No-IMG

ايا سيوری وزن لري؟!!

ايا کله مو فکر کړی دی چې  سيوری (سايه) وزن لري او که نه؟ که څه هم تاسې به وايئ چې دا څه ډول ساده پوښتنه ده، خو کېدلی شي  چې د سيوري وزن معلوم شي، او دروندوالی یې وښيوو.

خو خبره دلته ده، چې هغه جسم چې سیوری په هغه پروت وي د تللو وړ دی، د مثال په توګه يو څو موارد له نظره تېروو، په دې خو پوهېږو چې نور د انرژي لېږدونکی دی، د بېلګې په توګه کله چې نور په يوه انعکاس کوونکي جسم لوېږي په ډېره،ډېره کمه اندازه  په هغه باندې فشار راوړي (درندوي یې)  کله چې د لمر رڼا د ځمکې په سطحه رالوېږي نو په هر اينچ مربع (د يوه کوچنيSD ميموري کارت په اندازه ) باندې

۰.۰۰۰۰۰۰۰۰۱ پونډه  (د يوه پونډ زر ميليونمه برخه زور راځي)

۰.۰۰۰۰۰۰۰۰۰۵ کیلوگرامه (د کيلو ګرام  ۵۰۰ زره ميليونمه برخه زور راځي)

په هغه باندې فشار واردېږي چې تقريباً له (هيڅ ) سره مساوي دی.

نوپه همدې حال کې که چېرته يوه پراخه سطحه په نظر کې ونيسو، نو کيسه به يو څه فرق ولري، د بېلګې په توګه په يوه لمرينه ورځ کې د امريکا د شيکاګو د ښار وزن ۱۴۰ ګرامه ډېرېږي او يوازينی دليل یې د لمر وړانګو انعکاس او د نور فشار دی چې په ځمکه باندې پرېوتی دی.

د ځمکې له کرې هاخوا چې د جاذبې کشش، مقناطيسي ميدان او اتوموسفير نشته او لمريز توپان (د لمر د وړانګو نا فلتر شوې  شعاوې ) بې له کومې مانع خپرېږي د نور لپاره جالب شراېط رامنځ ته کېږي دا سې فکر وکړئ چې يوه فضايي بېړۍ له ځمکې څخه مريخ ته توغول شوې ده، هغه فشار چې په فضا کې يې نور پرې واردوي ددې لامل کېږي چې فضايي بېړۍ ۱۰۰۰ کيلومتره له خپل مدار څخه خارجه شي.

نو پر همدې اساس هغه چارې چې باید په فضايي سفرونو کې په پام کې ونيول شي له هغو څخه يو هم د نور د فشار اندازه ده، له همدې امله دی چې د شهابي ډبرو د رڼايي خپرولو لوری هم هر وخت د لمر د وړانګو مخالف وي.

خلاصه دا چې که يو جسم په منځ کې په مساوي برخو مات کړو او يو لمر ته کېږدو او  او بل سيوري ته ، په هماغه شېبه کې چې يو په لمر کې وتلو او بل په سيوري کې نو د لمر ته ايښي جسم  وزن ډېر وي البته ډېرډېرډېر کم پرې اضافه وي چې د وزن کولو په دې اوسنيو تلو باندې د تول وړ نه دی.

هغه ويډيو چې دا بحث پکې شوی دی ، يوه برخه یې ما دلته را ژباړلې ده. د ويډيو لينک په لومړي کامينټ کې وګورئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