No-IMG

تر امريکا او بريتانيا وروسته اوس نور هېوادونه هم په اوونۍ کې د څلور ورځې کار نظام تطبيقوي

په اوونۍ کې څو ورځې کار پکار دی؟

د يوې سروې په نتيجه کې معلومه شوې چې د بريتانیا %91 شرکتونه او کاروباري ادارې په اوونۍ کې فقط څلور ورځې کار د پنځه ورځې کار په مقابل کې مفيد بولي او اعلان يې کړی چې دې کاري روټين ته به دوام ورکړي. دې سروې ته د شرکتونو او کاروباري ادارو رئيسانو او منېجرانو ويلي، په اوونۍ کې څلور ورځې کاري روټين د دوی د کارکوونکو پر رواني صحت او کاري وړتيا ښه اغېز درلود. سروې ته د شرکتونو کارکوونکو ويلي، څلور ورځني کاري روټين د دوی ذهني فشار کم کړی او په دې توګه خپلې کورنۍ او د کور کارونو ته هم کافي رسیده ګي کولای شي.

دا سروې په دفاترو او کارځايونو کې د اوونۍ د کاري ورځو د شمېر او د هغو د اغېزو په اړه تر ټولو لويه او معتبره سروې بلل شوې.

تر امريکا او بريتانيا وروسته اوس يو شمېر نور هېوادونه هم غواړي په اوونۍ کې د څلور ورځې کار نظام تطبيق کړي.

د بريتانيا د آټونومي تحقيقاتي شرکت يوه تازه تحقيق ښودلې چې په اوونۍ کې څلور ورځې کار کول پر کارکوونکو کاري فشار کموي، د کار او اجتماعي ژوند ترمنځ د توازن برابرولو وړتیا وربخښي، رواني او فزيکي روغتيا يې ښه کوي او ستړيا او اضطراب يې کموي.

دا تحقيق دا هم وايي چې په اوونۍ کې د څلور ورځې کار نظام شرکتونو او کاروباري افرادو او ادارو ته هم ګټه رسوي او هغه داسې چې د کار معيار ښه کيږي، د توليد کچه زياتيږي او پر مالي وضعيت سربېره د اداينې نظام هم ورسره ښه کيږي.

په تحقيق کې معلومه شوې چې %90 کارکوونکو دا کاري نظام تائيد کړی. اوس کاناډا، آسټراليا، سکاټلنډ، هسپانيا، فرانسه، سويس، جاپان، متحده عرب امارات، جرمني او بلجيم هم هڅه کوي دا نوي کاري نظام تطبيق کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

رفیع الله

الحمدلله مونږ مسلمانان یو او یوه ورځ د جمعه ده چې رخصتی لرو نوذ فکر نه کوم چې زمونږ لپاره دې مناسبه وي تر څو د کفارو نظریات او په دې ډول تحقیقات اړین وبلو.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک