No-IMG

په سوشل مېډيا کې په لسګونو (تش په نامه) د اسلام مناظرين

نن سبا په سوشل مېډيا کې ښکته او پورته کېدونکو لسګونو (تش په نامه) د اسلام مناظرينو په منځ کې هيڅ يو (مناظرِ اسلام) به ونه ګورئ چې د اسلام په قضيه او داعيه يې له کوم غيرِ مسلم (مشرک، ملحد يا بل کوم کافر) سره مناظره کړې وي.

بس چې ښکته او پورته لاړ شئ هر جدل، بحث او د دوی په اصطلاح مناظره به يې له بل مسلمان سره په يوې فروعي مسئلې وي، د مناظرې ځای به هم يا مسجد وي او يا هم کومه ديني اداره!

جعل او تزوير يوازې دا نه دی چې (د بېلګې په ډول) د درملو اصلي او معياري کمپنۍ په لېبل او لوګو جعلي دوا پر مريضانو خرڅه کړو، د غټو غټو نومونو او القابو تر شا په ماشومانه او وړو وړو خبرو مصروفېدل او له ځان سره زرګونه نور خالي الذهن عوام هم مصروف ساتل تر ټولو لوی جعل، تزوير او فريب دی.

دا چې د مناظرِ اسلام، شيخ القران والحديث په څېر په غټو غټو نومونو د اسلام (قرآن او صحيح حديث) پر ځای د خپلو شيخانو، مدرسو او طريقو د دفاع په خاطر مناظرې کوو؛ دا بدترين کسب، سپک عمل، جعل او تزوير دی.

هدانا اللّٰهُ جميعاً

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک