No-IMG

د حکمتيار صاحب نهه ويشتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د ثور ۲۰مه؛ ۱۴۰۲:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په دوهم تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۲۹مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

ښاغلي حکمتيار د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

راشئ وگورو چي د روژې او قرآن تر منځ څه تړاو دئ؟ ولي به د قرآن د نزول په مياشت كي روژه نيسو؟

نوموړی پورتنيو پوښتنو په پام سره زياتوي چي؛ قرآن د الله تعالى له لوري د انسان د ژغورني او هدايت لپاره رالېږل شوى كتاب دئ؛ د انسان د فردي او اجتماعي ژوند د ټولو برخو د ښه تنظيم او له هر راز ظلم او فساد پاكي ټولني د جوړولو په موخه؛ داسي چي انسان هغه لوړ مقام ته ورسوي چي پر زمكي د الله تعالى د خليفه په توگه عمل وكړي؛ د قرآن پر لارښونو عمل او هغسي مثالي ټولنه جوړول؛ داسي خاصو مواصفاتو او ځانگړتياوو ته ضرورت لري چي ډېرى ئې يوازي په روژې سره انسان كولى شي په خپل اخلاقي او معنوي شخصيت كي راوپنځوي، تقويه ئې كړي او په قرآن عمل كولو ته ځان چمتو او تيار كړي؛ چي ځيني ئې دا دي:

1- قرآن رالېږل شوى چي انسان د انسان له مرييتوب او غلامۍ وژغوري، له الله تعالى پرته ئې بل چا ته سر ټيټ نه وي، په ټولني كي ئې عدالت قائم وي، يو پر بل د لويي احساس ونه كړي، هيڅوك ځان تر نورو لوړ ونه گڼي او بل ته د حقارت په سترگه ونه گوري، د شر او فساد ځواكونه وځپل شي، ظالم حكومتونه نسكور شي، د الله تعالى هغه دين د ټولني په ټولو برخو كي حاكم شي چي حق او عدالت تأمينوي؛ او د انسانانو سر، مال او عزت له هر راز تېري او تجاوز خوندي كوي؛ دې هدف ته رسېدل داسي مجاهدينو ته ضرورت لري چي له حق او عدالت دفاع ته چمتو وي، د دې مبارزې د كړاوونو گاللو په وړاندي صابر وي، لوړ همت او مضبوطه اراده ولري، لوږه او تنده گاللى شي، نه د نس بنده وي او نه د هوس او نَفْس. دا مواصفات د روژې په نتيجه كي په انسان كي وده كوي، روژتي يوه مياشت له سحر تر ماښام صبر، ځان ساتنه، د نفس او هوس غوښتنو ته نه تسليمېدل، لوږه او تنده گالل تمرينوي؛ دا يوه مياشتنۍ تربيتي دوره په هغه كي د صبر او ځان ساتني ماده تقويه كوي.

نوموړی همداراز د موضوع په دوام وايي چي ؛ دا كټ مټ داسي ده لكه د كوماندو سرتېري چي په سختو تمرينونو گمارل كېږي؛ لوږه او تنده گالل، په خړو اوبو او خټو كي تگ او ځان پټول، په ځنگله كي له خوراك او څښاك پرته د اوږدې مودې لپاره يوازي پاته كېدا، په يوازي سر او له ملگرو پرته د شپې سفرونه او د خطر سيمي ته ننوتل؛ او د همدې سختو تمرينونو او مشقونو په نتيجه كي له هغه يو مضبوط او باهمته كوماندو سرتېرى جوړېدل؛ روژه دې ته ورته د مجاهدينو د روزلو تربيتي دوره ده.

2.            روژتي مكمل يوه مياشت؛ هره ورځ خپله خوله، هوس او شهوت ساتي، حتى له حلال خوراك او جائز جنسي تعلقاتو ډډه كوي، له حرامي وينا، دروغ، افتراء او تهمت؛ خپله خوله او ژبه ساتي، نه يوازي له حلال جنسي تعلقاتو ځان ساتي بلكي د حرام لوري ته له كتلو هم اجتناب كوي. دا مشق په ده كي د ځان ساتني او هوس ته د نه تسليمېدو ماده او خصلت تقويه كوي؛ او دې ته ئې چمتو كوي چي د ژوند په ټولو برخو كي د قرآن سرې كرښي مراعات كړي او په جائز حد او پولي كي توقف وكړي.

3.            انسان په خپل ژوند كي دوه لاري غوره كولى شي: الف: د خدايپالو او ديندارانو لار؛ هغه چي حلال او حرام، حق او باطل، جائز او ناجائز، ښه او بد لري او تر منځ ئې سرې كرښي باسي. ب: د سيكولرانو لار چي دا سرې كرښي او حدود په كي نشته، حلال، حرام، جائز، ناجائز، حق، باطل، ښه او بد اخلاق نشته.

4.            سالمه او رغنده انساني ټولنه له دغو سرو كرښو پرته نه شي جوړېدى؛ او دا ټولنه يوازي هغه مهال رامنځته كېدى شي چي انسان خپل حد وپېژني، له سرو كرښو د اوړېدو تلوسه ونه كړي او په خپل حد كي د ځان سمبالولو او اداره كولو وړتيا كسب كړي. روژه په انسان كي همدا وړتيا ځواكمنه كوي.

5.            ته چي يوه مياشت دا تمرين او مشق تر سره كوې چي وږى او تږى شې؛ سړې او خوږې اوبه او د خپلي خوښي خوندور خوراك دي مخي ته راشي؛ خو ځان سمبال كړې، خپل هوس ته نه تسليمېږې، د روژې په مياشت كي راټوكېدلى او ځواكمن شوى همدا خصلت او اراده باعث شي چي ته ټول كال او هر ځل چي له حرام توكي او عمل سره مخامخ شې؛ ځان سمبال او اداره كړې. هلته چي فرمايي

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ ١٨٣ البقره: 183 

(اې مؤمنانو! پر تاسو روژە داسي فرض كړى شوې لكه تر تاسو پر مخكينيو چي فرض كړى شوې وه؛ د دې لپاره چي ځان ساتنه مو كړې وي (تقوى او د ځان ساتني مضبوطه اراده مو په برخه شي). 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي؛ تقوى يعني د ځان ساتلو، سمبالولو او اداره كولو وړتيا او استعداد؛ يعني مضوطه اراده؛ په چا كي چي مضبوطه او قوي اراده نه وي مثال ئې هغه موټر ته ورته وي چي بريكونه ئې سست او شړېدلي وي.

6. روژە په مخكينيو امتونو هم فرض وه، د روژې هدف دا دئ چي په تاسو كي د تقوى او ځان ساتني ماده پياوړې شي، اراده مو مضبوطه شي، څوك چي يوه مياشت له حلال رزق لاس اخيستل تمرين كړي، نفس ئې په وار وار له هغه مكرر غوښتني وكړي خو هغه ئې غوښتنو ته تسليم نه شي، ځان وساتي، له گنده خبرو، دروغ، افتراء، مكر، فريب او دوكې ډډه كول تمرين كړي؛ په دې سره د ده اراده مضبوطه او پياوړې شي او له روژې وروسته د نفس د ناجائزو او ناروا غوښتنو په وړاندي مقاومت او ځان ساتل ورته آسان شي.

7.            پيغمبر عليه السلام د روژې مياشت د صبر مياشت گڼلې؛ يعني روژە په تاسو كي صبر راپيدا كوي؛ او د صبر اجر جنت دئ.

8.            هغه روژه چي انسان له بد فعل، ناروا كړني، ناوړه او حرام وينا، حرام رزق تر لاسه كول، فساد او ظلم منع نه كړي؛ د دين په معيارونو كي هيڅ ارزښت نه لري؛ دا روژه فقط لوږه او تنده گالل دي؛ نه هغه روژه چي الله تعالى موږ پرې گمارلي يو. د الله تعالى رسول فرمايي

الصِّيَامُ جُنَّةٌ، فَإِذَا كَانَ أَحَدُكُمْ يَوْمًا صَائِمًا، فَلَا يَجْهَلْ، وَلَا يَرْفُثْ، فَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي صَائِمٌ»

(روژە ډال دئ نو كله چي ستاسو كوم يو كومه ورځ روژه وي؛ نه به د بې حيائې كار كوي او نه جاهلانه عملونه؛ او كه څوك ورسره شخړه او جگړه كوي ودي وايي: زه روژه يم.)

د ښاغلي حکمتيار په وينا؛ روژه يوه داسي مياشتنۍ تربيتي دوره ده چي مسلمانان د قرآن په لارښوونو عمل كولو ته چمتو كوي، كټ مټ داسي لكه د يوه فوځ سرتېري؛ مخصوصاً د كوماندو جنگيالي چي د روزني په مهال په سختو سختو كارونو گمارل كېږي او د همدې روزني له امله مضبوط او زړه ور جنگيالي ترې جوړېږي.

روژه په روژتي كي دوه مهم خصلتونه تقويه كوي: تقوى او صبر

الف: تقوى: يعني د ټولو هغو سرو كرښو مراعات او له ماتولو او تېرېدو ئې ډډه كول چي قرآن د ژوند په ټولو برخو كي زموږ په وړاندي ترسيم كړې.

 

ب: صبر: يعني د قرآن د حاكميت او د الهي نظام د تأسيس او د حق او عدالت د تأمين لپاره چي قرآن موږ په كوم جهاد او مبارزې مكلف كړي يو په دې كي ثابت قدم او صابر اوسېدل.

 

نوموړي دا هم وويل چي؛ قرآن د بقرې په سوره كي د روژې يادونه او د هغې د فرضيت لارښوونه كړې؛ او په همدې سوره كي ئې د بني اسرائيلو د يوې قبيلې قصه زموږ مخي ته ايښې؛ چي په ترڅ كي ئې د روژې لپاره يو عملي او تاريخي مثال وړاندي شوى؛ او هغه داسي چي له موسى عليه السلام وروسته او هغه وخت چي بني اسرائيل په شرك او فساد اخته او له سمي لاري منحرف شول؛ نو د جالوت په نامه يو ظالم او بې رحمه پاچا پرې مسلط شو، ډېر ئې ووژل، د دوى كورونه ئې لوټ او تاراج كړل او دوى ئې له خپل كور كلي وشړل، په دې وخت كي اشموئيل عليه السلام د دوى لارښوونه كوله، هغه ته ورغلل، له خپلو مخكينيو كړنو او د الله په لار كي د جهاد له نه كولو ئې ندامت وښودو او له هغه ئې د الله په لار كي د جهاد اجازه وغوښته؛ هغه د دوى مخكيني حالت ته په پام سره ورته وويل: مبادا جهاد درباندي فرض شي او بيا تاسو له هغه ډډە وكړئ؛ دوى ورته وويل: په داسي حال كي چي پر موږ ظلمونه شوي، له خپل كور او كلي شړل شوي يو؛ هيڅ داسي دليل نه گورو چي د الله په لار كي ونه جنگېږو؛ خو چي ورته وويل شو: نو وسله واخلئ او له دښمن سره وجنگېږئ؛ يوازي معدودو كسانو تيارى وښود، نور ټول له خپلي ژمني او د الله په لار كي له جنگېدو په ډډە شول. د الله پيغمبر ورته وويل: تاسو د يوه پاچا د ټاكلو غوښتنه كړې وه؛ دا دئ الله تعالى طالوت درته غوره كړى؛ د الله له دين اوښتي قوم ورته وويل: دى خو پر موږ د مشرۍ وړ نه دئ، نه د نسب له مخي او نه د مال او شتمنۍ له مخي، د ولس قيادت او زعامت خو بايد داسي چا ته وسپارل شي چي قيادت او زعامت له پلار نيكه ورته په ميراث پاته شوى وي، د كومي درنې او معتبري كورنۍ غړى وي، ښه ډېر مال او دولت ولري!! پيغمبر د دوى په ځواب كي وايي: دى خو الله غوره كړى، د زعامت او قيادت وړتيا هغه وركړې، ښه پوه دئ او د ښه صحت او قوي بدن خاوند دئ، د مشرتابه غوره مواصفات خو همدا دي، خو دوى دې ته تيار نه وو چي د طالوت قيادت ومني، د دوى معيارونه بدل شوي وو، د زعامت د مواصفاتو په اړە ئې همغسي انگېرله چي بې دينه او لاروركي قومونه ئې انگېري، د پيغمبر دا وينا ئې نه منله چي الله تعالى د دوى په څېر نه دئ چي نسب او مال د قيادت لپاره ضروري وگڼي او طالوت به سره له دې چي د مشرۍ وړ دئ؛ له دې كبله د مشر په توگه نه غوره كوي چي نادار دئ او پلار نيكه ئې د قوم مشران نه وو؛ د اسلامي او غير اسلامي ټولنو او ډلو تر منځ يو څرگند توپير دا هم دئ چي په غير اسلامي ټولنو كي قيادت او زعامت د شتمنو او له اجتماعي پلوه د ځواكمنو په لاس كي وي او په موروثي توگه له پلار او نيكه اولاد ته پاته كېږي.

 

ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي؛ دا نن په شلمي پېړۍ كي گورو چي د امريكا په څېر هېواد كي ټرامپ له دې كبله جمهور رئيس شو چي تر خپلو سيالانو د پرېمانه شتمنيو خاوند وو؛ د بش پلار همداسي ستر شتمن وو؛ دى هم جمهور رئيس شو او ورپسې ئې زوى د اقتدار وارث شو؛ په بريتانيا كي آبله ورځ درېيم چارلز ته تاج ورپه سر شو؛ د خپلي مور ملكې ځاى ناستى شو؛ دى د بريتانيا څلوېښتم پاچا دئ؛ په همدې اوږدې مودې كي اقتدار په موروثي توگه له يوه بل ته انتقالېږي؛ هر ځل د انتقال په مراسمو كي په سلگونو مليونه پونډ عبث لگښتونه كېږي؛ دې مراسمو ته د نړۍ 2200 مشران بلل شوي وو؛ د 100 هېوادو پاچيانو او جمهور رئيسانو په كي شركت كړى؛ د دغو مېلمنو د تگ راتگ؛ هغه هم په خصوصي طيارو كي او له ډېرو محافظينو سره؛ پنځه ستورو هوټلونو كي د هغوى د اقامت مصارف به څومره وي؟ او د دې گټه څه؟!!؛ له خرافاتو او مسخره صحنو ډك مراسم؛ د تشريفاتي گارد لباس، د پاچا پر سر هغه تاج ايښودل چي په غارت شوو قيمتي تيږو؛ د كوه نور الماس په شمول؛ مزين شوى؛ د قسم خوړلو لپاره پر بايبل لاس اېښودل او ښكولول؛ اسقف اعظم کانتربري له خپل عجيب امتيازي لباس سره؛ بايبل د پاچا مخي ته نيسي چي ښكول ئې كړي او څه وايي چي پاچا ئې تكرار كړي!! د ده او د كليسا د مشرانو د تېر تاريخ رنگيني او زريني جامې؛ د پاچا د عباء لكي دومره اوږده چي شپږو تنكيو ځوانانو تر شا پسي نيولې وه؛ سنگار شوي آسونه او طلايي رنگه گاډۍ، ... هر څه داسي چي هر هوښيار او شريف انسان هم پرې خاندي او هم پرې تأسف كوي؛ له خرافاتو او مسخره حركاتو ډكو صحنو ته پرې خندا ورځي او په دومره بې ځايه لگښتونو تأسف كوي؛ د شاهي كورنۍ چي په ټولني كي ئې حضور فقط تشريفاتي دئ؛ ناكاره او عاطل باطل؛ د شاهي كورنۍ د پاچا، ملكې، زامنو، لوڼو، ... كلنى لگښت؛ او په ځانگړې توگه ودونو، مېلمستياوو، تاج پر سر كولو، كليزو، ... مراسمو كي ئې مصارف او لگښتونه ملياردونو پونډو ته رسېږي!! آيا كومه انساني او اخلاقي توجيه د داسي خرافاتو او لگښتونو لپاره وړاندي كېدى شي؟ په داسي حال كي چي په همدې بريتانيا كي چي د ډېرو هېوادونو په غارت شوو شتمنيو آباده شوې؛ همدا اوس او شلمي پېړۍ كي داسي خلك هم تر سترگو كېږي چي كور نه لري او د واټونو يوې او بلي خوا ته تر شنه آسمان لاندي شپه او ورځ تېروي!! په اسلام كي نه موروثي قيادت شته، نه د زور او جبر زعامت، نه شاهي نظام او د يوې كورنۍ او قبيلې حكومت، نه له ملي بودجې د شاهي كورنۍ د غړو امتيازات او لگښتونه؛ او نه داسي اسراف او له خرافاتو ډك مراسم.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا؛ دا پداسي حال کي چي نه له رسول الله صلى الله عليه و سلم زعامت د ده د كورنۍ كوم غړي ته په ميراث پاته شوى او نه د ده له رحلت وروسته له څلورو خلفاءو د دوى اولاد ته؛ څلور خلفاء په جومات كي او د عام ولس له لوري او د هغوى په خوښه او رضايت غوره شوي؛ هغه غوره شوى چي تر ټولو اعلم، افضل او اهل وو؛ په قصرونو كي نه بلكي په جومات كي غوره شوي او جومات هم داسي چي د خداى كور گڼل كېږي، نه به ئې د ورځي له لوري دروازه د چا په وړاندي تړلې وي او نه د شپې له لوري؛ د خليفه د غوراوي په مهال ټول لمونځ كوونكي حاضر وو او د هغوى له مشروط بيعت وروسته د مشر په توگه غوره شوى؛ شرط هم د خلكو له لوري وضع شوى او هغه هم داسي چي يوازي په هغه صورت او تر هغه ستا اطاعت كوو چي ته د الله تعالى او د هغه د رسول اطاعت كوې؛ خليفه نه تاج درلود، نه ځانگړې امتيازي جامه او نه قصر؛ په داسي حال كي چي هغه د دومره ستر او پراخ هېواد زعيم وو چي تر نننۍ بريتانيا؛ د نفوس او مساحت له پلوه په لسگونو ځله ستر وو!!

 

قدرمن مشر د يادي موضوع په دوام زياتوي چي د بني اسرائيلو هغه جهل ځپلي قوم؛ بالآخره او په نه زړه د طالوت مشري ومنله؛ خو له هغه سره ئې چلن داسي وو؛ هلته چي فرمايي:

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلۡجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبۡتَلِيكُم بِنَهَرٖ فَمَن شَرِبَ مِنۡهُ فَلَيۡسَ مِنِّي وَمَن لَّمۡ يَطۡعَمۡهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّيٓ إِلَّا مَنِ ٱغۡتَرَفَ غُرۡفَةَۢ بِيَدِهِۦۚ فَشَرِبُواْ مِنۡهُ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ قَالُواْ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلۡيَوۡمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُواْ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٖ قَلِيلَةٍ غَلَبَتۡ فِئَةٗ كَثِيرَةَۢ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ ٢٤٩ وَلَمَّا بَرَزُواْ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُواْ رَبَّنَآ أَفۡرِغۡ عَلَيۡنَا صَبۡرٗا وَثَبِّتۡ أَقۡدَامَنَا وَٱنصُرۡنَا عَلَى ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡكَٰفِرِينَ ٢٥٠ البقره: 249- 250

(نو كله چي طالوت لښكري راوايستې؛ وئې ويل: الله په يوې ويالې سره ستاسو آزمويونكى دئ؛ نو چا چي ترې اوبه وڅښلې زما له ډلي به نه وي او چا چي (ئې خوند) ونه څكو؛ نو هغه زما دئ؛ مگر دا چي د خپل يوه لاس يوه لپه (اوبه) غوړپ كړي. خو د دوى له لږو پرته نورو هغه وڅښلې؛ نو كله چي دى او د ده مؤمن ملگري ترې واوښتل؛ وئې ويل: نن خو موږ د جـالوت او د ده د لښكرو (د مقابلې) توان نه لرو؛ خو هغو چي باورمن وو له الله سره مخامخ كېدونكي دي؛ وويل: څومره لږكي ټولگي د الله په اذن سره په ډېريو غالب شوي؛ الله خو له صابرانو سره دئ.)

 

محترم حکمتيار دا هم وويل چي؛ جهاد؛ يعني د صابرانو كار. بې صبره، بې همته، بې عزمه، بې ارادې او هغه ضعيف النفس كسان چي د كړاوونو گاللو همت او حوصله نه لري؛ هغه جهاد نه شي كولى؛ د جهاد مشران بايد خپل مجاهدين وآزمويي او وگوري چي په دوى كي څوك د ستونزو او كړاوونو گاللو ته تيار دئ، پياوړې مټي، غښتلى زړە، لوړ همت، كلك عزم لري او د صبر او زغم خاوند دئ، يوازي په دغو حساب وكړئ او د همدوى په ملگرتيا بسنه وكړئ، بې همته او بې صبره كسان د نيمي لاري ملگري وي او په سختو شېبو كي له خپل صف بېلېږي او خپل سنگر دښمن ته پرېږدي؛ د داسي كسانو ملگرتيا د گټي پر ځاى تاوان كوي، د همدې لپاره طالوت خپلو ملگرو ته وويل: له ما سره هغه څوك ملگرتيا كولى شي چي د دې راتلونكي نهر اوبه ونه څښي، په تنده كي صبر وكړي، هغه هم راسره تلى شي چي په يوه غوړپ اوبو اكتفاء وكړي، خو هغه چي ډك نس اوبه څښي؛ زما د ملگرتيا وړ نه دئ. (د طالوت دا آزموينه داسي ده لكه موږ چي په روژې مكلف شوي يو، دا په اصل كي د روژي لپاره يو مثال او بېلگه ده، په روژي سره په انسان كي د صبر او ځان ساتني خصلت وده كوي)؛ د ده له لوى لښكر يوازي يو وړوكى ټولگى په دې آزمويني كي بريالي وختل او همدغو ته الله پر هغه مغرور او ظالم دښمن برى وركړ. كومه وينا چي طالوت د نيمي لاري بې صبرو ملگرو ته كړې؛ الله تعالى خپل رسول ته د داسي خلكو په اړه همدا لارښوونه كړې، لکه چي فرمايي:

فَإِن رَّجَعَكَ ٱللَّهُ إِلَىٰ طَآئِفَةٖ مِّنۡهُمۡ فَٱسۡتَ‍ٔۡذَنُوكَ لِلۡخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخۡرُجُواْ مَعِيَ أَبَدٗا وَلَن تُقَٰتِلُواْ مَعِيَ عَدُوًّاۖ إِنَّكُمۡ رَضِيتُم بِٱلۡقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٖ فَٱقۡعُدُواْ مَعَ ٱلۡخَٰلِفِينَ ٨٣ 

(نو كه الله تا د دوى كومي ډلي ته وروگرځوي او له تا د وتلو لپاره اجازه وغواړي (نو ورته) ووايه: تر پايه به هيڅكله له ما سره ونه وځئ او له هيڅ دښمن سره به زما په خوا كي جهاد ونه كړئ؛ يقيناً چي تاسو په لومړي ځل په ناستي راضي شوئ نو (اوس هم) له وروسته شوو سره كښېنئ.)

هغه چي ته ئې (يا رسول الله) يوازي پرېښودې؛ كه داسي وخت راشي چي ته د دوى له كومي ډلي سره مخامخ شې او له تا په جهاد كي د برخي اخيستو اجازه وغواړي؛ نو ورته ووايه: هيڅكله به له ما سره يو ځاى د جهاد لپاره ونه وځئ او له هيڅ دښمن سره به زما په خوا كي جهاد ونه كړئ؛ تاسو په لومړي ځل په ناستي راضي شوئ نو اوس هم له وروسته شوو سره كښېنئ. زما او ستاسو تر منځ به ترپايه همدا فيصله وي! د نيمي لاري له ملگرو سره همداسي چلن په كار دئ؛ هغوى د ملگرتيا وړ نه دي؛ بيا به دي په ميدان كي يوازي پرېږدي.

يعني چي برى د صابرانو په برخه كېږي، هغه چي پر الله ئې باور وي، د هغه نصرت ته سترگي په لار وي، له الله په سنگر كي او د دښمن په وړاندي د صبر او استقامت غوښتنه كوي، نه د هغه چا په برخه چي د جنگياليو شمېر ئې زيات وي. دا په وار وار ليدل شوې چي يوه وړوكي ټولگي ته الله تعالى په لوى لښكر فتح او برى وركړى؛ دا ځكه چي الله د صابرانو مل دئ

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د روژې د فرضيت په لومړي آيت پسي متصل ويل شوي:

أَيَّامٗا مَّعۡدُودَٰتٖۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَۚ وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدۡيَةٞ طَعَامُ مِسۡكِينٖۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيۡرٗا فَهُوَ خَيۡرٞ لَّهُۥۚ وَأَن تَصُومُواْ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ١٨٤ البقره: 184

(څو شمېرلې ورځي؛ خو كه څوك له تاسو بيمار وي او يا په سفر لگيا وي؛ نو بيا ئې له نورو ورځو د شمېر پوره كول دي؛ او پر هغه چا چي په تكليف سره ئې نيولى شي؛ د يوه مسكين (د ورځني) خوراك فديه ده؛ نو كه څوك په خپله خوښه د خير كار ترسره كړي؛ دا ورته غوره دئ او كه روژە ونيسئ دا درته غوره ده؛ كه وپوهېږئ.)

 

د نوموړي په وينا دا خبره د توجه وړ ده چي د روژې فديه د يوه كس ورځنى خوراك ټاكل شوى؛ د روژې يو هدف دا دئ چي مسلمانان د وږو له حال خبر شي او له بې وزلو سره مرستي ته تيار شي؛ چا چي لوږه نه وي ليدلې د وږو له حال نه خبرېږي

قرآن د روژې د پيل او پاى په اړه او دا چي څه كول په كي جائز دي؛ فرمايي:

أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِۖ ثُمَّ أَتِمُّواْ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيۡلِۚ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمۡ عَٰكِفُونَ فِي ٱلۡمَسَٰجِدِۗ تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقۡرَبُوهَاۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ١٨٧  البقره: 187

(له خپلو مېرمنو سره د روژې د شپې نژدې والى (جماع) درته حلال كړى شوې، هغوى ستاسو لپاره لباس او تاسو د دوى لپاره لباس يئ، الله په دې پوه شوى چي تاسو له ځان سره خيانت كولو؛ نو پر تاسو (له خپل رحمت سره) راوگرځېدو او عفو ئې درته وكړە؛ نو اوس له دوى سره مباشرت كوئ او هغه څه وغواړئ چي الله درته مقدر كړي (د اولاد درلودو په نيت نژدې والى وكړئ) او وخورئ او وڅښئ تر هغه چي د سباوون سپينه كرښه له توري درته څرگنده شي، بيا مو روژە تر شپې پوري پوره كـړئ او لـه دوى سـره په هغـه وخت كي مبـاشـرت مــه كـوئ چي په جـومـاتونو كي معتكف وئ، دا الهي حدود دي نو هغوى ته مه نژدې كېږئ، همدا راز الله خلكو ته خپل آيتونه بيانوي چي ځان وساتي.)

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر ټکو؛ چي په دې مبارك آيت كي څو مهمي لارښووني شوې:

 

الف: د روژې وخت د سحار د سپيني كرښي له راڅرگندېدو د شپې تر پيل پوري دئ.

 

ب: په روژه كي له څو شيانو منع شوي يو: خوراك، څښاك او له جنسي مباشرت؛ د مېرمني او مېړه تر منځ مباشرت.

 

ج: ځينو به داسي انگېرله چي د روژې په شپه كي هم بايد له مباشرت ډډه وكړي، په دې آيت كي وضاحت شوى چي دا مباشرت جائز دئ.

 

ح: خو هغـه مهال مبـاشـرت مــه كـوئ چي په جـومـاتونو كي معتكف وئ.

 

خ: مسلمانانو داسي گمان كاوو چي د روژې په شپه له ويدېدو وروسته بايد له مېرمنو سره له نژدې والي ډډە وكړي، په دې اړە دوى ته كوم حكم نه وو شوى، كه څه هم ځيني په دې باور دي چي دا كار په دوى حرام كړى شوى وو، خو نه په قرآن كي د داسي حرمت په اړە څه حكم راغلى او نه په حديث كي، په خپله ئې همداسي انگېرله، خو احياناً به ئې د خپل دغه ذهنيت خلاف كار وكړ او په دې سره به ئې د گناه او خيانت احساس كاوو، الله تعالى ورته په صريحو الفاظو د دې اجازه وركړە او وئې فرمايل چي مېرمن د خاوند لپاره او خاوند د مېرمني لپاره له گناهونو د حفاظت سبب دئ، داسي لكه لباس چي انسان له تودوخي او يخنۍ ساتي

 

د: همدا راز ئې ورته وويل چي د مباشرت هدف او غايه بايد د اولاد درلودل وي؛ نه فقط د جنسي غريزې اشباع

 

ر: دا وضاحت ئې هم وكړ چي د روژې وخت د سباوون د سپيني گاري له راڅرگندېدو د شپې تر پيل پوري دئ، شپه د لمر په لوېدو سره پيل كېږي؛ د پيغمبر عليه السلام يو مبارك ارشاد په دې مفهوم دئ چي تر هغه چي زما امت په افطار كي سرعت او په سيمي(پيشلمي) كي تأخير كوي؛ د خير طمع ئې كېدى شي؛ دا ځكه چي دا كار د دې نښه ده چي دوى د بې ځايه تقوى په نامه په دين كي له ځانه څه نه دي زيات كړي، د اكثرو امتونو انحراف له همدې ځاى پيل شوى، مذهبي مشرانو او علماءو ئې له خپل لوري په دين كي زياتوالى راوستى، د قرآن په اصطلاح د خلكو پېټي ئې درانه كړي او په لاس پښو كي ئې ورته زنځيرونه او زولنې اچولي، د هر پيغمبر يوه لويه دنده دا گڼي چي راغلى دا اضافي پېټي د خلكو له اوږو راكوز كړي او دا زنځيرونه وشلوي. پيغمبر عليه السلام به د لمر له لوېدو سره سم خپله روژە ماتوله.

 

ناويلي دې پاته نه وي چي د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک