
مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سهشنبه د حوت ۹مه؛ ۱۴۰۱ھش د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار پهخپل کاري دفتر کې د څو جلا-جلا ملاقاتو په ترڅ کې د ننګرهار له ولايتي مسئول ښاغلي معلم صاحب عبدالعلي هدايت، د حاا د إجرائيه شوریٰ له پخواني غړي او د دعوت او تخطيط له پخواني رئيس استاد عبدالرحمٰن رحمٰنيار، ښاغلي معلم صاحب عبدالودود، ښاغلي مولوي محمد شفيق مشفق، د متعهد ورور ښاغلي ډاکټر عبدالواحد صاحبزاده، له قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي غلام رسول نعيمزي، د کابل له ولايتي مسئول حاجي صاحب نجيب الله اسلاميار، د کندز ولايت امام صاحب ولسوالۍ د ترکتبار قوم له جهادي او قومي مخورو او همداراز د ننګرهار ولايت له فعال ځوان ښاغلي يونس فدا سره وکتل.
په يادو کتنو او ملاقاتونو کې په ګڼشمېر سياسي، إجتماعي، دعوتي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
✒️: د لوړو زدهکړو وزارت د ټوېټر له لارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړې پر بنسټ، د سړو سیمو د دولتي تحصیلي بنسټونو د هلکانو د پسرلني سمسټر درسونه د روان کال د کب په ۱۵مه نېټه په رسمي ډول پیل شي.
✒️: د پاسپورټ عمومي ریاست د انلاین فورم لرونکو مراجعینو ته د پاسپورټ د ویش بهېر نن رسماً پیل کړ.
✒️: توافقنامه دوحه امروز (دهم حوت) سه ساله شد.
این توافقنامه پس از یازده دور گفتوگو در دهم حوت سال ۱۳۹۸ هجری خورشیدی از سوی ملا عبدالغنی برادر و زلمی خلیلزاد نماینده پیشین امریکا برای صلح افغانستان در دوحه پایتخت قطر امضا شد.
در جریان این سه سال که از امضای این توافقنامه میگذرد، امارت اسلامی و ایالات متحده امریکا بارها یکدیگر را به نقض این توافقنامه متهم ساختهاند.
✒️: د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په توېترپاڼه لیکلي چې د دوحې هوکړه لیک به نه یوازې د افغانستان او "یرغلګرو" هېوادونو په تاریخ کې پاتې شي، بلکې د ټولو ملتونو لپاره به هم یوه تاریخي تجربه وي.
ښاغلي حقاني د دوحې تړون له درېیمې کلیزې سره هم مهاله ویلي چې "ناټو خپله لومړنۍ ماته تجربه کړه او د امریکا متحده ایالاتو د دوحې په هوکړه لیک کې د خپلې جنګي حوصلې پر ختمېدو اعتراف وکړ."
د انس حقاني په اند، د دوحې تړون لاسلیک کوو د یوې سختې جګړې د پای لپاره زمینه برابره کړه او اوس اړتیا ده چې د هوکړه لیک ټول مواد عملي شي.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت په ټوېټرپاڼه لیکلي:«د دوحې تړون او د هغې پایلې وښوده چې افغانستان بې وارثه هېواد نه دی، بلکې معقول، جدي او په برم د "ښکېلاکګرو" په وړاندې درېدونکي مشران لري.»
✒️:د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د هوکړې ټوله ګټه د شریعت په احکامو استواره او د علماوو له سترې ډلې سره په مشورې او د دیني او ملي ارزښتونو له خوندیتوب سره ترتیب او جوړ شوی دی.
نوموړي په دغو مراسمو کې زیاته کړه، امریکایان نه یوازې دا چې په افغانستان کې له اوسني نظام سره تعامل نه کوي بلکې د نړۍ هېوادونو ته هم اجازه نه ورکوي چې په اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانستان سره تعامل وکړي.
✒️: د سرحدونو، قومونو او قبایلو سرپرست وزیر ملانورالله نوري د "دوحې تړون د درېیمې کلیزې" په مراسمو کې وویل چې په دوحه کې د مذاکراتو په لړ کې ویل کېدل چې امریکا د نړۍ زبر ځواک دی او له تاسو سره به هوکړه لاسلیک نه کړي.
