
موږ بايد خپل ځان وپېژنو او د الهي نعمتونو قدر وکړو
ټوله دنيا کې د برقي موټرو EVs بازار په پراخېدو او تقاضا په زياتېدو ده. وړاندوينې دا دي چې دا موټرې به په نږدې راتلونکې کې د تېل مصرفوونکو موټرو ځای ونيسي او نړۍ کې به چاپېريالي ککړتيا هم يو څه کمه شي.
چين د برقي موټرو په توليد کې تر ټولو مخکښ هېواد دی او د دې موټرو د اصلي برخې يعنې ليتيمي بيټريو د توليد تر ټولو لويه کمپنۍ CATL هم ورسره ده.
چين همدا اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ليتيمو په کانونو پسې سرګردانه ګرځي او په هر قيمت یې خپلولو او استخراجولو ته زړه ښه کوي.
چين په تېره جنوري مياشت کې يواځې اسرائيلو ته 7753 برقي موټرې صادر کړي او په دې حساب اسرائيل اوسمهال د چين د برقي موټرو تر ټولو لوی بازار دی.
اصلي خبره دا ده چې موږ الحمدلله د ليتيمو پراخ کانونه لرو او که په سمه توګه يې استخراج او د چين په شمول نورې نړۍ ته صادر کړو، يواځې همدا ليتيم مو هم د اقتصاد ملا قوي کولای شي.