No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې وړمه ورځ د کابل ١٧مې حوزې خیرخانې سيمې اړوند ذاکرين ښارګوټي کې د داعش ډلې په پټنځای د ا.ا ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د داعش خراسان څانگې مهم مسوول قاري فاتح ووژل شو.

: ‏هرات کې د ورېښمو اوبدل د تېر پرتله کم رنګه او تت شوي او ورېښمینو ټوټو خپل پېرودونکي له لاسه ورکړي.

د اوبدونکو په وینا، له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته وارداتي ټوټې، د کورنیو ورېښمینو ټوټو لکه ژمنیو پوټوګانو او دستمالونو ځای نیولی دی.

: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو او کار ته د ښځو د ستنېدو په هکله خبرې کړې دي.

: ‏د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته، ډېریو بهرنیو شرکتونو لېوالتیا ښودلې چې په هېواد کې تر ۱۰ مېلیارد ډالرو پانګونه وکړي.

‏د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په لسګونه شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او په ځينو برخو کې د هغوی «عملي کار» پیل شوی دی.

: ‏ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه په یوه ټویټ کې لیکلي د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه، ددغه سازمان له سفیرانو سره لیدنه کې، د ښځو د زده‌کړو او کار بندیز په هکله د سرپرست حکومت فرمانونه غندلي او هغه یې د اسلامي لارښوونو پر خلاف بللي.

: ‏فهرست اعضای تیم ملی فوتبال ساحلی، به منظور شرکت در رقابت‌های مقدماتی جام جهانی و قهرمانی آسیا، از سوی فدراسیون فوتبال کشور اعلام شد.

این رقابت‌ها به میزبانی تایلند در مارچ سال روان میلادی، برگزار می‌شود.

: ‏کلید ګروپ په افغانستان کې د ښځو لپاره مرسل راډیو فعالوي.

دې راډیو کابل نه امتحاني نشرات پیل کړي دي.

: ‏عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخېل:

دا مهال د افغانستان ۸۰ سلنه سوداګر متحده عربي اماراتو کې دفترونه لري او دلته یې ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.

: ‏په تهران کې د افغانستان د سفارت تازه خلع شوی ډپلوماټ حامد رهګذر:

د سفارت سرپرست مو د ایران خارجه وزارت څو ورځې وړاندې وربللی او ګواښلی یې و چې سفارت خوشې کړئ موږ یې طالبانو ته سپارو.

: ‏د چارو اداره وايي کابينې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې سند تایید کړ او ماليې وزارت ته يې په اړه د اړینو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه. د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دغه پرېکړه د کابینې په ۲۵مه غونډه کې - چې د رییس الوزراء په مشرۍ تېره ورځ ترسره شوه کړې ده.

: ‏د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۰ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته را ګرځول شوې ده. د دوی په خبره، په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب په تړاو ۲۵ کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

: ‏د پکتیا مستوفيت چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي. د پکتیا مستوفي وايي روان کال کې يې اداره په دې توانېدلې چې خپل کلني عواید تر ۲۰۸ میلیونه افغانیو پورې ورسوي چې دا اندازه نورو کلونو کې د دې نيمايي وه.

: ‏افغان ـ امریکایي پوهنتون:

افغانستان کې مو فعالیتونه تمام نه دي، همدا مهال مو هم له قطر نه استادان په انلاین ډول افغانستان کې ۶۰۰ محصلینو ته درس ورکوي.

: ‏یونان دغه هېواد ته د ترکیې د زلزله ځپلیو د ور اوښتو د مخنیوي لپاره پر خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړل.

وایي، ترکیې سره خپله ۲۲ مایله پوله مو د اغرن سیم په مرسته کلکه بنده کړې ده.

: ‏د سعودي خارجه وزیر فیصل بن فرحان اوکراین ته تللی او دغه هېواد سره یې د سعودي له اړخه ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

: ‏د جرمني صدراعظم:

د هند آی ټي متخصصینو ته به جرمني کې د کار د ویزو پروسه اسانه کړو.

: ‏ایلن ماسک بېرته د نړۍ لومړی درجه شتمن شو.

د بلومبرګ د راپور په اساس د هغه سرمایې له ۱۸۷ میلیارده ډالرو نه ناڅاپي ۲۰۷ میلیارده ډالرو ته ټوپ اچولی.

: ‏هند کې د بېلتون درز:

د امرتپال سېنګ په نوم یو ځوان چې ګڼ وسله وال هم لري، سېکانو ته د یو نوي هېواد د جوړولو ګړندی غورځنګ پیل کړی.

وایي، هر هغه ځای زموږ نوي هېواد کې رانغاړو چې رنجیت سېنګ پرې واک چلولی.

:‏ رسانه‌های پاکستانی گزارش داده‌اند که در دو حمله جداگانه افراد مسلح ناشناس بر نیروهای پاکستان در وزیرستان شمالی و بلوچستان، سه افسر ارتش این کشور کشته و هژده تن دیگر زخم برداشته‌اند.

تا کنون هیچ گروهی مسولیت این حمله‌ها را به عهده نگرفته است.

: ‏نماینده ویژه سازمان ملل در بخش حقوق بشر افغانستان گفته است وضع محدودیت‌ها بر زنان در افغانستان، اقتصاد و روند فراهم سازی کمک‌های بشری را متاثر ساخته است.

ریچارد بنت افزوده است که تولیدات ناخالص افغانستان از سال ۲۰۲۱ تا ۲۰۲۲ از ۳۰ تا ۳۵ درصد کاهش یافته است.

‏او علت این رکود را کاهش فعالیت‌های سکتور خصوصی ،بحران نقدینگی به علت سقوط نظام بانکی، منجمد ماندن ذخایر ارزی افغانستان، متوقف شدن کمک‌های بین‌المللی، نبود اشتغال‌زایی عامه و بلند رفتن سریع نرخ‌های مواد غذایی، گفته است.

: ‏معاون وزارت خارجه ترکیه در یک نشست حقوق بشر سازمان ملل متحد گفته است که جامعه جهانی باید نگذارد که اوضاع در افغانستان بد تر شود.

محمد کمال بوزای همچنان از ممنوعیت زنان و دختران از آموزش در افغانستان، انتقاد کرده است.

: ‏وزیر خارجه آلمان در یک نشست خبری شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد در شهر ژنیو پایتخت سویس، از ادامه کمک‌های کشور اش به افغانستان اطمینان داده است.

آنالنا بربوک همچنان از ممنوعیت رفتن دختران به مکتب‌ها و وضع محدودیت‌های کنونی بر زنان در افغانستان انتقاد کرده است.

: ‏وزیر خارجه ناروی می‌گوید که از زنان و دختران در افغانستان پشتیبانی می‌کند.

نمایندگی‌ ناروی در سازمان ملل متحد به نقل از نیکن هویتفلد، وزیر خارجه این کشور نوشته است که ناروی از حقوق زنان و دختران در سراسر جهان به ویژه در افغانستان و ایران پشتیبانی می‌کند.

: ‏فیفا د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال غوره برخې او لوبغاړي اعلان کړل.

په دغو مراسمو کې د «پي اس جي» فوټبال لوبډلې غوره ارژانتینی ستوری لیونل مسي د نړۍ د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

دغه مراسم د فرانسې په کوربتوب د فوټبال نړۍ د ستورو په حضور سره، ترسره شول.

: هلا التویجری، رییس کمیسیون حقوق بشر عربستان در نشست شورای حقوق بشر سازمان ملل گفته است که عربستان سعودی از کابل می‌خواهد که "محدودیت‌ها بر بانوان" را بردارد.

: ‏د افغانستان لپاره د جرمني سفارت هغو پیښو ته  په اشارې چې په ترڅ کې یې اروپا ته تلونکو یو شمیر نا قانونه افغان کډوالو بلغاریا او ایټالیا کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړل ویلي چې «باید د غیر فانوني مهاجرت د اصلي لاملونو سره مبارزه وشي

‏دې سفارت د خلاصې او عادلانه ټولنې رامنځته کول او د ټولو اساسي مدني آزادیو او بشري حقونو درناوی د ناقانونې کډوالۍ د مخنیوي عوامل بللي.

: ‏وروسته له هغه چې چین د یوکراین جگړې د سوله ییز حل لپاره خپله ۱۲ ماده ایزه طرحه وړاندې کړه اوس د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون اعلان وکړ چې په اپریل کې بیجینگ ته سفر کوي او هلته به د خپل چینایي سیال شي جینپینگ سره پر یوکراین د روسیې برید پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

: ‏د جرمني بهرنیو چارو وزیرې «آنالینا بیرباک» د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو بشري حقونو شورا په ۵۲مې غونډې کې ویلي چې اروپایي اتحادیه په طالبانو کې پر هغو کسانو بندیزونه لگوي چې د ښځو حقونه نقضوي.

‏«آنالینا بیرباک» ویلي: «په افغانستان کې چې د ښځو پر وړاندې هغه څه گورو د بشري حقونو وحشیانه او سیستماتیک نقض دی، په همدې دلیل موږ په اروپایي اتحادیې کې په هغو کسانو شدید تحریمونه وضع کوو چې د افغان ښځو د حقونو په نقض کولو کې ښکاره رول لري

: ‏د امریکا استخباراتي ادارې یا CIA مشر «ویلیام برنز» ویلي چې د چین ولسمشر شي جینپینگ د دې هیواد پوځ ته امر کړی څو تر ۲۰۲۷ کاله پورې پر تایوان برید ته چمتو شي.

«ویلیام برنز» ویلي چې شي جینپینگ شک لري چې که اوس په تایوان برید وکړي آیا کامیاب به شي که نه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک