حکمتيار: نن افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلى چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له گواښ او فشار پرته وټاكي
د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ پر افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت؛ د خپل وسيع رحمت او پېرزوينو سيورى وغوړوي؛ د دوى عبادات او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمانونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت كلك سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي د سرلوړي، خپلواك او اسلامي افغانستان تأسيس د خپلو سپېرو عزائمو او موخو خلاف گڼي.
وروڼو خوېندو!
الحمد لله د ناټو اشغالگر ځواكونه تش لاس له افغانستان ووتل، اشغال او جگړه پاى ته ورسېده، د پرديو لاس پوڅي حكومتونه نسكور شول، د شر او فساد سپېرې مورچلي او خبيث سنگرونه ړنگ شول؛ نن افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلى چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له گواښ او فشار پرته وټاكي؛ مؤمنو او آزادي غوښتونكو افغانانو ته په كار ده او دا ئې ايماني فريضه چي له دې فرصت اعظمي استفاده وكړي او د هغو سپيڅلو آرمانونو د پلي كولو لپاره ملا وتړي چي د تحقق لپاره ئې زموږ شهيد پالونكي ملت؛ د اوږدې تحميلي جگړي؛ ټول كړاوونه وگالل؛ چا چي د هېواد په آزادولو كي برخه درلوده؛ كه دا د شوروي اشغال خلاف جهاد وو او كه د امريكايي اشغال خلاف؛ د دې هېواد جوړولو او ودانولو مسئوليت او دنده هم د دوى پر غاړه ده، بايد خپل مسئوليتونه اداء كړي او له گواښونو سره د مقابلې لپاره گډ دريځ غوره كړي.