No-IMG

ایران د تېر په څېر په افغانستان کې بياځل د ایران شموله حکومت جوړونې په فکر کې دی

ایران د تېر په څېر په افغانستان کې بياځل د ایران شموله حکومت جوړونې په فکر کې دی، خو دې ته يې پام نه دی چې افغانان د پرديو په لاس له تپل شويو او فرمایشي حکومتونو کرکه لري. نه په هېواد کې پردي یرغلګر غواړي او نه هم د پردیو په لاس جوړ شوي او لاسپوڅي حکومتونه.

په تېرو څو میاشتو کې د روس او چین په وساطت ایران ډېره هڅه وکړه چې له ا ا ا په ځينو ملي او سیاسي مسائلو کې سوء استفاده وکړي او له ځينو غربي هېوادونو سره يې په یو نه؛ يو ډول په سیاسي او استخبارتي ستونزو کې ښکیل کړي، او د انزوا لور ته يې بوځي. تر دې چې په ځینو ناستو کې يې په ډېره سپین سترګۍ سره له ا ا ا د ټول شمول حکومت غوښتنه کوله او له بل لور ته د افغانستان پر ضد داخلي دښمنانو ته روزنه او تجهيزات ورکول او افغانستان ته يې رالېږل څو دلته اله ګوله زياته کړي.

واقعيت دادی چې افغانان په مجموع کې د جنګ پلوي نه دي. نه يې خپله غواړي او نه يې د ګاونډيانو په خير بولي غواړي. دا سيمه او منطقه له جکړو او ناخوالو پرته سوله ايز پرمختګ او امن ته اړتیا لري. ښه داده چې د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب په رڼا کې ستونزې حل او فصل شي.

که خبره زورګويي او د جنګي غلطو سیاستونو شي، نو افغانانو ته په ټوله مانا د ایران فعلي سیاسي، اقتصادي، مذهبي او نظامي وضعیت ډېر ښه ورمعلوم دی او په اړه يې د دقيق تحلیل او تعبیر وړتيا هم په کې شته او په دې پوهېږي چې پر وړاندې يې څه ډول تصمیم ونیسي. ايران په منطقه کې د خپلو غلطو سیاستونو او پالیسیو له وجې هر څه له لاسه ورکړي، په اسلامي نړۍ کې هیڅ یو داسې دوست او خواخوږی نه لري چې په رښتينې مانا يې تر څنګ ودرېږي.

که احیاناً ايران له افغانانو سره د تقابل لاره اختیار کړي، نو ښايي ډېر نور هم د خپل ټوپک شپېلۍ ورواړوي، هغه چې وار له مخه په کمين کې ورته ناست دي.

اوس نو انتخاب د ايران په لاس کې دی چې د ښه ګاونډيتوب لار غوره کوي او که د جګړې؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک