No-IMG

مرګ د ژوند پاي ټکۍ او د دکتور دایم ژوند لیک !

د کائناتو هرې پدیدې لپاره د پاي ټکۍ او یا انجام شته خو فقد د زمکي ،  آسمانونو او د ټولو مخلوقاتو خالق ، مالک او رازق دی چې د دغه انجام نه مبرا دی ، په دې مانا او مفهوم چې رب العزت لپاره د پاي ټکۍ نشته او څښتن تعالي ﷻ په قرأن کریم فرمايي :- كُلُّ مَنْ عَلَيْها فانٍ «26» وَ يَبْقى‌ وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلالِ وَ الْإِكْرامِ «27»  نو د دې پورتنی قرآني مؤلفي په اساس مرګ هغه مصیبت او ناورین دی چې کله د انسان وخت او وعده پوره شي نوهماغه دی چې د څښتن متعال په امر ، د عزرائیل په مدیریت او د ملک الموت پرښتي له اړخه انسان قبض الروح او خپل خالقﷻ سره ملاقات لپاره د آخرت مزل  پیل کوي او همدې شېبي ته د مرګ سرلیک ورکړل شويدی.

مرګ د مصیبت او د دنیوئ ژوند د پاي ټکۍ ترسرلیک لاندي نږدي عزیزان ، اقارب او خپلوان سره جلا کوي خو بیا هم الحمد لله چې مونږ مسلمانانو یو او کومه چې د خالقﷻ رضا  او اراده وي ورته تسلیم یو ، بله خبره دا چې د والدینو مرګ اولاد ته په میراث پاتي کیږي.

د پورتني سرلیک او سریزي نه وروسته د هغه شخصیت چې د کاکړو قوم او کورني الګو ، د افغانستان او نړیوال روغتیایي سازمان د رهبري هئيت او د روغتیایي څانګي او ټولنیزو مرستو په برخه کې د هیواد خادم په اسلام اوهیواد مین شخصیت په هکله دا لیکنه کوم چې نن د ز مونږ تر منځ نه شته  او د اوږدي ناروغي له امله د شعبان المعظم ۳۰ نیټه چې د حمل میاشت دویمې نیټې سره سمون لري خپل دوستان یواځي او اوږد مهاله ناروغي له کبله خپل روح ربﷻ ته تسلیم کړ.

إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون !

دا هغه پورتني قرآني اصل دی چې ز مونږ روح او روان ته سکون او هوساینه ورکوي چې مونږ هم را روان او د نوبت په انتظار کې یو.

دغه مرحوم شخصیت دوکتور محمد دایم کاکړ نومېده چې لازمه بولم  د هغه مرحوم د ژوند لیک او کارنامو په هکله څو کرښي ولیکم ؛ ځکه دوکتور محمد دایم د راغب صېب شعر پر مصداق نه یوازي د کورني د قوم او د روغتیايي څانګي په برخه کې د هیواد ویاړ او د هغه نوم ، تقوا ،  سخاوت او کارنامي د روغتیا او ټولنیزو چارو په برخه تلپاتي وي.

پاتې یم تلپاتې یم د لمر په څېر

زړه کې د تیارو یمه خنجر په څېر

نه یم د ټبر د سلسلو میین

هر چا سره مل یم د هنر په څېر

«راغب»

دوکتور محمد دایم کاکړ په  ۱۳۳۷ هجري لمریز کال د کایل ولایت قره باغ ولسوالي د نهر بالا د عبدالرحمن بابا د کاکړو په کلي په یوه دینداره او د رسوخ خاونده کورنۍ نړۍ ته سترګي پرانیستي ، محمد دایم لا دوه کلن ماشوم و چې د پلار د سیوري له نعمت څخه محروم شو.

خداي بخښلي محمد دایم د مرحوم عبدالرزاق خان زوي ، د خان محمد خان مرحوم لمسۍ او د مرحوم عبدالرحمن بابا کړوسۍ او د خیرالله خان نېکه کودۍ و.

په قره باغ کې د کاکړو قوم دیر زیات پوهان ، مخور او با سخاوت مشران ، جنرالان او پیلوتان ، مدیران او د معارف استاذان ټړلني ته وړاندي کړي خو د ربﷻ  په فضل او مرحمت سره دا خوشبختي او ویاړ د کاکړو قوم ته نصیب کیږي چې د دې ټبر د مينې په زانګو کې هغه ماشوم جې په دوه کلنۍ کې د پلار د سيوري له نعمت څخه محروم کیږي د هغه د روزني ، دروند او ستر مسؤولیت مور بي بي ته په غاړه کیږي.د هغه مرحومې مور بي بي تر څارني لاندي چې مور د انسان شخصیت سازي او شخصیت جوړوني ستره کارخانه او بطن دی دوکتور محمد دایم سنر او روزل کیږي.محمد دایم کاکړ چې د هغه کورني لفب « ببرک » و په اوه کلني کې ښوونځي ته لار پیدا کوي او د دې تر څنګ لکه هر افغان ملشوم د اسلامي ابتدائی زده کړې خپل په کلي جومات کې سرته رسوي ،

، د منځني او لیسي دورې تر اتمام وروسته د قره باغ عالي لیسه او د کابل غازي لیسي نه په لوړو او عالي نمراتو په ۱۳۵۳ لمریز کال فراغت او د کانکور آزمویني نه وروسته په  ۱۳۵۴ لمریز کال د کابل پوهنتون طب پوهنځي داخله څانګي  ته لار پیدا کوي.

دوکتور محمد دایم د افغاني ټولني ستونزو او افتصادي مشکلاتو سره ، سره او د دې ترڅنګ خپل عالي تحصیلات په ۱۳۶۱هجري لمریزکال پاي ته رسوي.

دوکتور کاکړ د طبابت په څانګه کې د پروان ولایت څارندوی نظامي روغتون کې دنډه ترسره کوي، دا هغه کلونه دي چې ز مونږ پر هیواد روسانو یرغل کړي و نو دوکتور محمد دایم مرحوم د مجاهدینو جبهاتو سره په کاپیسا او پروان ولایتونو او د قره باغ ولسوالي کې يې مجاهدینو سره طبي مرستې او ښه اړیکي درلودې ، دا چې د ژوند او کار کولو فعالیت فضا ورځ تر بلي تنګه شوه نو هماغه و چې په ۱۳۶۷ لمریز کال هجرت ته مخه کړه او په پیښور کې د لومړۍ ځل لپاره د یونین اید « UnionAid»  موسسي لخوا وګمارل شو او د صوابي او مندا کمپونو کې افغان مهاجرینو په خدمت کې وه د یادوني وړ بولم چې د هغه مرحوم کورنئ او میرمن د هجرت او جلا وطني ستونزې او تکالیف ګاللو او د دوکتور تر څنګ ولاړ وه.

د دې مشهور قول په اساس  چې د هر یو بریالي خاوند تر څنګ یوه بریالۍ میرمن ولاړه وي نو بي له شکه چې د دې مرحوم ، زیار ایستلو او خدمااتو ترڅنګ کورنۍ مرسته او همکاري هم وه.

دوکتور محمد دایم ته د هجرت په دیار کې د دې فرصت او زمینه مساعده وه چې د هیواد نه بهر اروپا ، امریکا او یا آسترالیا ته لاړ شي خوهغه نه غوښتل چې بهرنيو هیوادونو ته کوړنۍ سره سفر وکړي.

کله چې کابل سقوط او مجاهدین کابل ته دننه شول، دوکتور کاکړ سره د کورنۍ بیرته هیواد ته راستون شو اودېته یې ترجیح ورکړه چې د قره باغ په ولسوالي کې خپل هیواد والو ته د طبي خدماتولپاره جوګه شي او د لومړۍ ځل لپاره د « ای ام سی » بهرني مؤسسي  په مرسته ۵۰ بستریز روغتون یې فعال او په وړیا توګه خلکو ته خدمات ترسره کړي دا هماغه کلونه و چې هیواد مو داخلي جګړو سره مخ و او اکثریت د کابل ښار خلک هلته تر تداوي لاندي و.

دوکتور محمد دایم کاکړ د عامې روغتیا او روغتیايي ادارې او اقتصادي په برخه کې د انګلستان لیور پول پوهنتون څخه ماستري کړي و  او همدا شان په علمي او روغتیایې مجالسو او ناستو کې د افغانستان له اړخه ګدون درلود.

دوکتور محمد دایم کله چې د ماستري دورې څخه هیواد ته راستون کیږي نو د “ WHO “ نړیوال روغتیایې سازمان سره دنډه پیل او افغانستان کې د دې سازمان د مشر په حیث خپل کار ته آدامه ورکوي دا هغه کلونه دي چې په هیواد کې د « ا  ا » حاکمیت و ، همدا شان په عراق ، مصر ، صومالیه او سویلۍ سودان هیوادنو کې د دې سازمان د رهبري هئیت غړیتوب درلوده.

محمد دایم کاکړ په تیر جمهوریت نظام کې د عامي روغتیا په وزارت کې د وقایوي طب رئیس ، د پلان او پالیسي رئیس او همدا شان د طبیعي حوادثو سره د مبارزې عمومي رئیس د ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۹۴ هجري لمریز کلنو پوري دندې او مسؤولیتونه یې درلوده خو په پاي کې د تیر جمهوریت له مشرانو لخوا د بد چلند له امله خپل دنده پریښوده نو هماغه و چې ورځ تر بله ناروغ شو.

د خداي بخښلي دکتور محمد دایم د ټولینزو خدماتو په هکله ، د یتیمانو او مستحقو کورنیو سره د هغه مرحوم خوا خوږي او مرسته ، د مدارسو او مساجدو سره مالي مرسته، تقوا او ایمان داري ، حمیده اخلاقو او نېکو سجایاؤ او داسي نورې ښیګیني دیرې زیاتي دي چې په دې لېکنه کښي نه خلاصه کیږي.

له خپلو ملګړو او همزولو سره د هغه مینه او شفقت ،  مشرانو ته  احترام، اکرام او عزت ، تقوا او دینداري د کاکړو قوم اکثریت مشرانو ته مالومات شته ، خو متاسفانه څو کالو راهېسي هغه مرحوم ناروغ و چې د ژوند مزایاو څخه يې خوند او لذت نه اخیسته ، دا اصول دي چې څښتن ﷻ تل خپل ښه او نېک بندګان تر امتحان او آزموینې لاندي نیسي چې د خداي ﷻ په دربار کې اجر او ثواب لري.

دا به هم د خدايﷻ  امر او رضا وه چې هغه مرحوم هیواده بهراوغربت په ژوند کۍ خپل روح رب ﷻ تسلیم کړي او دې موقتي ژونذ ته پاي او دار البقا ته مخه ښه کړي.

الله  ﷻ دې د روژې مبارکي میاشت په حکمت او برکت دا ابدي کور ورته روضة من الریاض الجنة وګرځوي ، روح دې ښاد او یادې تلپاتي وي او دې کې هیځ شک نشته چې د هغه مرحوم نوم تلپاتي او جاویدان وي ځکه شاعر فرمایي :-

 په ګورستان کې خاورې مه شې

ګل د ګلاب شې چې دې خاورې بویوینه

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک