
حکمتيار: اوس موږ عملاً د افغانستان په ارتباط د دوو رقيبو او متخاصمو نړۍ والو تړونونو شاهد يو
دا اوس موږ عملاً د افغانستان په ارتباط د دوو رقيبو او متخاصمو نړۍ والو تړونونو شاهد يو؛ له يوې خوا په ميونيخ كي داسي ستره غونډه جوړه او روانه ده چي د 40 هېوادونو رئيسان او د 90 هېوادونو خارجه وزيران په كي راغونډ شوي؛ اجندا ئې د افغانستان امنيتي وضعيت څېړل دي!! د غوڅ اكثريت رأى دا ده چي بايد افغانستان ته جدي توجه وشي او نوې تگلاره غوره شي؛ د دې غونډي مهندسي او مديريت د ناټو او په ناټو كي د شاملو غړو هېوادو په واك كي دئ؛ ډېرى ئې داسي دي چي د سپيني ماڼۍ پر هغه تصميم اعتراض لري چي له افغانستان د ناټو ځواكونو د ناسم وتلو باعث شو او ټولو ته ئې تاريخي او نه جبرانېدونكى شرم واړولو؛ د امريكا جمهوري غوښتونكى گوند هم په دې دريځ كي له هغوى سره همغږى دئ او د جوبايډن محكومول غواړي. د دوى جدي توجه؛ د شر توجه ده نه د خير؛ افغانستان او اوكراين د دوى د همداسي توجه قربانيان دي.
دې غونډي ته روسيه، ايران او طالبان نه دي بلل شوي. او دا خپل خاص تعبير او وجوهات لري او ښيي چي نه غواړي هغه لوري په خپل تصميم كي شريك كړي چي د افغانستان په ارتباط بېل او د دوى خلاف دريځ لري.
له بلي خوا گورو چي مسكو د بېل محور جوړولو هڅه كوي؛ هغه هم داسي چي په افغانستان كي د داعش حضور؛ روسيې او ملگرو هېوادو ته ئې يو جدي گواښ گڼي؛ په داسي حال كي چي يقيناً او له شك پرته جدي گواښ نه دئ.