No-IMG

حزب اسلامي هر وخت په سختو شرایطو کې د خپل مسلمان ملت مدافع او نماینده پاتې شوی

موږ د افراط او تفريط پلويان نه يو او نه په خبرو او ويناوو کې ځان ته د مبالغې إجازه ورکوو؛ يوازې د تاریخي واقعيتونو پر اساس حقایقو ته ترجيح ورکوو.

حقیقت دا دی چې حزب اسلامي افغانستان یوازې سیاسي، نظامي او فکري سنګر او تنظیم نه دی، بلکې د نړۍ په کچه یو مسلمان او مجاهد ملت دی. په دې حزب کې داسې ملي اشخاص او مبارزين روزل شوي چې نن او پرون يې د نړۍ په کچه موفقانه سیاستونه، مبارزې او فعالیتونه مخ ته وړي؛ چې په نتیجه کې يې نن د لویو لویو او تاریخي تحولاتو شاهدان يو.

حزب اسلامي هر وخت په سختو شرایطو کې د خپل مسلمان ملت مدافع او نماینده پاتې شوی، هر څه چې کوي او يا يې کړي؛ د خپل ملت او اسلامي اُمت د بهبود او پرمختګ لپاره يې کړي.

موږ نننيو او اوسنيو نمایشي دوه کلنو مبارزینو او فعالانو ته وایو، چې له تاريخي شواهدو او حقایقو پرته پر هیچا بې ځایه، جذباتي، احساساتي او ناسم قضاوتونه مه کوئ او د پردېو په اشارو د بدمغزه مفتیانو لېونۍ فتواوې مه کاروئ؛ بلکې د اسلام په رڼا کې د خپلو مؤمنو مشرانو او افغانانو په ارزښت ځانونه پوه کړئ.

هوښيارانو ته يوازې اشاره کافي ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک