No-IMG

حکمتيار: دلوې 26 هغه لوړ مقام لري چې هيڅ ورځ ورسره سيالي نه شي كولى

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

د 26 دلوي په مناسبت:

وَذَكِّرۡهُم بِأَيَّامِ ٱللَّهِۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٖ.

«په أَيَّامُ الله سره هغوى ته يادونه وكړه؛ يقيناً چي په دې كي د هر ډېر صابر او ډېر شاكر لپاره نښي دي

د افغانستان په لرغوني او له ځلانده افتخاراتو ډك تاريخ كي؛ د دلوې 26 هغه لوړ مقام لري چې هيڅ ورځ ورسره سيالي نه شي كولى، دا په يوه اوږده او نابرابر جنګ كي؛ د مجاهدو افغانانو د بريا او د دوى له هېواده د يوه ستر استعماري ځواك د مات شوي فوځ د وتلو تاريخي او له وياړونو او عبرتونو ډكه ورځ ده؛ ټول راتلونكي نسلونه ئې بايد تل په پرتمينه توگه ولمانځي او په تلپاته اغېزناكي خاطرې ئې بدله كړي؛ قرآن دغسي ورځو ته د «أَيَّامُ الله» نوم وركړى

د 26 دلوي په مناسبت؛ ټول افغان مؤمن ملت ته په عامه توگه او هغو مجاهدو شاځلميانو ته په خاصه توگه مباركي وايم چي د دوى د قربانيو په نتيجه كي شوروي يرغلگر ځواكونه؛ له سختي ماتي سره مخامخ او له افغانستان وتلو ته اړ شول؛ او په همدې سره د شوروي ستره امپراطوري په زوال محكوم او ټغر ئې ټول شو.

دا څلورمه نړۍ واله امپراطوري وه چي په افغانستان كي له ماتي سره مخامخ او همدلته ئې زوال پيل شوى، تر دې وړاندي، انگرېزان، چنگيزيان او د سكندر اعظم لښكر له ورته برخليك سره مخامخ شوي وو، د شوروي ځواكونو په لاس پيل شوې جگړه ناټو ته په ميراث ورسېده، د غربي نړۍ د ټولو ځواكمنو او شتمنو هېوادونو تر 160000 زيات سرتېرو، په آخرين ماډل وژونكو وسلو سمبال؛ له فضاء او زمكي پر افغانستان بريد وكړ؛ شل كاله له افغانانو سره وجنگېدل، د سرلوړو افغانانو خلاف ئې ټولي وژونكې او ورانوونكې وسلې وكارولې او له هيڅ جنايت ئې ډډه ونه كړه؛ خو په پاى كي د مؤمنو مجاهدينو د سرښندنو او نه ماتېدونكي مقاومت له امله وتلو ته اړ او په ټيټ سر او تش لاس ووتل. إن شاء الله افغانستان به تل د هر يرغلگر لپاره هدېره وي.

 

حزب اسلامي افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک