
د مخالف خبره زغمل، ناسمې کړنې يې تحمل کول، د اوچتو مرتبو پيغمبرانو امتيازي صفت دی
د مخالف خبره زغمل، ناسمې کړنې يې تحمل کول، سپکو او سپورو ته بالمثل ځواب نه ورکول، تونده لهجه په نرمه لهجه ردول او يا ترې تجاهل کول؛ بې غيرتي او ډار نه دی، بلکې دا د اوچتو مرتبو پيغمبرانو امتيازي صفت دی، هغه پيغمبران چې الله تعالی په قرآن کريم کې په ﴿أولوا العزم﴾ ياد کړي دي، نبي عليه السلام يې په صبر کې د هغوی او مونږ يې بيا د نبي عليه السلام په متابعت مأمور کړي يو.
خو کوم دی؛ په مونږ کې صبر او زغم چېرې دی؟
تر ټولو بې صبره، په غوصه، توند برخورد او د سپکې ژبې په استعمال روږدي خلک يو.
بس ظاهر چې جوړ کړو، فکر کوو جنت مو په ټيکه شو، خو واقعيت دا دی جنت يوازې د ظاهر په اصلاح نه، بلکې د باطن په اصلاح ګټل کېږي، يوازې ظاهر خو د قرآن کريم (سورة المنافقون) په صريح نص د منافقينو هم ښکلی و، مګر اساسي خبره د باطن ده او په باطن يوازې الله تعالی ښه خبر دی.
هدانا اللّٰهُ جميعاً