
د لیتیمو اهمیت
د انرژۍ راتلونکو لس تر شل کلونو پسې که لږ پلټنه وشي نو درمعلومېږي چې نړۍ د بریښنایي موټرې (Evs -Electrical Vehicles) او سولري انرژي پر لور درومي. د تیلو استعمال د چاپیریال ساتنې په پار کمېږي. د بریښنایي موټرو او سولري انرژۍ لپاره تر ټولو مهم عنصر بیټرۍ دي. د بیټریو مهموالی له څو مسئلو مهم دی.
لومړۍ دا چې د اوسنيو موټرو ټانکۍ په پنځو دقیقو کې له تیلو ډکېږي او برعکس بیا بریښنایي موټرې له دیرش دقیقو نیولې تر ۵ ساعتونو پورې خپله انرژي پوره کوي. ددې لپاره حل دا نه دی چې د چارج کېدو ډیر مرکزونه دې پرانیستل شي بلکې حل دادی چې د بیټریو ظرفیت لوړ شي تر څو ډیر چارج وساتي او له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ کیلومترو موټر سفر وکړای شي. اوسنیو بیټریو په اړه نظر دادی چې څومره یې وزن او حجم زیاتېږي نو ډیره انرژي ساتي خو برعکس د لیتیمو وزن ډیر کم دی او د بیټریو وزن یې هم کم او د حجم غټوالي ته یې حاجت نه پیداکېږي.
د لیتیم د اهمیت دویم دلیل تاسې د مندلیف دوراني جدول څخه معلومولی شئ؛ تاسې که د کیمیا مضمون لوستلی وي نو درمعلومېږي چې له هایدروجن او هیلیم وروسته لیتیم (LI) قرار لري چې د کیمیاپوهانو له نظره یې ذخیره کول خورا آسان دي او ۹۹ سلنه مؤثریت لري؛ دا په دې معنی چې پخپل ځان کې د ذخیره شوي انرژۍ ۹۹ سلنه یې د استفادژ وړ او یوازې یو سلنه یې ضایعات دي. نورو بیټریو کې بیا له نوي سلنې زیات مؤثریت نشته.
د لیتیم د اهمیت دریم ستر دلیل د کیلو واټ له مخې د انرژي ذخیره کول دی؛ د لیتیمو انرژي له ۵۰ نیولې تر ۲۶۰ کیلو واټ انرژي ذخیره کوي اما نورې بیټرۍ بیا له ۱۲۰ کیلو واټ څخه لوړه انرژي نشي ذخیزه کولی.
پورته دریو دلایلو ته په کتو او د ساینس پوهانو له قوله راتلونکو ۲۰ کلونو پورې د لیتیم څخه غوره او یا یې بدیل بیټرۍ مارکیټ ته نشې راتلای نو خلاصه ده چې هر هیواد که لیتیم ولري هغه به د راتلونکو لسیزو لپاره په نړیواله سوداګرۍ کې په جغرافیوي او اقتصادي لحاظ د نړۍ مهم هیواد وي.
خوشبختانه افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لیتیم په ډیره اندازه لري؛ زما تر معلوماتو خو تر اوسه یې نه استخراج ته شوی دی او نه هم په لنډ وخت کې یې د استخراج لپاره کوم پروګرام په پام کې نیول شوی دی. که همداسې وي نو افغانستان به له دې مهم عنصر څخه پر وخت د نۀ ګټې اخیستنې له وجې په نړیواله سوداګري کې نه جغرافیوي او نه هم اقتصادي ارزښت موندلی وي.
غوره به دا وي چې دې مهم عنصر ته سر له اوسه په دولتي کچه کار وشي؛ په کور دننه په دولتي کچه یې استخراج ته کار وشي او که چیرې بهرنۍ کمپنۍ یې استخراج ته غوښتل کېږي نو تر تصفیې پورې دې ټول کارونه دې په کور دننه د افغان کارګرو په مرسته ترسره او بهرني کمپنۍ ته سره دې یوازې د مُزد له مخې د استخراج تړون وشي.