No-IMG

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي

الله تعالی د بنده امتحان په مختلفو طريقو اخلي، ځينې وخت د بنده د حوصلې امتحان اخلي، بنده په سختۍ کې مبتلا وي او دعا غواړي خو دی چې د کومې ابتلاء رفع کيدل غواړي هغه نه کېږي، اکثره وخت يو امتحان لسګونو کلونو ته ورسېږي..!

ځينې وخت بنده بې حوصلې شي او الله تعالی نه ګيله وکړي چې ولې زما دعا نه قبلوې؟ تر څو به زه په دې ابتلاء کې ګير يم ؟

هر کله چې په تاسو دا حالت راشي يو څو خبرو ته توجه وکړئ .

- اول دا چې موږ د الله تعالی بندګان يو او بنده حکم نشي کولی بلکه خپل عرض آقا ته وړاندې کولی شي، که چېرې موږ دا فکر وکړو چې الله تعالی بايد زما د خواهش مطابق هره دعا قبوله کړي او که قبوله يې نکړي نو د خفګان او ګيلي احساس وکړو نو دا په اصل کې په الله تعالي حکم کول دي العياذبالله، موږ يوازې الله تعالی نه غوښتنه کولی شو او بس ، که هغه کار وشي ډېره ښه او کنه نو محض په دعا غوښتلو هم اجر شته نو لهذا الله نه د ګيلي حق نه لرو .

- ځينې وخت موږ خپله خپل ځان د ايګو، انا، بداخلاقي، سستي، بدعادات او بې فکري لامله په مشکلاتو کې مبتلا کړی وي، زموږ خطا دا وي چې موږ له ځانه دا خطاوې نه لرې کوو خو په الله تعالي باندې خپل حکم منلو غواړو ، په دې حالت کې بنده بايد الله تعالی نه د ګيله مند کيدو پر ځای خپل ځان ته وګوري چې زما په زړه کې کوم خيري دي ؟

ځکه چې دا عادات د انسان په پرمختک کې ستر خنډ وي.

- ځينې وخت بنده ګناهونو کې مبتلا وي، يا په راحتونو کې الله هير کړي، په دې وخت کې دی په ابتلاء کې واقع شي، دا د الله تعالی له طرفه يوه اشاره وي چې ځان اصلاح کړه او خپل اصليت مه هيروه .

- ځينې وخت بنده ناپوهه او کمزوری وي، الله تعالی پرې سختي راولي تر څو هغه وتراشي، تجربه ورکړي او د ځان اصلاح ته يې مجبور کړي، دا تنبيهات د انسان لپاره نعمت وي ځکه چې له دې پرته د انسان لپاره د اصلاح بل  محرک نه وي نو دغه سختۍ ورته محرک شي .

- ځينې وخت په يو کار کې موږ ته خير نه وي خو موږ يې بيا هم غواړو، الله تعالی زموږ غوښتنه نه پوره کوي، ځکه چې هغه د بنده په خير او شر پوهېږي، په دسې حالت کې هم الله تعالی په بنده احسان کوي .

نتيجه دا شوه چې:

 الله تعالي نه په غوښتلو کې خپله حوصله مه بايله بلکه تر مرګه پورې له هغه څخه وغواړئ .

د ځان په اصلاح کار وکړئ، د زړه امراض لرې کړئ.

د ګناه نه ځان وساتئ .

هر کله چې د الله نه دعا او خپلو کوښښونو باوجود هم کار ونشو اول ځان کې نواقصو ته وګوري که نواقص هم نه وو پوهه شئ چې نه کيدو کې خير دی خو په دعا کې اجر ترلاسه شوی .

ځينې وخت د الله تعالی مرسته د ښه فکر او خيال په شکل کې وي، بايد دې فکر او خيال ته خيال وکړو، ضروري نه ده چې الله تعالی به زمونږ مرسته يوازې په مادي اموالو سره کوي بلکه ډېری وخت ذهن ته ښه آيډيا او مفکوره راتلل هم د مرستې يوه طريقه ده .

مشکل دا دی‌ چې موږ الله تعالی سره تعامل د خپل خواهش او مزاج مطابق کول غواړو .

نوټ: د کافرو لپاره جدا اصول دي ، مسلمان ته نه دي پکار چې کافر او خپل ځان د الله تعالی پر وړاندې يو شان حس کړو او مقايسي شروع کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک