No-IMG

د هېواد ټولو وروڼو او سيالو قومونو ته د حزب اسلامي محترم امير حکمتيار صاحب پيغام

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

د هېواد ټولو وروڼو او سيالو قومونو ته د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن امير پيغام!

د هزاره، اوزبك؛ تاجك، پښتون او هر بل قوم او قبيلې گرانو وروڼو ته؛ په ټينگار سره توصيه کوم چي: خپل کور ته په خپل لاس اور مه اچوئ؛ ويدې فتنې مه راويښوئ، د جنگ مړ شوی اور بيا مه بلوئ، د ترخو او خونړيو تجربو له تکرار ډډه وکړئ، مه پرېږدئ چي هېڅ افغان دا فرصت تر لاسه کړي چي بيا ځل د کوم قوم او ډلي له آدرس؛ د پرديو او يرغلگرو ځواکونو پښو ته ولوېږي او د هېواد بيا اشغال ته ئې راوبلي. د هر هغه چا له خولې چي دا پليته او سپېره چيغه راوځي؛ مرگ او لعنت پرې ووايئ.

د دې هېواد هر قوم او قبيله د دې گران هېواد د لوی او سرلوړي ملت د وجود يوه نه‌بېلېدونکې برخه او حصه ده. سرلوړى افغانستان د دې متحد ملت د فرد فرد گډ کور دئ؛ په دې گډ کور کي هزاره او اوزبک؛ د خپلو پښتنو او تاجکو وروڼو او نورو توکمونو سره یو ځای؛ له پېړيو پېړيو رايسي او تر يوه چت لاندي؛ د وروڼو په څېر ژوند کړی او په گډه ئې د خپل هېواد له لوېشت لوېشت خاوري دفاع کړې ده. نن چي بدمست او مغرور یرغلگر ځواکونه ذليل او ټيټ‌ سرونه له دې خاوري وتلي، او په دې هڅه کي دي چي خپله شرمناکه ماته جبران او د يوه بل نيابتي جنگ اور بل کړي؛ مه‌پرېږدئ چي د ملت او هېواد کورني او بهرني دښمنان مو؛ دې سپېره هدف ته ورسېږي، زموږ ملي يووالي ته زيان ورسوي، زموږ د ورورۍ او اخوت هغه مضبوط پيوند او تړاو سست كړي چي پر الله تعالىٰ إيمان او له اسلام سره ژمنتيا رامنځته کړی، ورورولي مو په کينې او نفرت؛ دوستي مو په دښمنۍ واړوي؛ او د قومي او مذهبي جگړو اور ته لمن ووهي.

هغه چي همدا ئې کار او شعار دئ؛ نه ستاسي دوستان دي او نه به په سختو ورځو كي ستاسو په څنگ كي وي؛ هغوی له اشغالگرانو سره يو ځای راغلل او له هغوی سره يو ځای وتښتېدل، د ناټو غړو هېوادو ته ئې پناه يووړه؛ او تاسو ئې يوازي پرېښودئ؛ او اوس له همغه ځايه ستاسو د دين، وطن، آزادۍ او ټولو ديني او ملي ارزښتونو د دښمنانو د تبليغاتي وسائلو له لاري او د افغانستان د تجزيې په موخه د شائعاتو په خپرولو مصروف دي. دوی د دې څلورو لسيزو جنگ او اشغال په دوران كي ستاسو زامن د مرگ کومي ته لېږل، له هغوی ئې د نيابتي جگړو اجير جنگيالي جوړول؛ او په مقابل كي ئې زر او ډالر تر لاسه كول او په داخل او بهر كي؛ په دوبۍ، اسلام آباد، پاريس، لندن او واشنگټن كي ئې مليون ډالري کورونه جوړول.

زموږ د هېواد د روانو ستونزو حل ‌لاره نه د پرديو پر مټ نيابتي جگړه ده، نه په شمال او جنوب تجزيه او نه د شرقي او غربي اشغالگرانو د غرضي نسخو مطابق فدرالي نظام؛ بلكي فقط حقيقت دا دئ چي يو متحد، لوی، سرلوړی او له جنگ فارغ افغانستان؛ موږ ته عزت رابښي او د پرديو له احتياج مو ژغوري؛ هغه چي داسي هېواد نه ‌لري؛ ټول عمر ئې په ذلت، سپكاوي او نورو ته احتياج كي تېر كړى؛ په هر ځاى كي او له هر لوري حقير او ذليل گڼل شوى او هر چا د حقارت په سترگه ورته كتلي؛ نه ئې مغرضو حاميانو درناوی كړى او نه هغو اړ شوو پناه وركوونكو چي د مجبوريت له كبله ئې دوى ته پناه ورکړې. دا د عبرت لپاره كافي ده چي ومو ليدل شوروي د (تاجك) کارمل په مشرۍ له کمونستانو سره څه وکړل؟ او امريکا د (پښتون) غني په مشرۍ له سيکولرانو سره څه؟!!

حکمتيار

کابل افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک