
د حکمتيار صاحب درويشتمه درسي حلقه (د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د حوت ۱۰مه؛ ۱۴۰۱ھش:
(د ملتونو د عروج او زوال عوامل) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار ۲۳مه درسي محاضره د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي دائره شوه چي گڼشمېر ورونو په کي گډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار د خپل تېر درس پر دوام وويل:
قرآن فرمايي:
وَإِذۡ قِيلَ لَهُمُ ٱسۡكُنُواْ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةَ وَكُلُواْ مِنۡهَا حَيۡثُ شِئۡتُمۡ وَقُولُواْ حِطَّةٞ وَٱدۡخُلُواْ ٱلۡبَابَ سُجَّدٗا نَّغۡفِرۡ لَكُمۡ خَطِيٓـَٰٔتِكُمۡۚ سَنَزِيدُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٦١ فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنۡهُمۡ قَوۡلًا غَيۡرَ ٱلَّذِي قِيلَ لَهُمۡ فَأَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَظۡلِمُونَ ١٦٢ الاعراف: 161-162
(او كله چي دوى ته وويل شو: په دې كلي كي مېشت شئ او له هره ځاى ئې چي غواړئ وخورئ او ووايئ: بخښنه (درنه غواړو) او په دروازې سجده كوونكي ننوځئ، چي گناهونه مو درته وبخښم، نېكانو ته به ئې حتماً زيات كړو. خو د دوى ظالمانو؛ دوى ته له ويل شوې وينا پرته بله وينا په بدل كي خپله كړه، نو په دې سبب مو پر دوى له آسمان د اضطراب عذاب نازل كړ چي ظلم ئې كولو.)
نوموړي د پورتنيو آيتونو تشريح ته په پام سره زياته کړه:
بني اسرائيلو ته وويل شو چي پر دښمن بريد ته چمتو شئ، خو دې ته مو پام وي چي د بريا او فتحي په سبب مغرور نه شئ، مفتوحه سيمو ته د مغرورو فاتحانو په څېر داخل نه شئ، د دوى ويناوو ته ورته ويناوي مو په ژبه رانه شي او برياوي د خپل تدبير او د خپلو مټو د زور نتيجه ونه گڼئ. برعكس الله ته د مطيع او ساجد بنده په څېر داخل شئ او له الله تعالى د خپلو گناهونو او اشتباهاتو معافي وغواړئ. خو دوى په برياوو مغرور شول او د ظالمو او فاسقو فاتحانو كړه وړه او وينا ئې تكرار كړه، د همدې لپاره هغه له بريا او فتحي تر لاسه شوې خوشحالي، سكون او اطمئنان ئې بېرته په اضطراب او پرېشانۍ بدل شو. په دې كي د الله د لاري مجاهدينو ته ډېري مهمي لارښووني شوي، له برياوو او فتوحاتو وروسته له كبر او غرور ځان لري وساتئ، د نيول شوو سيمو له اوسېدونكو سره د مغرورو فاتحانو سلوك مه كوئ، دا ستاسو فتح په اضطراب او ماتي بدلوي.
نوموړی وايي چي؛ بايبل هم د اعداد په كتاب كي ليكلي چي د خداى په حكم سره اسرائيليان څلوېښت كاله په صحراء كي لالهانده ژوند ته اړ شول، خو وروسته ليكي چي دوى د سيحون پاچا ټول هېواد؛ سره له پلازمېني او نورو ښارونو ونيوو!! دلته څو خبري په پام كي ولرئ:
1- د قرآن له وينا معلومېږي چي اسرائيليانو د موسى عليه السلام په ژوند كي جهاد نه دئ كړى، كله چي ده جهاد ته رابللي دوى د رد ځواب وركړى.
2- د بايبل له نورو برخو هم معلومېږي چي دوى څلوېښت كاله په صحراء كي لالهانده ژوند كړى. بايبل ليكلي چي خداى لوړه كړې وه چي د اسرائيليانو دا نسل به پرې نږدي چي موعود زمكي ته داخل شي.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي؛ په دې اساس په يقين سره ويلى شو چي د اعداد دا قصه بې بنسټه او سراسر جعلي ده او د بايبل د مخكينيو ويناوو خلاف ده.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا د اعداد يوه بله خندوونكې قصه هم واورئ: ... د بالاق پاچا، بلعام (د باعور زوى) ته د يوه پلاوي په لاس دا پيغام ولېږو: يو لوى قوم له مصر راوتلى او زما سيمي ته راروان دئ، هيله كوم چي راشه او دا قوم زما لپاره په خپلي دعاء سره د لعنت وړ وگرځوه... پلاوى له نقدو پيسو سره بلعام ته ورغى... بلعام ورته وويل: شپه دلته وكړئ، زه به له خدايه پوښتنه وكړم چي دا كار وكړم كه نه؟ په دې شپه خداى د بلعام خوا ته راغى او هغه ته ئې وويل: دا خلك څوك دي؟ ده ورته وويل: دا د موآب د پاچا بالاق لخوا راغلي او زه ئې د لعنت كولو لپاره غوښتى يم... خداى ورته وويل: له دوى سره مه ځه او په دې قوم باندي لعنت مه وايه... بلعام پلاوي ته وويل: خداى ما ته د تلو اجازه رانه كړه... پلاوى بېرته ولاړ... بالاق تر مخكيني مهم پلاوى له دې پيغام سره ورولېږو... ښه بدله به دركړم... چي څه غواړې هغه به دركړم ... بلعام ورته وويل: كه له سرو زرو ډك قصر هم راكړئ نه ځم... د خداى د امر مخالفت نه شم كولى... خو بيا هم نن شپه پاته شئ زه به له خداى پوښتنه وكړم چي اجازه راكوي كه نه؟ ... هغه شپه خداى بلعام ته وويل: له دوى سره ولاړ شه خو هغه كار به كوې چي زه ئې در ته وايم... سهار ئې پر خپل خره كته واچوله او له پلاوي سره وخوځېدو... خو خداى د ده په تلو غصه شو... فرشته ئې ولېږله چي لار ئې خنډ كړي... د بلعام خره فرشته وليده چي دوه توري ئې په لاس كي او په لار كي ولاړه ده، وترېدو او له لاري پټي ته واوښتو، خو بلعام وواهو او لاري ته ئې سم كړ... بيا د خداى فرشته په يوه تنگ ځاى كي چي دواړو خواوو ته ئې دېوالونه وو، ودرېده، خره چي فرشته په لار كي ولاړه وليده نو دېوال ته داسي نږدې تېر شو چي د بلعام پښه له دېوال سره ولگېده، هغه بيا خر لاري ته سم كړ، بيا فرشته لږ لاندي په داسي ډېر تنگ ځاى كي ودرېده چي خر نه شو تېرېدى، نو خر پرېوت، بلعام پرې غصه شو او په لرگي ئې وواهو، په دې مهال خداى خر په خبرو راووست او وئې ويل: ما څه كړي؟ ولي دي درې ځلي ووهلم؟ بلعام ورته وويل: د دې لپاره چي زه دي مسخره كړم، كاش توره راسره وى چي ته مي همدلته وژلى وى!! خره ورته وويل: آيا تر دې د مخه مي كله هم داسي كار كړى؟ بلعام وويل: نه! په دې وخت كي خداى د بلعام سترگي پرانيستې او هغه د خداى فرشته وليده چي توره په لاس په لار كي ولاړه ده! نو د هغې په وړاندي په سجده پرېوت، فرشتې ورته وويل: ولي دي دا خر درې واري وواهو؟ زه راغلې يم چي ستا مانع شم، دا ځكه چي ستا دا سفر د تمرد له وجهي دئ، دې خره درې واري زه وليدم او له ما ئې لار چپه كړه، كه دا كار ئې نه وى كړى نو ته مي وژلې او هغه مي ژوندى پرېښود!!! بلعام اعتراف وكړ چي ما گناه كړې، متوجه نه شوم چي تا زما لار نيولې، نو اوس كه ته زما له تلو سره موافق نه يې بېرته خپل كور ته ستنېږم، فرشتې ورته وويل: له دوى سره ولاړ شه خو همغه كار به كوې چي زه ئې درته وايم،... پاچا ترې وپوښتل: ولي له لومړي پلاوي سره رانه غلې، آيا گمان دي كاوو چي ښه شكرانه به درنه كړم؟ هغه ورته وويل: اوس راغلى يم، خو د څه ويلو توان نه لرم، څه چي خداى زما پر ژبه جاري كړي همغه به وايم!! ... پاچا دى له ځان سره د حصورت كلي ته بوت، هلته پاچا پسه او غويى قرباني كړل او له غوښي ئې څه بلعام او د پلاوي غړو ته وركړه، سهار ئې دى له ځان سره د بموت غره ته وخېژاوو، له هغه ځايه ئې د اسرائيليانو يوه برخه ليدلى شوى، بلعام پاچا ته وويل: دلته د قربانۍ اوه ځايونه جوړ كړه او اوه پسونه او اوه غويي د قربانۍ لپاره حاضر كړه، پاچا همداسي وكړل، بيا ئې پاچا ته وويل: دلته د خپلو سوزېدونكو قربانيو په خوا كي ودرېږه، زه ځم چي وگورم خداى زما ملاقات ته راځي كه نه، نو بلعام د يوې غونډۍ سر ته وخوت، بلعام خداى ته وويل: ما د قربانۍ اوه ځايونه او د هر يوه پر سر اوه پسونه او اوه غويي حاضر كړي، په دې وخت كي خداى د بلعام په لاس بالاق ته دا پيغام ولېږو:
بالاق پاچا زه له موآب دلته راوستم چي د اسرائيل قوم لعنت كړم،
زه څنگه هغه څوك لعنت كړم چي خداى نه دي لعنت كړي؟
زه ئې د ډبري له سره گورم، د لوخړو په څېر دي، بې شماره بې حسابه
كاش دومره بختور وى چي د يوه اسرائيلي په توگه مړ شوى وى!
كاش پاى مي د اسرائيليانو په څېر وى!
پاچا ورته وويل: دا دي څه كار وكړ؟ تا خو د لعنت په ځاى دوى ته بركت وركړ!
ده ورته وويل: زه خو هغه څه وايم چي خداى ئې راباندي وايي!!
بيا ئې بل غره ته بوتلو، هلته ئې هم د قربانۍ اوه ځايونه جوړ كړل ... مخكينى بهير تكرار شو او د ده له خولې اسرائيليانو ته ښېرا ونه ختله،... بيا ئې درېيم غره ته بوتلو هلته ئې همغه كارونه وكړل، د اسرائيليانو ډېره ستاينه ئې وكړه،... څلورمه وحي پرې نازله شوه... د عماليقيانو او قينيانو چي له اسرائيليانو سره جنگېدل، د دوى د ماتي او تباهۍ وړاندويني ئې وكړې... بيا بلعام او پاچا خپل خپل ځاى ته ستانه شول!!
قدرمن مشر زياتوي چي؛ که څه هم دا خندوونكې قصه په نقد نه ارزي، جمله جمله ئې د خندا وړ ده، ډېر احمق انسان به ئې ومني، هغه څوك به ئې مني چي د بلعام خر ترې هوښيار وي!! خو څو خبري ئې چي ټوكو ټكالو ته ورته دي بيا تكراروم:
الف: بلعام د خداى په اجازه خوځېدلى خو خداى ئې په روانېدو غصه شوى!!
ب: خر ئې فرشته گوري او دى ئې له ليدو عاجز دئ!!
ج: د فرشتې په ليدو سره خر لار بدلوي خو فرشته له خپله ځايه نه شي خوځېدى او مخه ئې نه شي نيولى!!
ح: فرشتې غوښتل بلعام ووژني خو خره ترې بچ كړ!!
خ: بيا ئې له وژلو تېره شوه او له پاچا سره ئې د تلو اجازه په دې شرط وركړه چي همغه كار به كوي چي فرشته ئې ورته وايي او دا همغه خبره وه چي خداى د اجازې په وخت كي بلعام ته كړې وه!!
د: پاچا پر دريو غرونو يويشت د قربانۍ ځايونه جوړ او يويشت غويي او يويشت پسونه ئې حلال كړل؛ خو بلعام اسرائيليانو ته د ښېرا په ځاى دعاء كوله!!
س: دغه بلعام چي لرليد ئې تر خپل خره هم لنډ وو او سترگي ئې تر هغه كمزورې، د دريو قومونو د راتلونكې په اړه وړاندويني وكړې!! او بايبل وروسته ليكي چي دى په خپله لنډه موده وروسته ووژل شو!!
نوموړي په ورته وخت کي پورتنيو مواردو ته په پام سره دا هم وويل:
چا چي جهاد كړى وي حتماً به ئې ډېر بلعامان تر سترگو شوي وي، د دښمن لپاره مجاهدينو ته ښېرا كوونكي، خو چي مجاهدين برلاسي شوي همدغو بلعامانو ورته ويلي: موږ هلته په خوله ښېرا او په زړه كي دعاء درته كوله!! د قرآن په الفاظو سره : (إنا كنا معكم: يقيناً چي موږ د دښمن په خوا كي ستاسو ملگري وو)!!
انگرېزانو هم د افغانستان د اشغال په وخت كي ډېر بلعامان د دوو سترو سترو سره افغانستان ته راوستل، يو له عراق او بل له هند، د موسى عليه السلام بلعام د غرونو پر سر د قربانۍ ځايونه جوړول او دوى د غرونو او غونډيو پر سر چهل گزي زيارتونه، هغوى هم د قربانۍ له ځاى ترصد كاوو او دوى هم له دې زيارتونو د ترصد لپاره كار اخيست!!
ښاغلي حکمتيار همداراز د (مذهبي حيله) تر سرليك لاندي د بني اسرائيلو د زوال پر يو بل مهم عامل هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:
په بني اسرائيلو كي مذهبي حيله رائج شوه، مذهبي مشرانو به ئې د حرامو د حلال گرځولو لپاره داسي چلونه خلكو ته ښودل چي صريح حرام ته به ئې د حلال رنگ وركړ؛ قرآن د دې يوه بېلگه په دې توگه بيانوي:
وَسَۡٔلۡهُمۡ عَنِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلَّتِي كَانَتۡ حَاضِرَةَ ٱلۡبَحۡرِ إِذۡ يَعۡدُونَ فِي ٱلسَّبۡتِ إِذۡ تَأۡتِيهِمۡ حِيتَانُهُمۡ يَوۡمَ سَبۡتِهِمۡ شُرَّعٗا وَيَوۡمَ لَا يَسۡبِتُونَ لَا تَأۡتِيهِمۡۚ كَذَٰلِكَ نَبۡلُوهُم بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ ١٦٣ وَإِذۡ قَالَتۡ أُمَّةٞ مِّنۡهُمۡ لِمَ تَعِظُونَ قَوۡمًا ٱللَّهُ مُهۡلِكُهُمۡ أَوۡ مُعَذِّبُهُمۡ عَذَابٗا شَدِيدٗاۖ قَالُواْ مَعۡذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمۡ وَلَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ١٦٤ فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِۦٓ أَنجَيۡنَا ٱلَّذِينَ يَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذۡنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابِۢ بَِٔيسِۢ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ ١٦٥ فَلَمَّا عَتَوۡاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنۡهُ قُلۡنَا لَهُمۡ كُونُواْ قِرَدَةً خَٰسِِٔينَ ١٦٦ وَإِذۡ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبۡعَثَنَّ عَلَيۡهِمۡ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَن يَسُومُهُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلۡعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ ١٦٧ وَقَطَّعۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ أُمَمٗاۖ مِّنۡهُمُ ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنۡهُمۡ دُونَ ذَٰلِكَۖ وَبَلَوۡنَٰهُم بِٱلۡحَسَنَٰتِ وَٱلسَّئَِّاتِ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ ١٦٨ فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٞ وَرِثُواْ ٱلۡكِتَٰبَ يَأۡخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلۡأَدۡنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغۡفَرُ لَنَا وَإِن يَأۡتِهِمۡ عَرَضٞ مِّثۡلُهُۥ يَأۡخُذُوهُۚ أَلَمۡ يُؤۡخَذۡ عَلَيۡهِم مِّيثَٰقُ ٱلۡكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِۗ وَٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ ١٦٩ وَٱلَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِٱلۡكِتَٰبِ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجۡرَ ٱلۡمُصۡلِحِينَ ١٧٠ الاعراف: 163-170
(او د هغه كلي په اړه ترې وپوښته چي د بحر په غاړه (پروت) وو، چي د شنبې (په ورځ) به ئې تېرى كاوو، چي كبان به د دوى د شنبې په ورځ له هر لوري څرگند ورته راروان ول؛ او چي د شنبې ورځ به ئې نه وه نو نه به ورته راتلل، همداسي مو د دې لپاره آزمويل چي فسق ئې كاوو. او كله چي د دوى يوې ډلي وويل: ولي هغو خلكو ته وعظ كوئ چي الله ئې هلاكوونكى يا په شديد عذاب سره تعذيبوونكى دئ، وئې ويل: ستاسو رب ته د عذر په توگه او د دې لپاره چي ښايي ځان به ترې وساتي. خو كله چي دوى هغه څه هېر كړل چي پند پرې وركول كېدو، هغه مو وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان مو د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي سرغړاوى ئې كاوو. نو كله چي دوى له هغه څه سرغړاوى وكړ چي ترې منع شوي ول، ورته ومو ويل: رټل شوې بيزوگاني شئ. او كله چي ستا رب دا خبره په ډاگه كړې وه چي پر دوى به د قيامت تر ورځي داسي څوك مسلط كړي چي په بد عذاب به ئې اخته كوي. يقيناً چي ستا رب په عذاب وركولو كي سريع دئ او يقيناً چي هغه مهربان بخښونكى دئ.)
نوموړي د پورتنيو آيتونو تشريح ته په پام سره وويل:
په دې مباركو آيتونو كي د بني اسرائيلو د يوې قبيلې په قصې كي د اړوند سورې اساسي مضامين د يوې بلي تاريخي بېلگي په ترڅ كي زموږ مخي ته ايښودل شوي، دا د بحر غاړي ته مېشت قوم وو، دنده او كسب ئې د كبانو نيول، ورته امر شوى وو چي د شنبې په ورځ به له ښكار ډډه كوي، همداسي لكه مسلمانانو ته چي ويل شوي د جمعې د لمانځه لپاره به له كار لاس اخلئ، دوى د الله تعالى له امر سرغړاوى وكړ، په نورو مواردو كي هم او په دې خاص مورد كي هم، په نورو مواردو كي ئې فسق او سرغړاوى مقدمه او دا ئې پايله او تتمه وه، الله تعالى د همدې لپاره د شنبې په ورځ له هر لوري دوى ته ماهيان راوستل، دوى د دغي ممنوعه ورځي د ښكار لپاره مذهبي حيله جوړه كړه، ماهيان به ئې په ډنډونو كي بند كړل خو په سبا به ئې راوايستل او ادعاء به ئې دا وه چي موږ د شنبې د ورځي احترام ساتلى، ځينو دوى ته نصيحت كاوو او له دې كار ئې منع كول، ځينو نورو به نه يوازي د دوى ممانعت نه كولو بلكي نصيحت كوونكي به ئې ترټل چي ولي خپل وخت ضايع كوئ؟ د څه لپاره ځان له دوى سره په لانجو كي غورځوئ؟ پرېږدئ چي الله تعالى په خپله سزا وركړي، يا ئې هلاك كړي يا عذاب پرې راولېږي، كار ئې دې ځاى ته ورسېدو چي د ټولني اكثريت دين ته شا كړه، الله تعالى هغه خلك وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان ئې د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي سرغړاوى ئې كاوو.
د دوى سرغړاوى مزيد عام او پراخ شو او الله تعالى د دوى په اړه پرېكړه وكړه چي د رټل شوو بيزوگانو په څېر مسخ شي او د قيامت تر ورځي داسي څوك پرې مسلط كړي چي په بد عذاب به ئې اخته كوي. دا ځكه چي الله تعالى د ظالمانو په نيوني او مؤاخذې كي سريع دئ او د توبه كوونكو لپاره مهربان بخښونكى.
هغه زياتوي چي دلته دا پوښتنه راولاړېږي چي دا مسخ جسمي وه كه معنوي؟ كه جسمي وه نو د پيغمبر عليه الصلاة و السلام د حديث له مخي مسخ شوي خلك مري او هيڅ نسل نه ترې پاته كېږي، خو دلته د آيت په وروستۍ برخي كي ويل شوي چي پر دوى به د قيامت تر ورځي داسي څوك مسلط كړي چي په بد عذاب به ئې اخته كوي؛ د دې معنى خو دا ده چي د دوى نسل نه يوازي پاته شوى بلكي تر قيامت به پاته وي. دغه مطلب ته په پام سره ويلى شو چي يا خو دا مسخ معنوي مسخ وه، د بيزوگانو په څېر سپك، ذليل او مقلد قوم ترې جوړ شوى او يا خو يوه ډله ئې په جسمي توگه هم مسخ شوې او له منځه تللې، نور ئې پاته شوي. دې آيت او لاندي حديث ته په پام سره دا رأيه ارجح برېښي چي مسخ ئې معنوي وه.
عن عبد الله بن مسعود؛ قَالَ رَجُلٌ : يَا رَسُولَ اللهِ! الْقِرَدَةُ وَالْخَنَازِيرُ، هِيَ مِمَّا مُسِخَ ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يُهْلِكْ قَوْمًا ، أَوْ يُعَذِّبْ قَوْمًا، فَيَجْعَلَ لَهُمْ نَسْلاً، وَإِنَّ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ. رواه مسلم
(عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت دئ چي يوه سړي وپوښتل: يا رسول الله! آيا دا بيزوگاني او خنزيران همغه خلك دي چي مسخ شوي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: يقيناً چي الله داسي نه كوي چي كوم قوم هلاك كړي يا ئې په عذاب اخته كړي او بيا ئې نسل ترې پرېږدي، دا بيزوگاني او خنزيران تر دې وړاندي موجود وو.)
قدرمن مشر همداراز د (اختلاف او تشتت) تر عنوان لاندي د بني اسرائيلو د زوال يو بل عامل ته هم تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:
د دوى د زوال يو بل عامل خپلمنځي اختلافات وو، په ډلو ډلو ووېشل شول، قرآن په دې اړه فرمايي:
وَقَطَّعۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ أُمَمٗاۖ مِّنۡهُمُ ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنۡهُمۡ دُونَ ذَٰلِكَۖ وَبَلَوۡنَٰهُم بِٱلۡحَسَنَٰتِ وَٱلسَّئَِّاتِ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُونَ ١٦٨ الاعراف: 168
(او په زمكي كي مو په ډلو ډلو خواره واره كړل، ځيني ئې صالح دي او ځيني ئې تر دې راټيټ، په ښو او بدو (شېبو) مو وآزمويل چي راوگرځي.)
دا آيت ښيي چي بني اسرائيل له پراخ تشتت او تفرق سره مخ شوي، په زمكي كي خواره واره شوي، يوه وړه ډله ئې روغه او سمه او نور ئې پرېوتي او ټيټ، الله تعالى كله په خپلو نعمتونو آزمويلي او كله په نقمتونو، په دې موخه چي پند واخلي او بېرته سمي لاري ته راوگرځي.
همداراز قرآن د دوی د وضعيت په اړه بل ځای کي فرمايي:
فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٞ وَرِثُواْ ٱلۡكِتَٰبَ يَأۡخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلۡأَدۡنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغۡفَرُ لَنَا وَإِن يَأۡتِهِمۡ عَرَضٞ مِّثۡلُهُۥ يَأۡخُذُوهُۚ أَلَمۡ يُؤۡخَذۡ عَلَيۡهِم مِّيثَٰقُ ٱلۡكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّ وَدَرَسُواْ مَا فِيهِۗ وَٱلدَّارُ ٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٞ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ ١٦٩ الاعراف: 169
(نو تر دوى وروسته داسي (بد) پاته شوني ترې پاته شول چي كتاب ئې په ميراث يووړ، په داسي حال كي چي د دې خسيسي (دنيا) مال متاع به ئې (پرې) تر لاسه كاوو او ويل به ئې: خداى به ئې حتماً راته وبخښي او كه همداسي مال متاع بيا ورته رامخه كړي بيا ئې اخلي، آيا د كتاب دا ژمنه نه وه ترې اخيستل شوې چي د الله په اړه به له حق وينا پرته بل څه نه وايي؟ او هغه څه ئې لوستلي وو چي په دغه (كتاب) كي وو او د آخرت كور هغه چا ته غوره دئ چي تقوى كوي، آيا تعقل نه كوئ؟)
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير پورتني آيت ته په پام سره وايي چي؛ دا مبارك آيت څو مهمي لارښووني لري:
1- دوى ته كتاب په ميراث پاته شو، داسي نه چي كتاب ئې غوره كړى او د كتاب په محتوى كي له غور او دقت وروسته ئې هغه د الهي لارښود كتاب په توگه منلى، بلكي د يوه ميراثي توكي په څېر ئې تر لاسه كړى، محتوى ته ئې له پام پرته او د احكامو په وړاندي ئې له التزام پرته.
2: د دوى ملايانو او مذهبي مشرانو په دې موروثي كتاب دنيوي خسيسي گټي تر لاسه كولې، له كتاب ئې دام او دكان جوړ كړى وو، خلك ئې پرې غولول او له دوى ئې شكرانې تر لاسه كولې، خو هر ځل چي به دوى دا كار وكړ، په كومي فتوى به ئې څه زهر زقوم په برخه شول، نو پټ به ئې له ځان سره وويل: زموږ مجبوريتونو ته په پام سره به خداى حتماً دا گناه راوبخښي!! خو لا به څو ورځي نه وې تېري چي همدا سپك كار به ئې بيا او بيا تكرار كړ، دا په داسي حال كي چي له الله تعالى سره ئې ژمنه كړې وه چي د الله تعالى او د ده د دين په اړه به افتراء نه كوي، له ځانه به دروغجني فتواگاني نه وركوي، دين به نه خرڅوي، الهي احكام به د دنيوي اغراضو لپاره نه پټوي، نه د كومي طمعي له امله او نه د كومي وېري له كبله؛ او دا ټول په داسي حال كي چي دوى دغه الهي احكام په كتاب كي لوستلي او نورو ته ئې هم ورزده كړي وو. دا ئې هم په كتاب كي تر سترگو شوي وو چي څوك له داسي كارونو ځان وساتي د آخرت غوره كور به ئې په برخه شي!!
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ او دا هغه ستره جفا ده چي له هر الهي كتاب سره شوې، دا هغه ستر ظلم دئ چي تل دين پلورونكو او ټگمارو مذهبي مشرانو له دين سره كړى، دا همغه فتنه ده چي تل په هغو قومونو كي راولاړېږي چي الهي كتاب د يوه ميراثي توكي په څېر تر لاسه كړي.
د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي پر دعاء پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.