
د رحمة اللعالمين د رحلت دردونكی انځور
ليکوال: عبدالحمید جودة السحار
ژباړن: شرر ساپی
رسول الله_ﷺ_ته يې د تره عباس زوی فضل راغی، رسول الله_ﷺ_وروواته، رسول الله ناروغ و، سر يې تړلی و، ورته يې وویل:
فضله، له لاسه مې ونیسه.
له لاسه یې ونیوه. تر هغې چې په منبر کښېناست، بیا یې وویل:
خلکو ته غږ کړه.
خلک ورته راټول شول، ويې ویل:
اما بعد، ای خلکو ، زه تاسې ته د هغه الله ستاینه کوم چې له هغه پرته بل معبود نشته، ستاسې حقونه زما پر غاړه دي، که مې څوک په قمچینه وهلي وي، نو دا زما ملا ده، راشې ومې وهئ. که مې د چا ناموس ته بد ویلي وي، دا زما عرض دی راشې او بدله واخلئ. زما په طبیعت کې کینه کول نشته دی او نه زما له شان سره ښايي. په ما باندې ستاسې هغه څوک ګران دی چې له مانه يې خپل حق واخیست او یا یې راوبخښي، څو د خپل رب مخې ته اسوده لاړ شم او زما دا نصحیت بسنه نه کوي او باید دې ځای ته څو ځل راشم.
بیا راکوز شو، د ماسپخښین لمونځ يې وکړ، بېرته منبر ته وخوت، خپلو خبرو ته يې د کینې او نورو مسالو په اړه دوام ورکړ، یو سړی راپورته شو، ویې ویل:
ای د الله رسوله، زما په تا باندې درې درهمه دي.
- فضله، درهمونه يې ورکړه.
فضل ورته امر وکړ او کښېناست، بیا رسول الله_ﷺ_وویل:
- ای خلکو، که په چا باندې کوم شي وي، ادا يې کړئ، د دنیا رسوايي د اخرت له رسوایي اسانه ده.
یو سړی پورته شو، ويې ویل:
- ای د الله رسوله، ما په جهاد کې درې درهمه پټ کړي و.
- ولې دې پټول؟
- اړتیا مې ورته لرله.
- فضله، ترې وایې اخله.
بیا یې وویل:
-ای خلکو، که څوک په خپل ځان له کوم عمل نه ویريږي، نو راپورته دې شي چې دعا ورته وکړم.
یو سړی راپورته شو، ویې ویل:
-ای د الله رسوله زه سخت دروغژن یم..فاحش یم او سخت خوبي یم.
-ای ربه، رښتیا او ایمان ورپه برخه کړه او خوب ترې وتښتوه
بیا یو سړی پورته شو، ويې ویل:
-ای د الله رسوله، زه هم سخت دروغژن یم او منافق هم یم، داسې څه نشته چې ما نه وي کړي.
عمربن الخطاب راپورته شو، ویې ویل:
-وا سړيه، ځان دې وشرموه.
نبي_ﷺ_وویل:
-ای د خطاب زویه، د دنیا شرم د اخرت له شرمه اسان دی. ای ربه رښیتا او ایمان ورپه برخه کړه او چارې يې په ښېګڼو بدلې کړه.
رسول الله_ﷺ_په خپلو مېرمنو ګرځېده، د مېمونې په کور کې پرې ناروغي سخته شوه، ویې ویل:
- نن ورځ به زه چېرته پاتې کیږم، سبا به زه چېرته یم؟
خپلو مېرمنو ته يې ځواب ولیږه، ټولې راټولې شوې، ویې ویل:
زه نه شم کولی چې ستاسې په کورنو وګرځم، که تاسې اجازه راکوئ، نو د عائشې په کور کې به پاتې شم.
اجازه ورکړل شوه، رسول الله_ﷺ_، په علي بن ابې طالب او فضل بن عباس لاسونه اچولي و، سر يې تړلی و، راووت، د عائشې کور ته ننوت.
په رسول الله_ﷺ_باندې درد زیات شو. نو ویې ویل:
ــ په ما باندې د اوه کوهیانو اوبه واچوئ چې خلکو ته راووځم.
د ډبرې په یوه لوښي کې يې کښېناوه، بیا یې پرې اوبه واړولې، راپورته شو، ویې ویل:
بس دی، بس دی.
رسول الله_ﷺ_تړلی سر راووت، په منبر باندې کښېناست، د احد د شهیدانو لپاره يې دعا وغوښته، دعاء يې وغځوله، د هغوی لپاره يې استغفار وغوښت، بیا یې وویل:
د الله له بندګانو یو بنده ته الله تعالی د دنیا د ژوند او د اخرت تر منځ اختیار ورکړ، نو دغه بنده الله تعالی غوره کړ.
ابوبکر پوه شو چې دغه بنده دی په خپله دی، ويې ژړل او ویې ویل:
-موږ درنه خپل ځانونه او بچي قربانو.
-یوه شېبه ابوبکره.
بیا یې وویل:
- په مسجد کې دا دروازې وګورئ، ټولې بندې کړې، پرته د ابوبکر د کور له دروازې څخه، له ابوبکر نه په ملګرتیا کې بل ښه ملګری نه وینم.
عمر وویل:
-ای د الله رسوله، ماته د یوې کړکۍ اجازه وکړه چې لمانځه ته د وتلو په حالت کې دې په کې ګورم.
-نه.
هر کور دوه دروازې لرلې، یوه دروازه مسجد ته ماته وه او بله بېرون ته، د ابوبکر له دروازې پرته نورې ټولې دروازې وتړل شوې.
بیا رسول الله_ﷺ_وویل:
-ای مهاجرینو، تاسې د رسول الله انصارو ته د نیکۍ او ښېګڼې غوښتنه وکړئ، دوی زما هغه پناهګاه وه چې زه ورته راغلم، نو تاسې د هغوی له نیکانو سره نیکي وکړئ او د هغوی له بدیو تېر شئ.
بیا له منبره راکوز شو، د عائشې کور ته ننوت، شپه راوختله، بلال د ماسخوتن اذان وکړ، اذان د رسول الله_ﷺ_غوږونو ته ورسېده، ويې غوښتل چې لمانځه ته لاړ شي، بېهوشه شو، بیا راپورته شو، ویې ویل:
-خلکو لمونځونه کړي دي؟
-نه، ستا انتظار کوي.
-ماته په لګن کې اوبه واچوئ، لامبم.
بیا يې اراده وکړه چې ووځي، بیا بېهوشه شو، بیا راپورته شو، ویې ویل:
-خلکو لمونځ وکړ؟
-نه، ستا انتظار کوي.
بیا يې هڅه وکړه، خو بېهوشه شو، بیا راپورته شو، ويې ویل:
-خلکو لمونځ وکړ؟
-نه، ای د الله رسوله، هغوی ستا انتظار کوي؟
بیا يې اراده وکړه چې ولاړ شي، خو بیا بېهوشه شو، خلک په مسجد کې غم ځپلي ناست دي، د رسول الله_ﷺ_انتظار کوي چې د ماسخوتن وروستی لمونځ ورکړي، بلال رسول الله _ﷺ_ته ورغی، ویې ویل:
-ای د الله رسوله لمونځ تیار دی.
زه بېرون لمونځ نه شم کولی، ابوبکر ته امر وکړئ چې لمونځ درکړي.
عائشې وویل:
-ابوبکر ډېر نری زړه لري، که ستا په ځای ودريږي، نو خلک به يې له ژړا نه غږ وانه وري.
رسول الله_ﷺ_وویل:
- ابوبکر ته امر وکړئ چې لمونځ درکړي.
لکه چې عائشې غوښتل چې د خپل پلار امامت باوري کړي، بیا یې وویل:
- هغه زړه سواندی سړی دی.
ـ ابوبکر ته امر وکړئ چې لمونځ درکړي.
عائشې حفصې ته وویل:
ـ ته ورته ووایه، که ابوبکر ستا په محراب کې ودريږي، نو خلک به يې له ژړا نه غږ وانه وري، عمر ته امر وکړه چې خلکو ته لمونځ ورکړي.
حفصې همداسې وکړل، رسول الله_ﷺ_حفصې ته وویل:
ـ غلې شه، تاسې د یوسف ملګرې یاست.
عائشې له زړه نه غوښتل او په دې خوښه وه چې پلار یې د رسول الله_ﷺ_په ځای کې ودريږي، خو داخبره يې په زړه کې داسې پټه کړه، لکه څنګه چې هغو مېرمنو خبره پټه کړه چې یوسف هغه مهال ولیده چې د عزیز میرمنې راغوښتې وې، څو يې ښکلا وویني او زلیخا معذوره وګڼي، عائشې وروسته وویل: ما دا خبره ځکه رسول الله ته ډېره تکرار کړه، چې د رسول الله_ﷺ_څخه وروسته دې خلک د یو بل داسې سړي سره مینه وکړي چې د رسول الله_ﷺ_په مقام ودريږي او که هر څوک يې پر ځای ودریږي خلک به يې په بدپالۍ ونیسي.
حفصې عائشې ته وویل:
ـ ما خو له تا کومه ښېګڼه نه ده وړې، ابوبکر ته امر وکړئ چې خلکو ته لمونځ ورکړي.
بلال په ژړا راووته، د خلکو زړونه له سینو څخه وښویدل، په منډه ورغلل، په ویره يې وپوښته:
ـ بلاله څه خبره ده؟
ـ رسول الله له کوره بهر لمونځ نه شي کولی.
ټولو ډېر سخت وژړل، عبدالله بن زمعه په ابوبکر پسې سترګې اړولې، په دروازه کې یوازې عمر له خلکو سره ولاړ و، ابوبکر په کې نه و، نو ويې ویل:
ـ ای عمره راپورته شه، خلکو ته لمونځ ورکړه.
عمر تکبیر وکړ، لوړ غږ يې درولود، رسول الله_ﷺ_د عمر غږ واورېده، ویې ویل:
ـ ابوبکر چېرته دی؟ الله او مسلمانان دا نه مني، الله او مسلمانان دا نه مني، الله او مسلمانان دا نه مني، ابوبکر ته امر وکړئ چې خلکو ته لمونځ ورکړي.
ابوبکر راغی، خلکو ته یې لمونځ ورکړ، عمر عبدالله بن زمعه ته وویل:
ـ خوار شې! دا دې راباندې څه وکړل؟ په خدای ما دا ګومان وکړ چې رسول الله_ﷺ_درته امر کړی دی.
ـ ما له تا غوره بل څوک ونه لیده.
ابوبکر د اسامه د لښکر یو تن و، لښکر له مدینې د باندې په جرف کې اړولي و چې شام ته لاړ شي، د رسول الله_ﷺ_له امر وروسته باید ابوبکر پاتې شي، ابوبکر له دې وړاندې له هیڅ داسې غزا څخه نه دی پاتې شوی چې رسول الله_ﷺ_ورته امر کړی وي، که هغه د لښکر امیریت وي او یا د اسلام سپاهي وي.
اسامه ورننوت چې رسول الله_ﷺ_ وګوري، هغه ناروغ و، ورته يې وویل:
ـ مور او پلار مې درنه ځار شه! اجازه راکوي چې تر هغې څو ورځې پاتې شم چې الله ستا ناروغي ښه کړي.
ووځه او د الله په برکت حرکت وکړه.
ـ ای د الله رسوله، که زه په داسې حال کې ووځم چې ته په دې حال یې، نو په زړه به مې زخم پاتې شي.
د خدای په نصرت او عافیت روان شه.
ـ ای د الله رسوله، زه دا نه خوښوم چې ستا په اړه له سپرو پوښتنه وکړم.
ـ زما امر نافذ کړه.
بیا په رسول الله_ﷺ_باندې بېهوشې راغله، اسامه راپورته شو او د تګ تابیا یې ونیوله.
رسول الله_ﷺ_همدا وايي:
ـ د اسامه تګ عملي کړئ، په هغه دې د الله لعنت وي چې ترې پاتې کیږي.
کله چې په رسول الله_ﷺ_باندې درد سخت شو، انصار له مسجد نه تاو شول، فضل ورغی او رسول الله_ﷺ_ يې خبر کړ، بیا علی ورننوت او خبر يې کړ، بیا عباس ورننوت او خبر يې کړ، رسول الله دواړه لاسونه په علي او فضل واچول، عباس ترې مخکې شو او له کوره راووت، نبي_ﷺ_سر تړلی و، پښې يې په ځان پسې راکښلې، د منبر په لاندې پوړ کښېناست، خلک ورته راټول شول، د الله ستاینه یې وکړه او ویې ویل:
ـ ای خلکو، ماته خبر رسېدلی چې تاسې د خپل نبي له مړینې ویریږئ، ایا له ما مخکې کوم نبي پاتې دی چې زه هم تاسې سره پاتې شم؟ زه خپل رب ته ورځم او تاسې هم خپل رب ته ور روان یاست، نو د لومړي مهاجرینو په اړه درته په ښېګنه سپارښتنه کوم، الله تعالی فرمایي: ﴿وَالْعَصْرِ ﴿1﴾ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿2﴾ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿3﴾. العصر سورت. «سوګند په مازیګر باندې، بې شکه چې انسان هرومرو په تاوان کې دی، مګر هغه کسان نه دي چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي، په حق او په زغم باندې یو بل ته سپارښتنه کوئ»
ټولې چارې د الله په امر مخې ته ځي، د یوې چارې وروستوالی دې تاسې د هغې په عجالت اړ نه کړي، بې شکه چې الله تعالی د چا د بيړي لپاره بيړه نه کوي، که څوک په الله باندې برلاسي غواړي، نو الله به پرې برلاسی شي، څوک چې له الله سره دوکه کوي، نو الله به د دوکې بدل ورکړي، پس ای خلکو تاسې امید لرئ چې له ( خدای نه راوګرځئ)په زمکه کې فساد وکړئ او خپلوي پرې کړئ؟! له انصارو سره درته په ښېګڼه سپارښتنه کوم، دوی له مهاجرینو مخکې د هجرت او ایمان په کورونو کې استوګن شول، تاسې ورسره ښه وکړئ. ایا تاسې يې په خپلو میو کې شریک نه کړئ؟ ایا تاسې ته يې خپل کورنه درنه کړل؟ په غریبۍ يې کې تاسې ته شته درنه کړل؟ که په تاسې کې چا د دوه کسانو تر منځ پرېکړه کوله، نو نیکان دې ځان ته وبلي او له بدې دې تېر شي. خبردارد تاسې پرې ځان لوړ ونه ګڼئ، خبردار زه درنه مخکې یم، تاسې راپسې یاست. خبردار شئ، په حوض به سره ګورو.
ای خلکو خبردار اوسئ، ګناهونه د لورینو لوری بدلوي،که خلک ښه وي مشران به يې هم ښه وي، که خلک بد شول، مشران به يې هم نافرمانه شي.
