل په دې اړه څه چټياټ ويلي: بايبل د (وټي) تر عنوان لاندي ليكي چي خداى موسى ته وفرمايل: اسرائيليانو ته ووايه چي د خپلو جامو په لمنو كي له تارونو جوړ شوي وټي (ځونډي) په شنه تار وځړوئ او دا به تل ستاسو د ټولو نسلونو لپاره يو دود وي، دغه وټي به تاسو ته زما احكام دريادوي!! او ورپسې د موسى عليه السلام په ضد د رؤبين د قبيلې د دريو مشرانو د بغاوت يادونه كوي او ليكي چي په دې كي د لاويانو د قوم دوه سوه پنځوسو منتخبو مشرانو هم برخه اخيستې وه، غوښتل ئې د موسى عليه السلام مشري پاى ته ورسوي، ... موسى دوى ته وويل: آيا ستاسو لپاره مخكيني امتيازات كافي نه دي، چي اوس د كاهني مقام هم غواړئ؟ ... موسى غصه شو او خداى ته ئې وويل: نور نو د دوى قرباني مه قبلوه... سبا ټول قوم د موسى په وينا د عبادت د خيمې خوا ته راغونډ شو، ... د خداى جلال ټولو اسرائيليانو ته راڅرگند شو، خداى موسى او هارون ته وويل: د دې قوم له څنگه لري شئ چي فوراً ئې هلاك كړم... خو موسى او هارون په سجده پرېوتل او وئې ويل: ... آيا د يوه كس د گناه لپاره په ټول قوم غصه كېږې؟ ... نو خداى وويل: اسرائيليانو ته ووايه چي د قورح، دوتان او ابيرام له خيمو لري شي.... همداسي ئې وكړل... ناڅاپي زمكه وچاودېده او دا درې كسان له خپلو كورنيو سره په كي ښخ شول... بيا د خداى له لوري يو اور راغى او هغه دوه نيم سوه كسان ئې وسوزول (دا دوه نيم سوه كسان چي په توطئې كي ئې برخه اخيستې وه د معبد خادمان وو، سپېلني به ئې دودول، هر يوه ځان ته د سپېلنيو دودولو سامان او لوازم جوړ كړي وو او له قربانيو او هديو به ئې خپله برخه تر لاسه كوله).... يوه ورځ وروسته اسرائيليانو بيا له موسى شكايت وكړ... بيا خداى په ورېځو كي راڅرگند شو... څوارلس زره اوه سوه كسان ئې ترې ووژل؛ او ليكي چي؛ شخړه د زعامت پر سر وه، خلكو د هارون مشري نه منله... په پاى كي دا لانجه داسي پاى ته ورسېده چي خداى موسى ته وويل: ټول مشران دي خپلي عصاگاني تا ته راوړي، په هري عصا د هغه د خاوند نوم وليكه... د عهد صندوق خوا ته ئې کښېږده... هغه څوك چي زه ئې د مشرۍ لپاره غوره كوم عصا به ئې غوټۍ وكړي... همداسي ئې وكړل... سبا چي د عبادت خيمې ته ننوت نو وئې ليدل چي د هارون عصا غوټۍ كړې، گل ترې ټوكېدلى او بادام ئې كړى... موسى ټولي عصاگاني راوايستې او هر چا خپله عصا واخيسته... خو سره له دې اسرائيليانو خپل شكايتونه تر مخكي هم زيات كړل. ښايي ويل به ئې چي موسى (عليه السلام) د هارون د عصاء په ځاى د بادام د وني تازه څانگه ودرولې!!

 

د حزب اسلامي محترم أمير زياتوي؛ داسي معلومېږي چي د بايبل ليكونكي په تورات يا انجيل كي د قارون د خسف كېدو خبر لوستى او ده ترې دا قصه جوړه كړې، په دې كي هيڅ شك نشته چي په تورات او انجيل كي به د قارون قصه په همغه بڼي كي راغلې وي چي په قرآن كي راغلې، قرآن د بايبل دا قصه له بنسټه ردوي او د قورح په ځاى د قارون نوم اخلي او فرمايي چي دى له فرعون سره د خپل قوم په ضد ملگرى شوى وو، د ډېرو شتمنيو خاوند وو، دا شتمني ئې هم د دغي ملگرتيا په وجه تر لاسه كړې وه، د موسى عليه السلام مخالفت ته ئې ملا تړلې وه او له خپلو شتمنيو سره په زمكه كي ښخ شو.

 

نوموړي همداراز د القصص سورې ۸۴م نمبر آيت په اشارې د مکافاتو او مجازاتو په اړه پر الهي ثابتو او عادلانه سُنَنو هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

مَن جَآءَ بِٱلۡحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيۡرٞ مِّنۡهَاۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجۡزَى ٱلَّذِينَ عَمِلُواْ ٱلسَّيِّ‍َٔاتِ إِلَّا مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٨٤ 

(څوك چي له ښېگڼي سره راشي نو ده ته به تر هغې غوره ورپه برخه شي؛ او څوك چي له بدو كړنو سره راشي نو بدعملو ته به له خپلو كړنو پرته د بل څه سزا نه وركول كېږي.)

 

د نوموړي پر وينا په دې مبارك آيت كي ويل شوي چي:

الله تعالى صالحانو او نېكانو ته تر خپلو عملونو غوره بدله وركوي؛ او بدانو او بدعملو ته د خپلو بدو عملونو مطابق سزا وركوي.

رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په خطاب كي فرمايي:

إِنَّ ٱلَّذِي فَرَضَ عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٖۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ مَن جَآءَ بِٱلۡهُدَىٰ وَمَنۡ هُوَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٨٥ 

يقيناً چا چي پر تا دا قرآن فرض كړى؛ حتماً تر موعود مقام ستا رسوونكى دئ، ووايه: زما رب هغه څوك ښه پېژني چي له لارښووني سره راغلى او هغه چي په څرگندي بې لارۍ كي دئ.

 

ښاغلي حکمتيار د پورتني آيت په تفسير کي دا هم وويل:

يعني چا چي دا ذمه واري تا «رسول الله صلی الله عليه وسلم» ته سپارلې ده چي دا قرآن به تر خلكو رسوې، هغوى ته به ئې ورزده كوې او د قرآن د تعليماتو مطابق د خپل ژوند سمبالولو ته به ئې رابلې؛ هغه ذات به هرومرو خپلي وعدې تر سره كړي، تا به هغه لوړ مقام ته ورسوي چي وعده ئې درسره كړې. د «معاد» لغوي معنى د وعدې مهال او ځاى دئ، هم ئې په اخروي وعدو اطلاق كېدى شي او هم په دنيوي وعدو، خو د آيت سياق او سباق او ټول هغه مضمون ته په پام سره چي تر دې آيت مخكي راغلى او پر فرعون او قارون د موسى بريا او برلاسي او د ده د دښمنانو په بحر كي غرقېدا او په زمكي كي ښخېدا په كي راغلې؛ ښيي چي دې ته ورته وعدې ترې مراد دي. يعني له خپلو دښمنانو سره به ستا روانه مبارزه هرومرو په همغه څه پاى ته رسي چي الله تعالى ئې له تا سره وعده كړې، د حق بشپړه غلبه او د باطل زوال.

د دوى د تبليغاتو پروا مه كوه، په ځواب كي ئې ووايه: زما رب تر ټولو ښه پوهېږي چي څوك له لارښوونو سره راغلى او څوك په څرگندي بې لارۍ او ضلالت كي دئ.

وَمَا كُنتَ تَرۡجُوٓاْ أَن يُلۡقَىٰٓ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبُ إِلَّا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرٗا لِّلۡكَٰفِرِينَ ٨٦ وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بَعۡدَ إِذۡ أُنزِلَتۡ إِلَيۡكَۖ وَٱدۡعُ إِلَىٰ رَبِّكَۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ٨٧ وَلَا تَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَۘ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ كُلُّ شَيۡءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجۡهَهُۥۚ لَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ ٨٨ 

(او ته داسي نه وې چي د كتاب درتلو ته دي هيله كوله، مگر ستا د رب له لوري يوه پېرزوينه، نو د كافرانو ملاتړى مه شه. او دوى دي تا د الله له آيتونو؛ له هغه وروسته منع نه كړي چي درته نازل كړى شول؛ او د خپل رب لوري ته بلنه وركړه او له مشركانو مه شه. او له الله سره بل معبود مه بله (د ده تر څنگ د بل معبود عبادت مه كوه)، له ده پرته بل معبود نه شته، هر څه هلاكېدونكي دي مگر د ده ذات، حكم ده لره دئ او د ده په لور گرځول كېږئ.)

د درس په پای کي قدرمن مشر د ګډون‌والو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک