غوړه مرغه، کندهار؛ افغانستان
د تاریخ حیات افغاني د ليکوال محمد_حیات_خان له خولې پخوانيو پښتنو ابادي سيمي ته [غوړه مرغه/مرغه] ويل، د مرغې څخه به موخه چمن او غوړ څخه موخه سمسور او شین وطن وو چي د دواړو کلمو مانا [شین چمن] دئ، پښتانه به د کسې له غره* څخه دغو ورشوګانو ته راتلل، نو د دوی د حيوناتو د روزني له پاره ئې ښه څړځايونه لرله.
پښتني سيمو کي ماته لاندي مرغې مالومي دي:
۱-توبې مرغه؛ کندهار
۲-توره مرغه؛ پښين
۳-مرغه زکريازۍ؛ پښين
۴-مرغه کبزۍ؛ ږوب
۵-اسو مرغه؛؟
۶-غوړه مرغه؛ زابل
۷-مرغه فقيرزي؛ کلاسيف الله
۸-بټه مرغه؛ برښور
۹-مرغه چینه؛ برمل، پکتيکا
د کندهار شمال ختيځ او بولدک ختيځ ته يوه پراخه ناوه د مرغې په نامه يادېږي چي د توبې د غره په لمن کي پراخه شنه سيمه ده چي ځيني ئې د توبې مرغه هم بولي.
دغه مرغه د تاريخ په څو پړاونو کي مشهوره ده؛ لکه د يوسفزيو پښتنو اصلي مېنه او احمدشاه بابا جسد ته د غسل ورکولو ځای [پتارۍ] او نور...
د کندهار مرغه يا ممکن د زابل مرغه[يا ممکن دا دواړي مرغې سره يو وې] چي مورخين ئې د کندهار ارغسان ته نږدې يادوي، د یوسفزیو پښتنو لومړنی استوګنځای بولي چي د ترينانو تر څنګ اوسېدل چي د مځکو پر سر د شخړو او جګړو له امله د څوارلسمي عسوي پېړۍ په پيل کي د کابل پر خوا ولاړل چي لومړی غزني ته د غورياخيلو سره مېشت، خو ورسته له غورياخېلو څخه خفه شول او کابل شاوخوا سيمو ته ولاړل او پر کابل د ترک نژاده میرزا الغ بیګ پر کابل د واکمنېدو په وخت کي سوات او پېښور ته پسي ولاړل او هلته ئې د یوسپزو قبیلې د پیاوړی مشر ملک_احمدخان_یوسپزی په مشري شپاړسمه پېړۍ کي سوات کي د يوسپزيو دولت جوړ کړ.
اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي دا خبره ردوي چي د يوسفزيو دغه هجرت دي لومړی وي، ليکي:
"د کند* په اولاده کي خيښۍ د يو شمېر قبيلو مجموعه ده، چي غټ ښاخ ئې يوسفزی دئ او دا يوسفزی هم د يوې تاريخي واقعې سره اړه نيسي، ولي د دغه قول په مقابل کي موږ تر اولسمي پېړۍ ډېر وړاندي هغه مهال چي يوناني سکندر د سوات سيمي ته، چي پېښور هم په هغه ساحه کي شمېرل کيږي، د يوې داسي قبيلې سره مخامخ سوی دئ، چي (اسپيزي) نوميږي او له دغو اسپيزو سره د ده جګړې د ده واقعهنګارانو راوړي دي. په دې توګه نو موږ دا مهاجرت لومړی نه سو بللای، بلکي هغه اسپيزي چي د سکندر سره جنګېدلي دي، همدغه يوسفزي دي، چي د سکندر په وخت کي هم په سوات کي اوسېدل او اوس هم په سوات کي اوسي. کېدای سي چي د دغو قبايلو يوه برخه دي، په اووهلسمه پېړۍ کي د الغ بېګ له چپاو سره مخامخ سوي وي او بيا دي دغه ډله خپلو قبيلوي عزيزانو ته راغلې وي.
ددې مرغې بل مهم ځای د احمدشاه بابا پتارۍ[پخوا به مړي ته په يوه ځانګړي ځای کي غسل ورکول کېده او کندهار کي دغه ځانګړي ځای ته (پتارۍ) وايي] ده چي د ځايي خلګو لخوا په ډېره عقيده ساتل کېږي، د شفاهي روايتونو له مخه کله چي د اوسني افغانستان بنسټګر [ احمدشاه_بابا]په ځوانۍ کي د آس څخه د لوېدو له امله د پزي په ناروغي اخته سو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کي د پزي خوراړه (سرطان) ناروغي ورلوېدلې وه، دتداوۍ وار چي ئې تېر سو، نو د طبيبانو په مشوره د کندهار ختيځ اڅکزۍ توبې ته ولاړ، ځکه هوا يې دناروغۍ له پاره مناسبه تشخيص سوې وه.
بابا د (۱۷۷۲ع=۱۱۵۱هـ ش=۱۱۸۶هـ ق) کال د لومړۍ خور [ربيع الاول] په دوهمه د پنجشنبې په ورځ ځاښت د ختيځ کندهار توبې په لمن [مرغه] کي د [شپشيون برج] ته نږدې په [يرغکۍ] کلي کي د خپل يوه باوري دوست [ برخوردار_خان_اڅکزی] په کور کي وفات سو.
جسد يې د توبې له غره څخه د توبې لمن مرغې ته د غسل او جنازې لپاره د پښې پر شېله راوړل سو، د جمعې په ورځ ماپښين د خلګو د ژړاګانو په بدرګه د هغه جسد په شاهي بدرګه کندهار ته يوړل سو او د کندهار ښار په هغه روضه باغ کي ښخ کړ چي ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې/چپني د پاره جوړ کړی وو.
پښتني ټبرونو، شجرو او شفاهي تاريخونو کي د غوړي مرغې يادونه ډېر ځايونه کېږي چي پټه خزانه د کاسيانو اصلي ټاټوبي مرغه يادوي چي وروسته بيا پښين ته ولاړل، د مومندو په اړه هم ويل کېږي چي لومړنی استوگنځای ئې غوړه مرغه وو چي وروسته بيا پکتيا ته ولاړل.
د پټي خزانې متن د تاريخ په قيد کي دا زمانه داسي ښيي: «نقل کا چي خرښبون بابا ولاړ، په مرغه کي ميشت سو او هلته هم وفات سو، چي کال هجري وو (۴۲۲). وروسته ئې زامن هم په غوړه مرغه کي اوسېدله او د کاسي اولاد بيرته ولاړل د کسي غره او د پښين په لتو کي ميشت سول او د کند او زمند اولادونه خپاره سول او ولاړل ننګرهار او خيبر او پېښور لتي ئې ونيولې» (۱۰ مخ).
له اولسي خلګو سره ناسته او د هغوی د باورونو اړوند کامنټ کي...
تاسي د غوړي مرغه په اړه څه کورنۍ مالومات لرئ؟
* کسې غر/سلېمان غر: د اکثره پښتني قبيلو لومړی اوسېدنځای
*د انسابو په هغه لړۍ کي چي په عنعنوي توګه په نسبنامو کي را پالل سوي دي، کاسي د کند او زمند سره وروڼه دي، چي د خرښبون دريم زوی وو.