
د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم غځيږي
ښايي افغانانو ته به اوس دا ثابته شوې وي چې نړۍوال هیڅکله هم په افغانستان کې سیاسي، امنیتي، اجتماعي او اقتصادي ثبات نه غواړي او نه هم هغوی ته د افغانانو په خوښه يو خپلواک اسلامي نظام د منلو وړ دی. متأسفانه نړۍوال په افغانستان کې له نيابتي جګړو پرته له بل هیڅ څه سره علاقه نه لري. فعلاً په نړۍواله کچه د دې هڅه روانه ده چې څنګه يو ځل بيا په افغانستان کې د تېر په څېر د خپلو استخباراتي موخو د حصول زمينه برابره کړي. دوی هڅه کوي له همدې لارې او په اسانۍ له خپلو رقیبانو سره سیالي او زور ازموينه وکړي. له بده مرغه نړۍوال تر ډیره بريده په خپلو شومو موخو کې بريالي شوي دي. فعلاً دا اندېښنه هم موجوده ده چې د اوکراین پر سر د نړۍوالو خپل منځي کشمکشونه نورو هیوادونو ته هم وغځيږي. دې ته پر کتو اړتيا ده چې افغانان د نورو سیاستونو ته په طمع نشي او نه هم د دې موقع چاته ورکړي چې خپل نړۍوال رقابتونه او نيابتي جګړې افغانستان ته راوړي. افغانان نور د نيابتي جګړو تاب نه لري او کرکه ترې کوي. ښه داده چې ټول افغانان په خپل هیواد کې دننه د خپلو ملي مسائلو په اړه د ډيالوګ مېز او خبرو ته کېني. خپل ملي یووالي او د يو مشروع او ملي حکومت د جوړوو لپاره په ګډه تصميم ونيسي او د يادو ارزښتونو په اړه يوې ګډې ملي اجماع ته ورسېږي.
همدا مو د نجات او ژغورېدا يوازېنۍ لاره ده او بس.