No-IMG

آخر ولې؟ له هېواده فرار

دلته لسګونه هغه ځوانان چې زه يې پېژنم، وينم چې خارج ته د تللو لارو چارو پسې اخوا دېخوا ګرځي، په هر مجلس کې دا موضوع حتماً يادېږي چې فلانکی ورسېد، فلانکی په ايران کې دی، فلانکی ترکيه کې دی، فلانک نيول شوی دی، فلانکي ته قاچاقبر داسې ويلي دي او فلانکي نه يې دومره پيسې غوښتې دي.

ښه، لاره خطر، خطر هم د مرګ، قاچاقبر قاتل، په پولو ولاړ عسکر قاتل، ځنګل کې د مرګ جدي خطر، په بحر کې خطر، که احياناً اروپا ته ورسېږي، بیا هم د کاميابه راتلونکي په اړه د اطمئنان خبره ګونګه!!

نو يو افغان ځوان ولې د خپل ژوند لپاره دغه مسير غوره کړي؟ ولې د يوې افغانې کورنۍ مشران خپل د کور يو ځوان پر دغه لاره ولېږي؟

شاید يو نيم په ډېره اسانۍ ووايي، دا خلک ګمراه شوي دي، د دې خلکو افکار منحرف شوي او يا هم په عامه اصطلاح ايمانونه يې کمزوري شوي دي!

مګر زما په باور دا د افغانانو د اقتصادي او فکري مجبوريت عکاسي کوي، قسم په رب که زه خپل ورور او یا کوم بل کشر ځوان ته خارج ته تګ د دغو ناقانوني لارو بلکې د مرګ لارو مشوره ورکړم.

حکمراني يو ډېر لوی مسئوليت دی، بيا چې د يو ملت د حکمرانۍ مسئوليت شي. زه ډاډه يم چې د دې هر ځوان په اړه به الله تعالی د دې هېواد له ټولو مسئولينو (پخوانيو او اوسنيو) پوښتنه کوي چې د دې هېواد او د ولس حالات ولې داسې شول؟

که دغه خلک ګمراه شوي وي، نو د دوی اصلاح کول د چا مسئوليت و او دی؟

که دغه خلک فکراً منحرف وي او د کفر لور ته زور کوي، نو له کفره د راګرځولو کومه معقوله او د حکمت لار به يې نه وي؟ حتماً دغه لاره شته، نو په دې اړه اقدام به کله کېږي؟

زما په نظر دې طرف ته توجه کول باید د نظام په لومړيتوبونو کې شامل وي، ګنې دا کار هم دنيوي او هم أخروي تاوانونه لري او سراسر د دې دردېدلي هېواد او ولس په زيان دی.

خدای تعالی دې مسئولينو ته توفيق ورکړي چې دې اړخ ته جدي توجه وکړي.

له_هېواده_فرار

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک