No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد له سياسي، جهادي او قومي مخورو مشرانو سره وکتل

سه‌شنبه د حوت ۹مه؛ ۱۴۰۱ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار په‌خپل کاري دفتر کې د څو جلا-جلا ملاقاتو په ترڅ کې د ننګرهار له ولايتي مسئول ښاغلي معلم صاحب عبدالعلي هدايت، د حزب اسلامي افغانستان د إجرائيه شوریٰ له پخواني غړي او د دعوت او تخطيط له پخواني رئيس استاد عبدالرحمٰن رحمٰن‌يار، ښاغلي معلم صاحب عبدالودود، ښاغلي مولوي محمد شفيق مشفق،  د متعهد ورور ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صاحب‌زاده، له قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي غلام رسول نعيم‌زي، د کابل له ولايتي مسئول حاجي صاحب نجيب الله اسلام‌يار، د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ د ترک‌تبار قوم له جهادي او قومي مخورو او همداراز د ننګرهار ولايت له فعال ځوان ښاغلي يونس فدا سره وکتل.

په يادو کتنو او ملاقاتونو کې په ګڼ‌شمېر سياسي، إجتماعي، دعوتي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک