No-IMG

زمونږ د ټولنې رښتينی کيسه

څو کاله وړاندې د شاه دو شمشيره جومات سره د کار او امور اجتماعي ودانۍ په دوهم پوړ کې يو سپينږيرى مامور ناست وو مکتوبونه يې د ټايپ ماشين په ذريعه ليکل کړس او کړوس يي وو، زړه مې ورته بد سو نو کله يې چې زما مکتوبونه وليکل او لاس کې يې راکړل څو افغانۍ مو د مېز په سر ورته پريښودلې پرته له دې څخه چې هغه د نورو مامورينو په څېر غوښتنه يا لاس اوږد کړي، په وتلو وم چې سپينږيرى کاتب پيسو ته متوجه سو غږ يې کړو راباندې چې دغه پيسې دې زان سره واخله ځکه دلته زما نږدې څلويښت کلونه کېږي خو الحمد لله له دومره غريبۍ او محتاجۍ سره مو يوه افغانۍ له مراجعينو څخه اخيستې نه ده او تر مړينې به هم خپله غاړه بنده نکړم.

د دې پاک نفسه نايابه غيرتي غريب بوډا مامور رد فعل سره د عبقرياتو مولف او د ستر ليکوال او مفکر عباس العقاد کيسه راياده سوه.

هغه وپوښتل سو چې ستاسو نوم نښان او مينوال زيات دي که د محمود شکوکو (شکوکو يو مسخره اداکار وو اسماعيل شاهد په څېر)؟

عقاد جواب کې وويل: شکوکو يې لا څوک دى؟ په دې نوم زه څوک نه پېژنم!

د عقاد جواب په مسخره شکوکو بد ولږيد او خبريال ته يې وويل:

ورشه عقاد ته ووايه که شرط راسره تړي نو راسه د ازادۍ ميدان کې به دواړه ودرېږو، بيا دې پخپلو سترګو وګوري چې زما د مسخرو مينوال زيات که د عقاد د فلسفې.

عقاد ته چې د شکوکو دا چلنج يوړل سو عقاد په خندا سره وويل:

يوه بربنډه نڅاګره له شکوکو سره ودروئ د ازادۍ ميدان کې بيا دې وګوري چې عوام په چا باندې راغونډېږي او چاسره مينه کوي.

د عقاد دا جواب د مسخره شکوکو په نفسياتو دومره بد اغېز وکړ چې تر مړينې يې ذهن كي وو.

مسخره شکوکو په همدغه عبثياتو او مسخره بازۍ د يو بلند منزل څېښتن سو، خپل بلند منزل په دروازه يې پورته په مصرۍ عامي ژبه وليکل(مشينا بجد ملقناش تمن سيجاره، مشينا في الهلس بنينا عماره) سم رفتار مو وکړ د يو سيګرټ پيسه مو ترلاسه نکړه، په چټياتو سر سوم د بلند منزل خاوند سوم.

شکوکو په مسخره بازۍ سره د بلند منزل خاوند سو خو هغه د مصرۍ نڅاګرې يادونه چې عقاد کړې وه هغه بيا فيفي عبده نومېږي.

فيفي عبده وايي چې ټولو ريسانو ولسمشرانو ته مې نڅا کړې ده، د مصر اوسني ولسمشر سيسي ورته د ايډيال ميندې (الأم المثاليه) تخلص ورکړو.

موده وړاندې د مصريانو ايډيال مور د ماليې وزارت ټينګه نيولې وه ځکه هغې د ښکاره نڅا او فعاليتونو ماليه تاويل کړې خو د نيمو شپو پټ فعاليتونو ماليه يې ورکړې نه وه چې په کراتو مراتو زياته وه.

نڅاګره فيفي عبده وايي که له خپلو پيسو غونډۍ جوړه کړم او ورباندي اوچته سم د فرعونيانو اهرامات به د پښو لاندې کړم، ورته وويل شول په نړۍ کې ستا څه شى خوښېږې؟ هغې وويل لومړى نڅا بيا د نرانو د جيبونو پيسې!

مسخره شکوکو د بلند منزل خاوند سو او نڅاګره فيفي عبده مليونره خو ستر اديب او ليکوال او شاعر عقاد په يو کليوال کور کې ژوند کولو او يوې بوډۍ همسايه به ورسره د خوړو مرسته کوله ځکه حالات يې خراب وو، هغه مهربانه بوډۍ چې مړه سوه نو عقاد سره به لاس کې د خوراک لپاره خرچه نه وه، څوک چې ورسره کور کې اوسيدل هغه وايي چې عقاد به د خپل کتابتون څو کتابه غيږ کې د نازولي ماشوم په شان ونيول، لاس به يې پرې ووهلو په ژړا به يې هغه ته ورکړل ترڅو بازار کې وپلورل سي او خپل ضرورت رفع کړي.

ختيځ کې د علماوو او مفکرينو او پاک نفسه انسانانو ژوند له حده تريخ دى، د خاين او مفسدو غلو او نڅاګرو بيا برعکس ژوند برابر او ساعت تير دى.

د فيض کاريزي خبره:

اى زمانه، زمانه بى وفايى در بگيرى

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک