No-IMG

د ښکاري خوندوره کیسه

    ښکاري له سپېده چاود مهال لیږ مخکې د بحر په غاړه کېناست، څنګ ته یې چې پر ځمکه لاس وواهه، په یوه له کاڼو ډکه کڅوړه یې لاس ولګیده، له کڅوړې یې یو کاڼی راواخیست او اوبو ته یې وغورځوه، اوبو کې د کاڼي لویدلو غږ خوند ورکړ، بل کاڼی یې راواخیست اوبو ته یې وغورځوه او داسې اوبو ته د کاڼو په غورځولو بوخت پاتي شو.

      ښکاري اوبو کې د کاڼو غورځیدلو له اوازه خوند ! اخیستلو باندې بوخت و چې د لمر راختلو رڼا زیاته کړه، چې ویې کتل کڅوړه کې یو کاڼی پاتي و، نور یې ټول اوبو ته غورخولي وو او چې ښه ځیر شو هغه کاڼی نه بلکي ګران بیه جوهر و! او ورته معلوه شوه چې اوبو ته غورځولي کاڼي ټول قیمتي کاڼي او جواهر وو!! له دې غافلانه کړنې وروسته د سړي پښېماني او آه و پریاد هیڅ ګټه نه لرله.

      متاسفانه موږ ټول د دې سړي په څېر یو، د کاڼو کڅوړه ژوند ده، چې هره قیمتي ګړۍ یې بې ګټي ضایع کوو، اوبو کې د کاڼو لویدلو اواز د دنیا متاع، خوندوندونه او شهوتونه دي او د شپې تیاره زموږ غفلت او بې پروایي ده. لمر راختل د حقیقت ښکاره کیدل او مرګ دی.

     لنډه دا چې له غفلتونو راویښ شئ، له جواهرو قیمتي وختونه باید ضایع نه کړو، وروسته بیا پښېماني ګټه نه لري.  بسم الله الرحمن الرحيم يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک