No-IMG

غزل – بلينډه بدرۍ

که ډکه د ژوندون له اضطرابه  زه هم یم

خو چوپه ستا پشانته پرې کتابه زه هم یم

تا څه زړه غورځولی په یو څو سپینو ویښتو

راتیره د ځوانۍ له ښکلي  بابه زه هم یم

مطربه ته یواځې  ویښه نه تیروې شپه

بې خوبه هره شپه دې له ربابه زه هم یم

راتیره شوم پرې داسې لکه نه یې پیژنم

تربت به هغه هم وي خو بې تابه زه هم یم

تا ووې چې مستۍ کې زه نامي یمه د چم

مشهوره خاموشۍ کې خو جنابه زه هم یم

یتیمه ، بیا ورور مړې او بیا بوره اخیر کونډه

بس تیره له تا ژونده ، نه عذابه زه هم یم

ما هم بلینډه راوړه د تیارې په بغاوت

ملګرې تر رڼا دې  انقلابه زه هم یم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک