رسول الله ﷺ ته د مسیلمه د پلاوي د راتګ تصویر
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی
څو د پاسه لس کسان په خپلو سپرلیو د رسول اللهﷺله مسجد راروان دي، په سر کې یې سلمی بن حنظله دی، مسیلمه بن حبیب هم ورسره دی، دا هغه دروغژن و، د مدینې یو تن هم نه پيژنده، وارخطا دی، داسې خلک ګوري چې نیږدې ده له وجودونو يې نور ځلا وکړي، یو عجیبه سکون یې احساس کړ، ګوندې له اوږو يې ټول پيټي کوز شوي وي، د دغه سړي په اړه په فکر کې شول چې په خپل رسالت يې د دوی ژوند ته پرمختګ ورکړی دی، د ننګ او غیرت لړمان يې په زړه راخواره شول، هیله یې څرګنده کړه چې د دې رسالت د خاوند پر ځای دی وای.
په حافظه باندې يې فکرونو هجوم راوړه، ټول شرارتي فکرونه وو، شیطاني فکرونه وو، په زړه کې يې دا پوښتنه راپیدا شوه چې ولې د محمد بن عبدالله نوم په عربانو کې مشهور شوی دی، دی په یمامه کې دوه کسانو هم نه پيژنده؟ دا نو د محمد د قرآن قضیه ده، ولی دی د محمد د قران په څېر قران ونه لري، دی ترې په فصاحت کې کم نه دی؟! دی به هم وحي، قرآن، ملګري، مرستندویان او مومنان ولري.
محمد په عربي جزیره کې د غره په څېر ګرځېدلی دی، ولې ورسره په نبوت کې شریک نه شي، څو يې د محمد په څېر خلک درناوی وکړي او په ټوله عربي جزیره کې یاد شي.
یو سړی رسول اللهﷺته ورننووت، ویې ویل:
- د بني حنفیه پلاوی دی.
رسول اللهﷺامر وکړ چې د رملې بنت الحارث په کور کې دې واړوي، پلاوی د انصارۍ میرمنې کور ته روان شو، هلته يې واړول څو له ځانونو د سفر دوړي وڅنډي، خو مسیلمه د خپلو شرارتي فکرونو ښکار شو، یوه پوښتنه ورته پيدا شوه: په یمامه کې به د رملې په څېر څوک ومومي چې خپل کور ورکړي، څو راتلونکي پلاوي په کې واړوي؟ رمله د مسلمانو په منځ کې کوم نا اشنا کار نه و کړی، ټولو په دې برخه کې یو له بل سره سیالي کوله، مسیلمه هیله څرکنده کړه چې کاش قومیان ورسره داسې مینه ولري چې مسلمانان يې له محمد سره لري.
پلاوی له میلمستیا وروسته د رسول اللهﷺمسجد ته راوستل شو، سلام يې پرې وکړ او د حق شهادت يې ورکړ، مسیلمه يې خپلو غوټو ته پرېښود، هغه هم دا وخت غوښته چې یوازې شي او د خپلو خیالونو اس پريږدي، ځان يې د مستقبل په هنداره کې لیده چې قومیانو ته وايي دی هم د الله رسول دی، په دې فکر کې شو چې څه شی ورته حلال او څه ورباندې حرام کړي، په دې پوهيده چې خلک له خواهشاتو او شهواتو سره ډېره مینه لري، که يې دې فاجرو نفسونو ته دغه ازادي ورکړه نو ډېر مرستندویان به ومومي، که هغه دروازه پرانیزي چې محمد د شر په مخ تړلې ده نو هغه خلک به ورته ډلې ډلې راشي چې په ښو کارونو تنګیږي.
رجال بن عنفوه له ابي بن کعب نه قران زده کاوه، کله چې به مازیګر د رملې کور ته راستون شو، مسیلمه به ورمنډې کړې، غوږ به يې ورته کېښود، هڅه يې کوله چې یو څه قران زده کړي، د قران جرس یې په وینه کې ګډ شي، څو وکولی شي چې د نبوت د اعلان پر مهال يې خلکو ته واوروي او ورته ووايي چې دا راته له اوه اسمانونو له پاسه راغلی دی.
په سهار کې خلکو د رسول اللهﷺمسجد ته رامنډې کړې، څو خپل زړونه د رسول اللهﷺپه حکمت پاک کړي، مسیلمه د خپلو غوټو منځ کې ځي راځي، هڅه کوي چې کومه سجع جوړه کړي او د قرآن سره پرې سیالي وکړي، نو لګیا شو: ((یا ضفدع کم تنقین. لاالشارب تمنعین، ولاالماء تکدرین)). ای چونګښې څومره اوازونه کوې، نه څوک له اوبو منع کوې او نه اوبه خړوې.
لګیا دی د قران مجید حفظ کړي ایاتونه لولي او په خپلې سجعې يې قیاسوي!
پلاوي بېرته خپل وطن ته د تګ هوډ وکړ، رسول اللهﷺورته ډالۍ ورکړې، هر یو ته يې دوه سوه درهمه ورکړل، دوی وویل:
- ای د الله رسوله موږ خپلو غوټو ته یو تن پریښي دی.
رسول اللهﷺورته امر وکړ، چې هغه ته هم همدومره زر ورکړئ. بیا يې وویل:
- خلک د رملې کور ته ستانه شول، مسیلمه ته یې هم دوه سوه درهمه ورکړل.او ويې ویل:
- ستاسې د غوټو ساتونکی ستاسې نه کم نه دی.
خلک د رملې کور ته راستانه شول، مسیلمه ته یې دوه سوه درهمه ورکړل، ورته يې وویل:
- رسول اللهﷺستا په اړه وویل: هغه له تاسې نه کم نه دی، چې ستاسې غوټي ساتي.
مسیلمه ته فرصت په لاس ورغی، ويې ویل:
- هغه پوه شو چې له ده وروسته چارې ماته حواله کیږي.
رسول اللهﷺیو لوښي کې اضافه اوبه ورکړې بیا یې ورته وویل:
- کله چې خپل وطن ته ستانه شوئ، نو تاسې د یهودانو معبد ړنګ کړئ. په هغه ځای اوبه وشیندئ، مسجد پرې جوړ کړئ.
د بني حنفیه پلاوی بېرته ستون شو، مسیلمه له خپل ځان سره بوخت دی، له محمد سره په نبوت کې شریکېدل د هغه دروغژن کولو څخه غوره دي، رجال بن عنفوه د ابوبکر او عمر او د رسول اللهﷺد اصحابو د مقام په اړه انديښنه کې دی، ده قران کریم له ابي بن کعب څخه زده کاوه، قران به پرې عجیب اغیز کاوه، خو چې یوازې به شو د رسول اللهﷺد اصحابو په اړه به يې د ننګ مرغانو زړه په ټونګو واهه، خپل غرور په دې قناعت ورکاوه چې له ابوبکر، عمر، عثمان او ټولو انصارو څخه غوره دی، که له لومړنیو مسلمانانو څخه وای نو دغه مقام به ده تر لاسه کړی وای.
وروسته یې اسلام راوړه او دی باید د نورو مسلمانانو په څېر وي، هغه کله په دې قناعت کوي، باید د ټولو په سر کې وي، دا چې مسیلمه بن حبیب الحنفي دعوه لري چې له محمد وروسته چارې ده ته ورکول کیږي نو بیا یې ولې مرسته ونه کړي، څو يې وزیر شي، د ابوبکر، عمر او عثمان په څېر خلک ولري.
اقعس بن مسلمه، طلق بن علی بن قیس او سلمی بن حنظله کله د رسول اللهﷺسره ناسته او د هغې لذت هیرولی شي، روحي وده احساسوي، باطني شتمني احساسوي او داسې رڼا احساسوي چې د ژوند تیارې ورته روښانه کوي.
خپل وطن ته راستانه شول، معبد یې ړنګ کړ، طلق بن علی اذان وکړ:
- الله اکبر الله اکبر. الله اکبر الله اکبر. اشهد ان لا اله الا الله . اشهد ان لا اله الا الله ، اشهد ان محمد رسول الله ، اشهد ان محمدا رسول ...
خلک له خپلو کورونو څخه مسجد ته د لمانځه لپاره راووتل، د معبد راهب اذان واورېده ویې ویل:
- د حق غږ دی.
وتښتېده، کله چې خلکو د محمدﷺپه رسالت ګواهي ورکړه. د مسیلمه زړه راتنګ شو، د صبر کاسه يې ډکه شوه، نو ويې ویل:
- زه د محمد او جبریل سره په نبوت کې شریک یم، په ما هم د هغه په څېر وحې نازلیږي. قوم یې سپک کړ، پرې ويې خندل، راپورته شو او ويې ویل:
- ای بني حنیفه الله تعالی له تاسې نه قریش د نبوت ډېر حقدار نه دي ګرځولي، ستاسې وطن له هغو پراخه دی، خلک مو تر هغوی ډېر دي، جبريل ستاسې ملګري ته داسې راځي لکه هغه ته چې راځي.
خلکو ورټه، ده برجال بن عنفوه د شاهد په توګه راوړاندې کړ چې محمد ورسره نبوت شریک کړی دی، مسلیمه د خپلو دروغو لپاره هره لوړه ژوره لټوي، برجال بن عنفوه يې مرسته کوي، دفاع ترې کوي، د هغه دروغ رښتیا کوي، قران یې لولي: (( والشمس وضحاها، فی ضوئها ومجلاها، واللیل اذا عداها، یطلبها لیغشاها، فادرکها حتی اتاها، واطفآنورها فمحاها)). سوګند په لمر کله چې روښانه شي، په رڼا يې سوګند او د هغه په ځلیدا سوګند، په شپه سوګند په ورځې پسې ده چې راويې نغاړي، راويې نیوله تر څو ورته راغله، د هغې رڼا يې مړه کړه او له منځه یي ېوړه.
((سبح اسم ربک الاعلی. الذی یسر علی الحبلی، فاخرج منها نسمه تسعی. من بین احشاء ومعی. فمنهم من یموت و یدس فی الثری. ومنهم من یعش ویبقی الی اجل ومنتهی. والله یعلم السر واخفی، ولا تخفی علیه الاخره والاولی)). د لوړ رب په نوم ستاینه، هغه چې په امیدواره يې اسانتیا راوستې، خلک يې ترې راویستلي منډې وهي، د لړمون او کولو له منځه، څوک يې مري په خاوره کې خښيږي،. او ځينې يې تر يوې ټاکلې نيټې پاتې کیږي، الله تعالی په پټو او ښکاره و پوهیږي، نه ترې اخرت پټ دی او نه دنیا.
مسیلمه شراب او زنا حلاله کړه، له خپل پلویانو څخه یې لمونځ لرې کړ، په دې يې ګواهي ویله چې رسول اللهﷺنبي دی، د فتنې دروازه يې خلاصه کړه، خلک ورننوتل، ټول هغه څه يې ورته حلال کړل چې د دوی نفسونو غوښتل، د ناروغ او نوي مولود د تبرک دعا يې ترې غوښتله، نو بنی حنفیه له سمې لارې واوښتل: ﱡيَاأَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَذَا فَخُذُوهُ وَإِنْ لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا أُولَئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﱠ ( ). «ای د الله رسوله د هغو خلکو په اړه مه خواشینی کیږه چې دوی په کفر کې یو له بل سره سیالي کوي، له هغو کسانو څخه دي چې په خوله يې وویل، موږ ایمان راوړی دی خو زړونو يې ایمان نه دی راوړی، له هغه کسانو څخه چې یهودان شوي
او هغو خلکو ته دروغ رسوي چې تاته له ډېر کبر څخه نه دي راغلی، د حق خبرو ته تغیر ورکوي او وايي، که د قران حکم په دې ډول راغی وايي اخلئ که نه ځان ترې وساتئ، څوک چې الله تعالی په امتحان او رسوايې کې واچوې، نو هېڅکله يې ته د الله تعالی ( له قهر) څخه نه شې ژغورلی، دا هغه کسان دي چې الله تعالی نه غواړي چې زړونه يې پاک کړي، دوی ته په دنیا کې شرمندګي او په اخرت کې لوی عذاب دی»