رسول الله_ﷺ_د عائشې کور ته ننوت، فاطمه الزهراء هم ورغله، له مېرمنو څخه يې ورته ام سلمه او میمونه راغلې، د مسلمانانو له مېرمنو څخه ورته اسماء بنت عمیس راغله، عباس تره يې ورسره و.په رسول الله_ﷺ_باندې درد سخت شو، بېهوشه شو، تر دې چې دوی ګومان وکړ مړ شو، دوی يې په خوله کې دواء واچوله، اسماء بنت عمیس دا کار وکړ، هغه لا هم هغسې بیهوشه دی، اشاره یې ورته وکړه چې دواء مه ورکوه، کله چې رسول الله_ﷺ_په خود شو، ويې ویل:
ـ دا دواء چا راکړه؟
ـ ای د الله رسوله تره دې درکړه.
عباس په دې اړه هیڅ نظر نه و ورکړی، دا خبره يې له ویرې وکړه، رسول الله_ﷺ_وویل:
ـ دا دواء ښځو له دې سیمې راوړې ده.
د حبشې خاورې ته يې اشاره وکړه، ويې ویل:
ـ ولې مو دا کار وکړ؟
د ابوبکر مېرمنې اسماء بنت عمیس وویل:
ـ ای د الله رسوله، موږ ووېرېدو چې دا د برسام ناروغي ده.
ـ دا (برسام) هغه ناروغي ده چې الله تعالی پرې ما نه ازمايي. په کور کې زما له تره پرته ټولو ته دا دواء ورکړئ.
ټولو ته يې ورکړه، ان میمونه چې روژه وه، هغې ته يې هم د دې کار په بدله کې ورکړه.
عباس د خپل وراره مخ ته وکتل، وریاد شو چې په خوب کې يې سپوږمۍ ولیده چې له زمکې اسمان ته پورته شوه، نو نبي_ﷺ_ته يې دا کیسه وکړه، نبي_ﷺ_ورته وویل: هغه ستا وراره دی. عباس احساس کړه چې د درد کوم لاس يې زړه زبیښي، نیږدې وه چې له سترګو يې اوښکې روانې شي.
نو د رسول الله_ﷺ_له مخې لرې شو، څو یې رسول الله_ﷺ_ په څېره کې غم ونه ویني.
د رسول الله_ﷺ_سره په لاس کې اوه دیناره و، ویې ویل:
ـ د محمد به په خپل رب څه ګومان وي، که ورسره مخ شي او دا دینارونه ورسره وي؟
عائشې ته يې امر وکړ چې صدقه يې کړي.
په رسول الله_ﷺ_باندې درد سخت شو، اسامه له خپل عسکر کوټ نه ورغی، سر يې ورټيټ کړ، ښکل يې کړ، رسول الله_ﷺ_خبرې نه کولې، بیا یې لاسونه اسمان ته پورته کړل او په اسامه باندې يې کېښودل، دعا يې ورته وکړه. اسامه بېرته خپل عسکر کوټ ته ستون شو.
سلمان الفارسي رسول الله_ﷺ_ته ورغی، ورته يې وویل:
ـ ایا د هغه پوښتنه نه کوې چې شپې پرې درد او بې خوبي تېره کړه، په ما او علي باندې!
ای د الله رسوله، زه به د علي پر ځای درسره شپه رڼه نه کړم؟
نه، هغه ستا نه په دې اړه حقدار دی.
بلال د سهار اذان وکړ، خلک د رسول الله_ﷺ_په مسجد کې راټول شول، ابوبکر يې امامتي وکړه، رسول الله_ﷺ_خلکو ته راووت، هغوی لمونځ کاوه، پرده يې پورته کړه او دروازه يې خلاصه کړه، راووت، د عائشې په دروازه ودرېده، نیږده وه چې مسلمانان د رسول الله_ﷺ_ په لیدلو په لمانځه کې سهوه شوی وای، ډېر خوشاله شول، خلکو په صفونو کې لار ورکړه، ابوبکر پوهه شو چې خلکو دا کار د رسول الله_ﷺ_لپاره وکړ، نو له مصلی نه په شا شو، رسول الله_ﷺ_د شاه له خوا مخې ته ټيله کړ، ویې ویل:
ـ خلکو ته جماعت ورکړه.
رسول الله_ﷺ_يې څنګ کې کښېناست، د ابوبکر ښې اړخ ته يې په ناسته لمونځ وکړ، کله چې له لمانځه نه فارغ شو، خلکو ته يې مخ کړې، په لوړ غږ يې خبرې وکړې، تر دې چې غږ يې له مسجد نه د باندې ووت، ويې ویل:
ـ ای خلکو اور ګرم شوی دی، فتنې لکه د تورې شپې په څير راروانې دي، ما هغه څه حلال کړي چې قران حلال کړي دي او هغه څه مې حرام کړي چې قران حرام کړي دي.
کله چې رسول الله_ﷺ_له خبرو فارغ شو، ابوبکر ورته وویل:
ای د الله نبي زه دې ګورم چې د الله په نعمت او لورینه دې داسې شپه سبا کړې دې چې څنګه ستا خوښه وه. نن د خارجه() د لور ته ورنه شم؟
ـ هو، ورشه.
بیا رسول الله_ﷺ_کور ته تړلی سر ورننوت، بیا ابوبکر راووت، خپل کور ته چې په سنح کې و لاړ. نبي_ﷺ_د عائشې کور ته ورننوت، هره مېرمن خپل کور ته لاړه، کله چې ننوت، درد يې سخت شو، نو مېرمنې يې بېرته راستنې شوې، کله به بیهوشه شو او کله به بېرته په هوش راغی، یو لوښي کې يې ورته اوبه راوړئ، په لوښي کې به يې لاس دننه کړ، بیا به یې پرې مخ مسحه کړ، ویل به يې:
ـ ای ربه په ما د زنکندن سلګۍ اسانې کړه.
فاطمه الزهراء خپل عظیم پلار ته ورګوري چې درد پرې ډېر سخت دی، زړه يې راډک شو، ويې ویل:
ـ وا د پلار غمه!
ـ په پلار دې له نن ورځې وروسته غم نشته.
رسول الله_ﷺ_وویل:
ـ ای نفسه څه درباندې شوي چې هره پناه ګاه لټوئ.
عبدالرحمن ابن ابکر ورننوت، مسواک يې واهه، رسول الله_ﷺ_ورته وکتل، عائشه پوهه شوه چې غواړي يې، هغه له مسواک سره ډېره مینه وه، ویې ویل:
ـ درته يې راواخلم.
په سر یې د تاید اشاره وکړه، له عبدالرحمن نه يې واخیست او رسول الله_ﷺ_ته يې ورکړ، ورته سخت شو، عائشې ورته وویل:
درته يې نرم کړم؟
هغه د تاید سر وخوځاوه.
عائشې ورته نرم کړ، بیا يې رسول الله_ﷺ_ته ورکړ، مسواک يې وواهه، د عائشې سینې ته يې تکیا کړې وه.
رسول الله_ﷺ_اسامه ته د سهار له لمانځه وروسته وویل:
ـ د الله په برکت روان شه.
اسامه ورسره خدای په اماني وکړه او خپل عسکر کوټ ته ووت، خلکو ته يې د تګ امر وکړ، دا چې روانېده، د مور ام ایمن استازی ورته راغی، ویې ویل:
ـ رسول الله مري.
بېرته له عمر او ابوعبیده سره راستون شو، ټول د رسول الله_ﷺ_مسجد ته روان دي، زهراء په علي پسې استازی ولیږه، عائشه پوهه شوه چې په غیږه کې يې رسول الله_ﷺ_درون شو، مخ ته يې ورکتل، سترګې يې خلاصې نیولې وې، ویې ویل:
رفیق اعلی او جنت غواړم.
د رسول الله_ﷺ_له کورنو چېغه راپورته شوه، مسلمانانو دروازې ته ورمنډې کړې، عباس تر ټولو مخکې شو، ورننوت، دروازه یې په ځان پسې بنده کړه، عائشه وايي:
ـ اختیار درکړل شو، تا خپله هغه غوره کړ چې ته یې په حق راولیږلې.
رسول الله_ﷺ_د عائشې د غاړې او سینې منځ کې مړ شو، د کم عمرۍ له مخې يې د هغه سر مبارک په بالښت کېښود او د ښځو سره يې یو ځای خپل مخ واهه، لږه شیبه نه وه تېره چې عباس راووت، د رسول الله_ﷺ_د مرګ خبر يې ورکړ، دوی وویل:
ای عباسه، څه دې ترې واورېده.
ـ دا مې ترې واورېدل:د خپل رب جلال ته ورسېدم.
هغه مسلمانان چې په جرف کې یې عسکر کوټ جوړ کړی و، راورسېدل، بریده د اسامه له لواء سره راغی، بېرغ يې دروازې سره خښ کړ، دروازه بنده وه.
عمر،عثمان او علي هم راورسېدل، د خلکو چېغې يې غوږونو ته ورسېدلې، عمر سام ونیوه، عثمان ګونګی شو، علي کښېناست، له ځایه نه شو پورته کېدلی، ړنګ شو، عمر د مسجد په یوه کونج کې ولاړ دی او وايي:
ـ ځينې منافقان ګومان کوي چې رسول الله_ﷺ_مړ شوی دی، هغه نه دی مړ، خپل رب ته داسې تللی، لکه موسی بن عمران_ﷺ_چې تللی و او بیا خپل قوم ته له څلويښتو شپو وروسته هله راستون شو چې په اړه يې وویل شول چې مړ دی. په خدای سوګند چې رسول الله_ﷺ_به هم د موسی بن عمران_ﷺ_په څېر بېرته راستنیږي، د خلکو لاسونه او پښې به غوڅې کړي.
عمر لګیا دی، منافقانو ته ګواښونه کوي، تر دې چې اوښکو يې زګونه وکړل. خلک ووېرېدل، عقلونه یې له سره والوتل، دوی نه شو کولی چې د الله د خلیل، حببیب او رسول مړینه دې باوري کړي، ایا په رښتیا هم له زمکې څخه وحې پرې شوه؟
ابوبکر راغی، د مسجد دروازې ته کوز شو، عمر لګیا دی خبرې کوي، هیڅ شي ته يې مخ راونه ګرځاوه، رسول الله_ﷺ_ته ورغی، سترګې یې اوښلنې دي، رسول الله_ﷺ_د کور په یوه کونج کې پروت دی، د کتان څادر پرې غوړېدلی دی، ورغی، د رسول الله_ﷺ_مخ مبارک یې لوڅ کړ، بیا يې ښکل کړ، ویې ویل:
مور او پلار مې درنه ځار شه، مرګ او ژوند دې دواړه خوشبویه و، کوم مرګ چې درته الله لیکلی و، در ورسېده، له دې وروسته به هیڅ مرګ ونه وینی.
بیا يې پرې څادر راخور کړ، له کوره راووت، عمر خلکو ته خبرې کوي، پرې غږ يې کړ:
ـ عمره، یوه شېبه، عمره چوپ شه.
عمر خپلو خبرو ته دوام ورکړ. کله چې ابوبکر پوهه شو چې نه چوپ کیږي، خلکو ته يې مخ راوګرځاوه، کله چې يې خلکو خبرې واورېدې، ورته راټول شول، عمر يې پرېښوده، ابوبکر د الله ستاینه وکړه، بیا یې وویل:
ـ ای خلکو، که چا د محمد عبادت کاوه، نو محمد مړ شو او که څوک د الله عبادت کوي، نو هغه ژوندی دی او نه مري. بیا یې دا ایت مبارک تلاوت کړ: ﴿وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ﴿144﴾(). «او نه دی محمد مګر یو رسول دی، له ده وړاندې رسولان تېر شوی دي، که مړ شي او یا ووژل شي، تاسې به نو له خپلې عقېدې نه به ستنیږئ، چې څوک له خپلې عقېدې ستانه شي، نو الله ته کوم زیان نه شي رسولی او الله تعالی به شکر کونکو ته نیکه بدله ورکړي».
کله چې عمر د ابوبکر خبرې واورېدې، نو په زمکه راوغورځېده او پوه شو چې رسول الله_ﷺ_وفات شوی دی. اوښکو يې ږېره لمده کړه او ويې ویل:
ـ انا لله وانا الیه راجعون، په رسول الله_ﷺ_دې د الله پاک درود وي، عمر په خپل ژور غم کې ټيټ سر ولاړ دی، ګوندې دا ایت يې نه و اورېدلی، د ابوبکر له تلاوت نه یې وروسته واورېده.
ابوبکر وویل:
ـ الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ﴾(). هرومرو ته مرې او هغوی هم مري.
الله تعالی فرمايي: ﴿كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ ۚ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿88﴾. «د الله تعالی پرته هر شي له منځه تلونکی دی، فیصلې د الله دی او هغه ته راګرځي». الله تعالی فرمایي: ﴿كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ﴾ «هر نفس د مرګ څکونکی دی، تاسې ته به د قیامت په ورځ ستاسې پوره بدله درکول کيږي».
د زهراء غږ پورته شو، په خپل پلار او هغه محبوب ژاړي چې د مینې غېږه يې ترې چاپېر کړې وه، په دردیدلي غږ وايي:
ـ وای پلار جانه.
ای پلار جانه رب دې دعا قبوله کړه
پلار جانه فردوس دې ځای شه
جبریل ته دې تعزیت ورکوو.
د خلکو په زړونو د غم پيټي راپریوتل، د رسول الله په ښار باندې غم ګونډې خښې کړې. د ماښام د اذان وخت شو، بلال په ځان پسې پښې راکشولې، کله چې مسجد ته ورسېده، له سترګو يې اوښکو دارې وکړې، مسجد ته وخوت، د رسول الله_ﷺ_په بنده دروازه يې سترګې ولګېدلې، احساس یې کړه چې کوم خنجر يې زړه ټوټه ټوټه کړ، هيڅکله به نور رسول الله_ﷺ_له دې دروازې څخه راونه وځي او نه به بلال ورشي چې ورته ووايي، خلک درته په مسجد کې انتظار کوي، له نن وروسته به یې هيڅکله ونه ویني او نه به له اسمانه خبر راشي.
بلال مسجد ته پورته شو، ډېر زیات خواشینی دی، اذان يې شروع کړ، اذان په درد او خواشینۍ لړلی دی:
الله اکبر! الله اکبر!
الله اکبر! الله اکبر!
اشهد ان لا اله الا الله
اشهد ان لا اله الا الله
اشهد ان ......
د بلال مرۍ راډکه شوه، ويې نه شو کولی چې د خپل حبیب رسول الله_ﷺ_نوم واخلي، رسول الله_ﷺ_خو په خپل کټ کې پروت دی، یو دم په سلګو شو. خلکو د اذان انقطاع او د بلال ژړا واورېده، یو ځل بیا غم راتازه شو او ټول په سلګو شول. بلال کوشش کوي چې ځان قابو کړي، خپل عواطف قابو کړي چې اذان بشپړ کړي، اخر يې له اوښکو سره بدرګه وویل:
اشـــــهد ان محمد رسول الله
اشـــــهد ان محـــمد رسو الله
حی علی الصلاه، حی علی الصلاه
حی علی الفلاح، حی علی الفلاح
الله اکبر، الله اکبر
لا اله الا الله
محمد رسول الله او ملګري یې
د رسول الله_ﷺ رحلت ۲۰ ټوک