
تر ټولو ښایسته وطن د ازادۍ وطن دی، هغه وطن چې جاهلان یې په کې راج نه شي چلولی
یو پاچاه واورېدل چې په ښار کې یوه وینځه ده چې قیمت یې له سلو وینځو زیات دی، پاچا پسې خلک ولېږل چې له نېږدې یې وګوري، کله چې راغله د پاچا مخې ته لوړ سر ودرېده.
پاچا ترې پوښتنه وکړه چې ستا قیمت ولې لوړ دی؟ پېغلې وویل: ځکه چې زه هوښیاره یم.
پاچا ورته وویل، زه درنه پوښتنه کوم، که دې ځواب راکړ، له مریتابه به دې ازاده کړم، خو که دې ځواب را نه کړ، نو بیا دې وژنم.
هغې ورسره ومنله
پاچا وویل: کومه جوړه ښکلې ده، کوم بوی خوږ دی، کوم خواړه خوندور دي، کومه بستره نرمه ده او کوم هیواد ښکلی دی؟
وینځې خلکو ته مخ راوګرځاوه او ویې ویل:
ماته توښه او اس راولئ، زه له دې ماڼۍ نه ازاده وځم، د پاچا سوالونو ته یې په ځواب پیل وکړ:" تر ټولو ښکلی کمیس د غریب دی چې له هغه پرته بل کمیس نه لري، نو د ژمي او اوړي لپاره یې مناسب ویني، او تر ټولو خوږ بوی د مور دی، که د ښار په حمام کې بنۍ ته هم ناسته وي، تر ټولو خوندور خواړه هغه دي چې په ولږه یې وخورې، وږي ته سړه ډوډۍ هم خوندوره وي او تر ټولو نرمه بستره هم هغه ده چې بېغمه په کې ویده شې، که دې ظلم کړی وي، نو د سرور زرو بستره به دې د ډډې لاندې ازغی شي.
بیا دروازې ته روانه شوه، پاچا ورغږ کړې، زما وروستۍ پوښتنه دې ولې ځواب نه کړه؟ هغې مخ ورستون کړ او ویې ویل: تر ټولو ښایسته وطن د ازادۍ وطن دی، هغه وطن چې جاهلان یې په کې راج نه شي چلولی
اس ته وختله او له ماڼۍ لوړ سر ووتله.