✒️: شهاب الدین دلاور سرپرست وزارت معادن و پطرولیم در مراسم سه سالهگی توافقنامه دوحه گفت: امریکاییها با ما در سال ۲۰۱۳ به هدف بازشدن دفتر سیاسی مشروط به گفتوگو با کابل در دوحه توافق کرده بودند.
✒️: وزارت داخله در رشته تویتی میگوید که مارکس پوتزل معاون سیاسی نمایندگی سازمان ملل در افغانستان با برخی از مقامهای این وزارت گفتوگو کرده است.
در صفحه تویتر وزارت داخله آمده است که معاون سیاسی یوناما از تلاشهای رهبری وزارت داخله در سرکوب گروه داعش، پیکار با مواد مخدر و فساد اداری استقبال کرده است.
مولوی محمد نبی عمری، معاون نخست وزارت داخله، در این دیدار گفته است که تامین امنیت نهادهای سازمان ملل متحد، سفارتخانهها و سایر نهادهای خارجی از اولویتهای نیروهای امنیتی به ویژه "پولیس ملی" افغانستان است.
مولوی زین الله عابر، رییس دفتر سرپرست وزارت داخله، در این دیدار گفته است که جامعه جهانی نباید تلاشها و دستاوردهای امارت اسلامی در بخشهای پیکار با مواد مخدر فساد اداری و سرکوب گروه داعش را نادیده بگیرد.
✒️: د تخار ولايت د لرو پرتو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په تېرو شلو کلونو کې نا امنۍ ددې لامل شوې دي، چې دوی له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
✒️: کابل ښاروالي وایي، د ښاریانو د هوساینې په موخه یې تېره شپه له برکي څلور لارې تر ترافيکو څلورې پورې د غځېدلي سړک داغ ګیري او بیا رغونه کړې ده. کابل ښاروالۍ ویلي، هغه سړکونه چې د ورځې لخوا ور باندې د ترافیکو ګڼه ګوڼه ډېره او کنډ کپر وي د شپې لخوا یې رغوي.
✒️: د خوست يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د خښتو په بټیو کې د زیان لرونکو سون توکو له سوځولو شکايت کوي. خو د خوست ځايي چارواکي بیا وايي، چې د بټیو څښتنانو ته يې خبرداری ورکړی، چې د زیان رسوونکو موادو له سوځولو دې ډډه وکړي؛ که نه له سړ غړونکو سره به قانوني چلند وشي.
✒️: د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره «اترا» وایي، په تېر یوه کال کې د مخابراتي شرکتونو شاوخوا دوه زره سایټونه، چې د جګړې له کبله تخریب یا غیر فعال وو، بېرته رغېدلي او فعال شوي دي.
✒️: په کابل کې یو شمېر اړمن کسان د مرستو د وېش په بهیر کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت کوي او وايي، چې تر ډېره پر مستحقو کسانو نه وېشل کېږي، خو چارواکي د دې ستونزې د هواري لپاره د مرستو د وېش په بدل کې پر کاري پروګرام ټینګار کوي.
✒️: د امرسون پوهنتون د نوې نظر پوښتنې له مخې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د ۲۰۲۴ مېلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په درون حزبي ټاکنو کې د خپلو سیالانو په پرتله مخکښ دی او د جمهوري غوښتونکو ګوند د رایه ورکوونکو ۵۵ سلنه ملاتړ یې خپل کړی دی.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه قانون توشیح کړ چې، له امریکا سره په نیوسټارټ تړون کې د مسکو غړیتوب ځنډوي. د دغه تړون لهمخې دواړه هېوادونه مکلف دي چې پر اټومي سر ګلولو د سمبالو وسلو شمېر له ۱۵۵۰ او د قاره ویشتونکو بالستیک توغندیو شمېر له اووه سوو زیات نهکړي.
✒️: د ناروې هالډن زندان که پنځه ستوریز هوټل؟
دغه زندان یو ځنګل کې پر ۷۸ هکټاره ځمکه جوړ او د ژوند هر ډول اعلی درجه امکانات لري.
دا د نړۍ تر ټولو غوره زندان نومول شوی .
د زندان مسوولان وایي، موږ ټولو زندانو کې ښه سلوک کوو، کم امنیتي تدابیر یې نیسو، ځکه خو ناروې کې جرایم کم دي.
✒️: د ایران شهزاده محمد رضا پهلوي: لویدیځ دې د اخوندي رژیم په راپرځولو کې د ایران له خلکو سره مرسته وکړي.
✒️: خلیلزاد بي بي سي ته:
د نړۍ شرایط بدل شوي وو او افغانستان امریکا ته پخوانی ارزښت نه درلود، ځکه افغانستان نه ووتو.
وایي، ما د امریکا استازیتوب کاوه، ما اشرف غني ته وویل چې وخت د امریکا سناتورانو ته په زنګونو وهلو مه ضایع کوه، موږ له افغانستانه وځو.
✒️: حسین ابراهیم طاها سرمنشی سازمان همکاری اسلامی در دیدار با میریانا ایگر، رییس کمیته بینالمللی صلیب سرخ درباره راهها و منابع رسیدگی به بحرانهای بشردوستانه که در کشورهای عضو این سازمان در حال گسترش است، گفتوگو کردهاند.
سازمان همکاری اسلامی در رشته تویتی گفته است که آنان در حاشیه نشست شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد در ژنو دیدار کرده و اوضاع افغانستان و فلسطین را بررسی کردهاند.
هردو طرف در این دیدار، ترویج و دفاع از اصول بشردوستانه را در گسترش همکاریهای دوجانبه، یک نیاز دانستند.
✒️: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي استازی رامز الاکبروف، ویلي چې افغانستان په روان زیږدیز کال کې له بشري ناورین سره مخ دی.
رامز الاکبروف په یوې خبري ناسته کې همدارنګه ویلي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۳۳ تر ۳۵ سلنو کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکی ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو په صورت کې، د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی چې د ښوونیزو پروګرامونو له پيلولو سره په دغه هېواد کې له ښځو سره مرسته وکړي.
✒️: د ایټالیا په سویلي سمندر کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله د مړه شویو شمیر ٦٣ تنو ته رسېدلی چې یوازې ۱۲ یې ماشومان دي.
بلخوا بیا د ا.ا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خواشیني څرگنده کړې او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې ۸۰ افغان وگړي مړه شوي دي.
یادې کښتۍ شاوخوا ۲۰۰ کسان له ترکیې څخه ایټالیا ته انتقالول او د ایټالوي چارواکو په وینا تر دې دمه یې ۸۰ کسان ژغورلي دي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته رسیدلی او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بختیار سیدوف سره کتلي دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پراختیا او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي توماس ویست د تروریزم سره د مبارزې او د شخړو د هواري او منځګړیتوب لپاره د قطر له ځانګړي استازي القحطاني سره کتلي او په افغانستان کې یې د امریکا او قطر د گډو گټو په اړه خبرې کړي دي.
✒️: یوناني چارواکي وایي، چې د دې هیواد په شمال کې یوه مسافر وړونکي ریل گاډي چې له ۳۵۰ څخه ډیر مسافر په کې سپاره وو له یو بار وړونکي ریل گاډي سره ټکر وکړ چې له امله یې ۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
✒️: د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدې «نیکي هیلي» ویلي «یو قوي امریکا به د نړۍ ATM ماشین نه وي چې ناوړه هیوادونو لکه پاکستان، عراق او زیمبابوې ته پیسې ورکوي» نوموړې په ضمني توگه خپل ولسمشر کیدو ته اشاره کړې چې گواکي امریکا به ورسره قوي شي.
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړي استازي محمد صادق خان له خپل حکومته غوښتي چې استعفا یې قبوله کړي.
محمد صادق خان ویلي «وخت یې رسیدلی چې پر خپلو شخصي کارونو، کورنۍ او کتابونو تمرکز وکړم»
✒️: د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا FBI مشر «کریستوفر ورې» ویلي چې باور لري کرونا ویروس د چین په «ووهان» کې له لابراتوار څخه وتلی وي.
نوموړي ویلي: «FBI له ډیر وخت راهیسې د کرونا ویروس سرچینې په اړه څیړنې کړي، موږ په احتمالي توگه ویلی شو چې د دې ویروس اصلي سرچینه د ووهان له لابراتوار څخه ده.»