
حکمتيار: ښايي له افغانستان سره به همغه څه وشي چي له عراق سره وشول
ځيني داسي انگېري او تشويش لري چي ښايي له افغانستان سره به همغه څه وشي چي له عراق سره وشول؛ د عراق په خلاف نړۍ واله جنگي جبهه جوړه شوه او په لسگونو زره ټونه بمونه او راكټي د عراق پر ښارونو وورېدل. امريكا، اروپا، په دوى پوري تړلي عربي هېوادونو، د عراق گاونډيو، روسيې په دې بريد كي په عملي توگه شركت وكړ.
دغهراز نوموړي د خپلو څرگندونو پر دوام او پورتنيو ذکر شويو مواردو ته پر کتو زياته کړه؛ فعلي وضعيت بايد جدي ونيسو؛ تر نورو وړاندي د إمارت اسلامي دنده او مسئوليت دئ چي دغو گواښونو ته په پام سره مناسب تصميم ونيسي او تر څنگ ئې هغه افغانان چي خپل هېواد، اسلام، ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن دي او د آزادۍ په دوو جنگونو كي ئې عملي برخه درلوده؛ بايد په گډه د دې گواښونو مقابله او له خپل هېواد دفاع وكړي؛ او خپل منځي رقابتونه او اختلافات شا ته وغورځوي.