No-IMG

حکمتيار: د وسله والو مخالفينو وضعيت داسي دئ چي د هيڅ ستر كار كولو توان نه لري

حکمتيار: د وسله والو مخالفينو وضعيت داسي دئ چي د هيڅ ستر كار كولو توان نه لري

 

اجازه راكړئ چي تر درس وړاندي د يوه مهم مطلب په اړه څو عرائض ولرم:

په دې ورځو كي د دښمنانو تبليغات ډېر پراخ او زيات شوي او داسي ښيي چي د هېواد امنيتي وضعيت دومره خراب او داسي سخت پړاو ته رسېدلى چي هر شېبه د كومي ستري پېښي او ژور او ناڅاپي تغيير احتمال شته؛ د هغو په اړه چي كار ئې په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، دفترونو او سفارتونو كي چاودني او بريدونه او د خطيب، امام، داعي، مجاهد او بې گناه مسلمانانو وژل دي؛ رسنۍ ئې پړسوي، هره ورځ ئې شمېر ورزياتوي او د يوه جدي گواښ په توگه ئې معرفي كوي؛ د ملل متحد مسئولين او نور لوري وايي د افغانستان په شمال كي 4000 داعشيان راغونډ شوي، په ټول افغانستان كي د هغوى شمېر 6000 ښيي؛ تاجكستان وايي له افغانستان سره گډي پولي ته څېرمه ئې خپل ځواكونه ځاى په ځاى كړي، د پولي په امتداد د امريكا او تاجكستان گډ امنيتي او استخباراتي ټولي مستقر شوي؛ د تاجكستان حاميان وايي: كه پر تاجكستان بريد وشي نو دوى به فوراً او له ځنډ پرته مرستي ته وردانگي؛ ځينو عربي او غربي هېوادونو په كابل كي خپل سفارتونه وتړل؛ د ايمان مسجد د جمعې لمونځونو موقت تعطيل هم ځينو داسي تعبير كړ چي گواكي حزب اسلامي خپل دفتر تړي يا تړلى؛ د دې دروغجنو او له مبالغو ډكو تبليغاتو په اړه بايد ووايم:

1- د وسله والو مخالفينو وضعيت داسي دئ چي د هيڅ ستر كار كولو توان نه لري.

2- د هغو شمېر ډېر لږ دئ چي كار ئې فقط چاودني او ترورونه دي؛ د دوى ټول توان او كمال همدا وو او دئ؛ په دې چاودنو كي ښكېل افراد اكثراً يا اجير او مزدور جنگيالي دي؛ يا جاهل او له دين او دنيا بې خبر او ناپوه غولېدلي جنگيالي او يا بهرني تروريستان چي ډېرى ئې له تاجكستان راغلي

3- هيڅ خدايپال او په دين پوه مجاهد د داسي وحشيانه عملياتو جسارت نه كوي؛ نه د مسلمان د وژلو او نه په جوماتونو او ملكي ځايونو كي د وحشيانه چاودنو او انفجاراتو اراده. هغه ډلي چي د نامردانو په څېر؛ حتى د ښځو په جامه كي غلچكي بريدونه كوي؛ هغه هم په جوماتونو كي؛ هغوى فقط همدا كارونه كولى شي؛ د هيڅ مثبت او ستر كار د كولو نه همت لري او نه ظرفيت او وړتيا؛ نن په ټول افغانستان كي د دغو ډلو هيڅ څرگند مركز او تر تسلط لاندي سيمه نه شته.

4- دوى د پرديو په خدمت كي دي؛ د هغوى له لوري د ذليلي وسيلې په توگه كارول كېږي؛ د اسلام د دښمنانو د شومو او سپېرو موخو لپاره لوبول كېږي؛ د هر اغېزمن او رغنده مثبت كار له كولو هم عاجز دي او هم ئې له فكري او عملي پلوه د كولو اهليت او وړتيا نه لري. كه كوم هېواد پر افغانستان د بريد پرېكړه وكړي نو دوى به ئې وطني سرتېري وي او په لومړۍ كرښي كي به د يرغلگرو تر قومندې لاندي د خپل ملت په خلاف جنگېږي.

5- دا اوس موږ عملاً د افغانستان په ارتباط د دوو رقيبو او متخاصمو نړۍ والو تړونونو شاهد يو؛ له يوې خوا په ميونيخ كي داسي ستره غونډه جوړه او روانه ده چي د 40 هېوادونو رئيسان او د 90 هېوادونو خارجه وزيران په كي راغونډ شوي؛ اجندا ئې د افغانستان امنيتي وضعيت څېړل دي!! د غوڅ اكثريت رأى دا ده چي بايد افغانستان ته جدي توجه وشي او نوې تگلاره غوره شي؛ د دې غونډي مهندسي او مديريت د ناټو او په ناټو كي د شاملو غړو هېوادو په واك كي دئ؛ ډېرى ئې داسي دي چي د سپيني ماڼۍ پر هغه تصميم اعتراض لري چي له افغانستان د ناټو ځواكونو د ناسم وتلو باعث شو او ټولو ته ئې تاريخي او نه جبرانېدونكى شرم واړولو؛ د امريكا جمهوري غوښتونكى گوند هم په دې دريځ كي له هغوى سره همغږى دئ او د جوبايډن محكومول غواړي. د دوى جدي توجه؛ د شر توجه ده نه د خير؛ افغانستان او اوكراين د دوى د همداسي توجه قربانيان دي.

6- دې غونډي ته روسيه، ايران او طالبان نه دي بلل شوي. او دا خپل خاص تعبير او وجوهات لري او ښيي چي نه غواړي هغه لوري په خپل تصميم كي شريك كړي چي د افغانستان په ارتباط بېل او د دوى خلاف دريځ لري.

7- له بلي خوا گورو چي مسكو د بېل محور جوړولو هڅه كوي؛ هغه هم داسي چي په افغانستان كي د داعش حضور؛ روسيې او ملگرو هېوادو ته ئې يو جدي گواښ گڼي؛ په داسي حال كي چي يقيناً او له شك پرته جدي گواښ نه دئ.

8- ځيني داسي انگېري او تشويش لري چي ښايي له افغانستان سره به همغه څه وشي چي له عراق سره وشول؛ د عراق په خلاف نړۍ واله جنگي جبهه جوړه شوه او په لسگونو زره ټونه بمونه او راكټي د عراق پر ښارونو وورېدل. امريكا، اروپا، په دوى پوري تړلي عربي هېوادونو، د عراق گاونډيو، روسيې په دې بريد كي په عملي توگه شركت وكړ.

دغه‌راز نوموړي د خپلو څرگندونو پر دوام او پورتنيو ذکر شويو مواردو ته پر کتو زياته کړه؛ فعلي وضعيت بايد جدي ونيسو؛ تر نورو وړاندي د إمارت اسلامي دنده او مسئوليت دئ چي دغو گواښونو ته په پام سره مناسب تصميم ونيسي او تر څنگ ئې هغه افغانان چي خپل هېواد، اسلام، ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن دي او د آزادۍ په دوو جنگونو كي ئې عملي برخه درلوده؛ بايد په گډه د دې گواښونو مقابله او له خپل هېواد دفاع وكړي؛ او خپل منځي رقابتونه او اختلافات شا ته وغورځوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک