
مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د بهرنیو چارو وزارت ویاند:نن په تهران کې د ااا له خوا ټاکل شوي شارژدافیر محترم م فضل محمد حقاني او ورسره ټیم یې په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې رسماً ترلاسه کوي.
د دې لپاره چې د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ رانشي، د بهرنيو چارو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې نن سهارکابل څخه د مجربو دیپلوماتانو یو اووه کسیز ټیم تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي، تر څو د نوي شارژدافیر تر څنګ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت دا پرمختګ د افغانستان او ایران دوو اړخیزو اړیکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې رئیس ښاغلی ذاکر جلالي وايي، چې د ترکیې په استانبول کې افغان کونسلګري رسماً د اسلامي امارت له لوري استول شوي ډيپلومات ګل مت خان ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده چې پرون د ایران په تهران کې هم افغان سفارت رسماً د اسلامي امارت شارژدافیر ته وسپارل شو.
✒️: د کابل امنیې قومندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وایي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېره یوه میاشت کې د نشه يي توکو او قاچاقبرانو پر وړاندې ۵۷ عملیاتونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۷۷ تنه مظنونین نیولي دي.
✒️: د کابل –جلال اباد لویه لار چې نن سهار په ماهیپر سیمه کې د ګازو یو ټانکر د چپه کېدو له کبله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د فوایدعامې وزارت وایي، چې د کابل – جلال اباد لویه لار، ددې وزارت د ماهیپر د ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل په هڅو بېرته د ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شوه او دا مهال هیوادوال کولی شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
✒️: مالیې وزارت په ګمرکونو کې پر تازه مېوو او سبزیو د لېږد فورم اخیستل لغوه کړل.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځ ته کولو او د مېوو او سبزیو د خرابوالي د مخنیوي په موخه یې پر ژر خرابېدونکو توکو د لېږد فورم اخیستل لغوه کړل.
✒️: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پرون ماښام د کابل خيرخانې اړوند ذاکرين ښارګوټي کې د داعش ډلې یو مهم پټنځای باندې د ا.ا ځواکونو عملیاتو په پایله کې د دې ډلې ۲ غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د داعش دې ګروپ د تخریبي کړنو پلان درلود چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.
✒️: په تهران کې د افغانستان سفارت دیپلوماتان او یو شمیر محلي کارکوونکي ا.ا ته د دې سفارت د مسوولیت تر سپارلو مخکې د اعتراض په توگه له سفارته وتلي.
بلخوا بیا د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا په تهران کې د افغانستان سفارت داخلي مسئله ده او دوي پدې اړه کومه مداخله نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا بهرنیو چارو وزارت په ایران کې میشتو افغانانو ته خبر ورکړی چې په تهران کې به د افغان سفارت فعاليتونه د نوي شارژدافير او دیپلوماتانو له ګومارنې سره سم په عادي توګه دوام پېدا کړي.
✒️: د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ جنايي امر ضیارمل مصلح وايي، پرون (یکشنبه) ماښام د امیدالله په نوم یو ځوان د دې ولسوالۍ په "بدراب" سیمه کې وژل شوی دی.
ښاغلی مصلح زیاتوي، د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی. تر دې مهاله د دې پېښې علت په ډاګه شوی نهدی.
همداراز، د وژل شوي کس کورنۍ غړي ادعا کوي چې امیدالله د سیمې نږدې بازار ته پر لار د یوه وسلهوال کس له لوري په ډزو ویشتل شوی دی.
✒️: په بلخ کې د نهاد راډیو او پیکان ټلوېزیون دفترونو ته اور اچول شوی.
د دې ټلوېزیون مسوول فردین عبدي وايي، دغه اورلګېدنه نن سهار شوې او مالي زیانونه ورته هم اوښتي دي.
د دې اورلګېدنې علت تر دې مهاله نهدی څرګند شوی.
✒️: د استخباراتو عمومي ریاست وايي، د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د انسان تښتوونکو پر یوه مرکز د عملیاتو پر مهال یې د عینالدین په نوم یو سوداګر چې درې میاشتې وړاندې تښتول شوی و، راخلاص کړی دی.
یاد ریاست پر ټویټر لیکلي، پهدې عملیاتو کې درې انسان تښتوونکي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی. د استخباراتو عمومي ریاست په وینا، انسان تښتوونکو د دې سوداګر د خوشې کېدو په بدل کې د یو مېلیون ډالرو غوښتنه کړې وه.
✒️: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا سه شنبه ۱۷ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري. یاد بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې دغه داوطلبي به سبا د سې شنبې په ورځ ترسره شي.
✒️: د فراه له ابونصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره وارد شوي بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول. د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو ویلي، هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې کيفيته توکي هېواد ته وارد کړي.
✒️: کابل ښاروالۍ وايي، په تېرو ۱۷ میاشتو کې په کابل ښار کې ۲۲ سړکونه پاخه شوي دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې ښار کې ۱۲۰ هغه لارې چې په تېر حکومت کې د بېلابېلو لاملونو له امله تړل شوې وې، بېرته د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې دي.
✒️: د ملي پراختیا شرکت له لوري د قوش تېپې کانال دواړو خواوو کې د نیالګیو کېنولو چارې روانې دي. مسوول چارواکي وايي، چې د کانال تر څنګ د سړکونو جوړونې چارې هم د ملي پراختیا شرکت له لوري چټکۍ سره روانې دي.
✒️: د افغانستان د درې نیم میلیارده ډالري پانګې د څارونکي کمېسیون غړی انورالحق احدي وایي، د سویس بانک ته د افغانستان انتقال شویو پېسو تر اوسه ۷۰ میلیونه ډالر سود ګټه کړې ده.
✒️: ایران: شپاړس نیم زره کیلومتره واټن ویشتونکی کروز توغندی مو جوړ او نظامي ځواکونو کې مو شامل کړ.
✒️: جاپان له امریکا نه د یو نیم میلیارد ډالرو ۴۰۰ کروز توغندي اخلي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمان اوچا:
د نړۍ تر ټولو زیاته خاوره افغانستان کې په ماینونو پوښلې ده.
وایي، د ۴،۹ میلیونه وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
✒️: د اردن په کوربه توب د فلسطین او اسراییلو سوله وشوه.
د تړون له مخې به اسراییل شپږ میاشتو پورې د غزې تراړې ته څیرمه د ښارګوټو د جوړونې کار دروي.
✒️: رسانههای پاکستان گزارش دادهاند که در یک انفجار در ایالت خیبرپختونخواه، چهار افسر ارتش پاکستان زخم برداشته اند.
حالت دو تن از زخمیان این رویداد نگران کننده گزارش داده شده است.
مسوولیت این رویداد را تحریک طالبان پاکستان بر عهده گرفته است.
✒️: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشپرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو ډېره ککړتیا لري.
اوچا پر ټویټر لیکلي، په ۲۰۲۳ کې د چاودېدونکو توکو د پلټنې، د ځمکنیو ماینونو او د هغوی د ګواښونو د لمنځه وړلو او همداراز د ۱٫۴ مېلیونه قربانیانو له کورنیو څخه د ملاتړ او مرستې لپاره ۱۸٫۳ مېلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا ده.
✒️: د ایټالیا «کالابریا» ساحل سره نږدې د مهاجرینو کښتۍ د ډوبیدو له امله د ۱۲ ماشومانو په گډون ۶۰ تنه کډوال مړه شوي دي.
د ایټالیوي رسنیو د راپورونو له مخې دا کډوال له افغانستان، پاکستان، ایران او سومالیا څخه وو.
د چارواکو په وینا اوس مهال ۳۰ تنه نور مهاجرین لا ورک دي.
✒️: نن تر غرمې وروسته د ترکیې ملطیه ولایت کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزه وشوه.
د ترکیې TRT د راپور له مخې؛ تر دې مهاله د زلزلې له کبله ۱ تن مړ شوی او ۶۹ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۳۰ ودانۍ نړیدلي دي.