
د دلوې۲۶مه د نړۍ په کچه د يو آزاديغوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ
د افغان-شوروي په ستر او تاريخي جهاد کې مجاهدينو افغان غيور ولس تنظيم کړ، د هغه مهال ستره شوروي امپراتوري يې پرې راڅملوله او د تاريخ يو مېړنی باب يې تکميل کړ. د آزادۍ جګړه يې وګټله او بالاخره د هجرت او جهاد هېره شوې فريضه يې بياځل راژوندۍ کړه. د اتلولۍ او سرښندنې دې جګړې ته ملت خودسرانه نهوو ور ګډ شوی، بلکې تر شا يې د ښاغلي حکمتيار په څېر د هېواد ستر-ستر نوميالي غازيان او شاهزلميان ول چې دا مجاهد ملت يې په پوره جوش او ولولو د آزادۍ دې بهير ته ګډ کړ.
که د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې جهاد خپل تراشل شوي مليغازيان لرل، نو د شوروي ښکېلاک پر وړاندې سپېڅلي جهاد بيا د نړۍ په غلامشويو ملتو کې د آزادۍ ساه وپوکله او هغوی ته يې د حکمتيار په څېر د آزاديغوښتونکي انقلاب سرلاري رهبران ډالۍ کړل.
دا څه وړه خبره نه وه، د نړۍ په کچه د يو آزاديغوښتونکي انقلاب حيدري غږ وو چې کرملين يې پړمخې نسکور کړ.
هغوی چې دا ستره اتلواله ناديده ګڼي، يا متعصب او عقدهيان دي، يا هم پهذهني او فکري لحاظ د نورو غلامان، بل هيڅراز درېيمګړی تعبير او تفسير نهلري.
د دلوې۲۶مه
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
بسم الله الرحمن الرحیم نن د سلواغې ۲۶ چې د ګران هېواد افغانستان څخه د پخوانی کمونستی روسیې د تیښتې ورځ ده ټول مجاهد افغان ولس ته د دغه ویاړلیې ورځ بخته وره او نیکمرغه وي ټول افغان مجاهد ولس او په ځانګړیې توګه د امارت محترم مشران د دې تاریخي او ویاړلیې ورځې څخه د عبرت او پند په توګه یو تاریخي مسولیت تر سره کي ځکه چې په د ې ورځو کې د وطن دښمانانو په ناراوه تبلیغاتو لاس پورې کړئ دئ که څه هم هيڅ ځائ نه نسي د امارت محترمو مشرانو ته ښه وخت دئ چې دتېرو ناوړه تاریخي پېښو څخه زده او ولس ته د حق او عدالت په لور لارښونه وکړي ځکه چې افغانانو همېشه په نظامي ډګر کې کټلیې او په خپګان سره په سیاسي ډګر کې یې په خود خواهي او نورو دلایلو سره په شرمونکې توکه بایللیې که د انګریزانو سره وه ، که د روسانو او ورسو تړون سره وه خداوند ( ج ) د نکړ ي که اوس د امریکا په مشرۍ د ناټو سره وه پدې هکله په ګران هېواد افغانستان یو څو ناوړه تاریخي پېښې په ګوته کو م لرې به نڅو د تیمورشاه له دورې څخه یې را اخلم د شاه زمان ستر ګې یې وروڼو ویستلې،حبیب الله خان په لغمان کې په غوږ کې و ویشتل شو امان الله خان په کابل کي او ورور یې نصر الله خان په جا لال اباد کې خپل ځانونه ولس مشران اعلان کړل ،داود خان په ظاهر شاه باندې چې د تره زوی او او اوښئ یې هم وو کو داتا وکړه، کمونستان یو بل د بالښت سره خفه او مړه کړل یعنې ترکي د امین له خوا په بالښت خفه او و وژل شو ، د روسانو د یرغل په وخت کې تر ۷ ډلو پورې په پېښاور او ۱۱ ډلې په ایران کې د وحدت په نوم جوړې شوې او په دفترکې یې د یوه بل سرونه سره پرې کړه ، د طالبانو په منځ کې هم د ملا رسول په نوم غږ پورته شو په لنډ ډول یادونه وشوه امید دئ چې د امارت محترم مشران د دې تاریخي او د اوسني داخلي او خارجي وضعیت په نظر کې نیولو سره خپلې اداري، نظامي ،تعلیمي او خارجي چارې لکه ټولې ښونځۍ،پوهنتونونه او نور علمي موسیسات په یوه مناسبه او معقوله طریقه پر مخ بوزي تر څو وخت ضایع نشي په درناوي اینجینر محمد عارف محمدي