حکمتيار: عاشوراء په رواياتو کي
اَلْحَمْدُ للهِ وَ كَفى وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى و بعد: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د عاشوراء د بحث يوه برخه پاته ده، نن په همدې اړه ږغېږو،
اكثر ولسونه د لمانځني وړ خاصي ورځي لري، بني اسرائيل د محرم لسمه لمانځي، دا هغه ورځ بولي چي دوى د موسى عليه السلام په مشرۍ وژغورل شول او فرعون له خپلو لښكرو سره په بحر كي غرق شول. په بايبل كي د دې يادونه شوې.
دوى او له دوى متأثر شوي د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنته راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ د نمرود له اور ژغورل شوى، يونس عليه السلام په دغه ورځ د كب له گېډي سالم وتلى،... دا او دې ته ورته خبري ټولي بې بنسټه او جعلي خبري دي، هغي ډلي اختراع كړې چي غوښتلي ئې دي عاشوراء د يوې سپېڅلي او ځانگړې ورځي په توگه معرفي كړي، بني اسرائيل باور لري چي فرعون په دغه ورځ غرق شوى او موسى عليه السلام له بحر روغ تېر شوى، دا نوري پېښي د دوى له لوري دغي ورځي ته په غلطه منسوب شوې. اهل تشيع هم د امام حسين رضي الله عنه شهادت دغي ورځي ته منسوب كړئ او اسرائيلي روايات د دوى له لوري خپاره شوي. او دا د دې لپاره چي وښيي د كربلا او د حسين رضى الله عنه د شهادت پېښه د نورو تاريخي پېښو په څېر په دغي ستري تاريخي ورځي كي رامنځته شوې!!
خو دوى دې ته هم پام نه كوي چي د هغو سترو سترو پېښو د كربلا له پېښي سره هيڅ مناسبت او مماثلت نشته، په هغوى كي الله تعالى ظالمان او د دين دښمنان هلاك كړي او پيغمبرانو عليهم السلام ته ئې بريا ورپه برخه كړې او له كړاوونو ئې ژغورلي، حال دا چي په كربلا كي د دغو ټولو تاريخي پېښو خلاف د حسين رضى الله عنه په شمول د ده د كورنۍ او ملگرو نږدې اويا غړي په شهادت رسېدلي!! دې ته نه گوري چي د عاشوراء د ورځي د سترو سترو تاريخي پېښو اړوند روايات ټول اسرائيلي روايات دي چي هيڅ وزن او ارزښت نه لري.
ځيني دې ورځي ته د يَوم مِن اَيامَ الله نوم وركوي!! چي دا نومونه په بشپړه توگه غلطه ده، قرآن هغو سترو سترو ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي د شر، فساد، كفر او شرك ستر ستر ځواكونه په سخت الهي عذاب اخته شوي او حقپالو ته ستره او تاريخي بريا ورپه برخه شوې.
ځيني د محرم الحرام ټوله مياشت دومره سپېڅلې مياشت بولي چي د روژې له مياشتي پرته تر ټولو مياشتو ئې افضل گڼي، دا په داسي حال كي چي نه په قرآن كي د دې مياشتي د ځانگړي فضيلت په اړه څه ويل شوي او نه په كوم صحيح حديث كي، د اسلام له نظره ټولي ورځي او مياشتي يو برابر دي، د اوقاتو فضيلت ذاتي نه دئ، د هغه ځانگړي او ستر عمل له مخي يو وخت پر بل فضيلت مومي چي په هغه كي ترسره شوى. د روژې مياشت د دې لپاره افضل گڼل شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، د قدر شپه له دې امله په دې نامه ياده شوې او تر زرو مياشتو غوره گڼل شوې چي په همدې شپه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن نزول پيل شوى، څلور حرام مياشتي، ذي القعده، ذي الحجه، محرم او رجب له دې امله د اشهرالحرم په نامه يادي شوې چي په دې كه به د حج او عمرې مراسم ترسره كېدل.
اكثر جاهلي مذاهب او جهل ځپلي دينپال؛ د دين او مذهب اصلي غوښتني او ارزښتونه هېر كړي، دين او مذهب د څو شكلي شعارونو او شعائرو په لمانځني كي خلاصه كړي، ځيني ورځي لمانځي، ځيني شخصيتونه، ځيني د شخصيتونو د پيدايښت او مړيني ورځي، ځيني د شخصيتونو قبرونه او مجسمې.
مسيحي د عيسى عليه السلام مذهب هېر كړ او د ده د مجسمې لمانځل ئې مذهب شو.
ځينو د امام حسين د جد دين ته شا كړه، د امام حسين د قبر لمانځل ئې مذهب شو. گورئ چي مسيحي د صليب طوق په غاړه گرځوي او دا د كربلا له خاوري د جوړ شوي مهر ټاپې په خپل تندي!! صليب بايد مات شي نه دا چي پر غاړه ئې ځوړند كړي، هغه د ظلم نښه او سمبول دئ. كربلا د ظلم او تېري ميدان دئ، نه د لمانځلو وړ ځاى!!
عجيبه ده؛ د كربلا پېښه به يادوي او د دې پېښي ورځ به په داسي توگه لمانځي چي ځانونه به په چړو او زنځيرونو وهي، همدا توره ورځ چي په هغې كي ستر او تاريخي جنايت ترسره شوى د سپېڅلې ورځي په توگه لمانځي!!
راشئ وگورو چي بايبل د داسي لمانځنو په اړه څه وايي:
بايبل د يهودانو د ستر او فاتح پاچا او په ټولي نړۍ د اسرائيليانو د غلبې او برلاسي خبري كوي او وايي: په دې وخت كي به د داؤد د كورنۍ او د اورشليم د خلكو لپاره داسي چينه وبهېږي چي دوى به له ټولو ناپاكيو او گناهونو پاك كړي!!! د بتانو عبادت به پاى ته ورسېږي، زمكه به له دروغجنو انبياوو او فال نيونكو پاكه شي، انبياء به له نبوت (د جذبې نڅا) شرمېږي (بايبل انبيا داسي معرفي كوي لكه زموږ اوسني ملنگان چي د قوالي سندرو ته څڼې غورځوي هغوى به دغسي د جذبې نڅا كوله او همدغه نڅا به ئې د نبوت په نامه يادوله، د عاشوراء په ورځ سړكونو ته راوتل او د مذهبي رقص په څېر حركات له يهودانو كاپي شوي) او د خلكو د غولولو لپاره به د انبياوو جامه نه اغوندي!! هر يو به وايي: زه نبي نه يم، بزگر يم، له ځوانۍ تراوسه مي دنده بزگري ده!! او كه پوښتنه ترې وكړې چي دا د بدن زخمونه دي څه وايي؟ ځواب به وركړي: له دوستانو سره په نښتي كي زخمي شوم!!! (د بايبل په حاشيه كي د دې زخمونو په اړه راغلي: دروغجنو انبياوو به خپل بدن زخمي كاوو، د تفصيل لپاره ئې د لومړيو پاچايانو كتاب ته مراجعه وكړئ!!) او دا همغه كار دئ چي ځيني شيعه ئې د عاشوراء په ورځ كوي!!!
دا عجيب اعتراف دئ، د بايبل د دروغجنو انبياوو حقيقت ئې په ډېره دقيقه توگه انځور كړى او ښيي چي دوى په خپلو جامو خلك غولوي، جذبه كېدل، نڅا او حتى ځان زخمې كول به ئې د اخلاص او خداى ته د قرب نښه گڼله!! ډېر شركي مذاهب په دې بيمارۍ اخته دي، شيعه وو هم د كربلا د پېښي په ياد ځان په زنځيرونو وهل او خپل سره پرهارونه خلكو ته ښودل له دوى زده كړي، د بايبل دا خبره صحيح ده چي د حق او الهي دين د غلبې په وخت كي د دغو دروغجنو انبياوو ټغر ټوليږي، خلك ئې په ماهيت پوهېږي، نور نه شي كولى په خپلي سپېڅلې جامې!! او خپلو دروغجنو وړاندوينو خلك وغولوي، نور به (د جذبې نڅا، مذهبي رقصونه)، د خداى د ذكر په نامه مستي كول، ساز سرود غږول، رقص او نڅا كول او دې ته د عبادت نوم وركول نه وي، نه به د هندوانو رياضتونه وي، نه د مسيح د زخمونو په نامه ځان زخمې كول او نه د كربلا په نامه ځان په زنځيرونو وهل، چا چي دا غلطي كړې وه ځان به تبرئه كوي!!
ما ته په بايبل كي له تحقيق وروسته دا معلومه شوه چي شيعه وو د خپل مذهب هغه عقائد او مراسم له كوم ځاى او كوم مذهب اقتباس كړي چي په قرآن او حديث كي د هغه لپاره هيڅ مدرك او سند نشته، ما ته اوس څرگنده شوې چي دوى له بايبل لاندي شيان اقتباس كړي:
• په غائب او منتَظَر امام باور او دا گمان كول چي هغه به راځي، اقتدار به شيعه وو ته سپاري او د دوى ټول دښمنان به له منځه وړي!! همغسي لكه يهودان او مسيحيان چي خپل خپل مسيح ته منتظر دي.
• امام زمان د خداى نائب او په كَون او عالم كي متصرف گڼل او دا عقيده درلودل چي امامان په خپل ژوند كي هم او له مرگه وروسته هم د خداى او بندگانو ترمنځ واسطه دي، د دوى له لاري خداى ته د انسان دعاگاني رسي او خداى د دوى په شفاعت دعاگاني او عبادتونه قبلوي. دوى خبره هغه حد ته رسولې چي د خپلو مړو امامانو د قبرونو خوا ته خپلي ليكلې عريضې غورځوي او جواب ته ئې انتظار كوي!! د ايران پخواني جمهور رئيس رفسنجاني د منبر په سر او د جمعې د ورځي په خطبې كي وويل: موږ له امام زمان سره خطي رابطه لرو!!
• امامت موروثي گڼل.
• په دولسو امامانو عقيده درلودل، همغسي لكه مسيحيان چي د عيسى عليه السلام په دولسو حواريونو باور لري او يهودان دولس قبيلې لري.
• خپل امامان عالم الغيب بلل او ډېري وړاندويني هغوى ته منسوبول.
• سادات د لاويانو په څېر خاصه مذهبي طبقه او مذهبي مشري د دوى دنده گڼل، خمس او صدقات د دوى حق شمېرل. دوى او نورو مذهبي مشرانو ته د لاويانو په څېر خاصه مذهبي جامه ټاكل.
• د كربلا په ياد وير كول او ځان په زنځيرونو زخمي كول، هغه هم د نورو په مخكي او د يوه مذهبي رقص په بڼي كي!! همغسي لكه چي يهودانو به كول.
• په فال نيولو باور ساتل، خبره ئې دې حد ته رسولې چي قرآن ئې په ځانگړې بڼي كي داسي چاپ كړى چي د يوې پاڼي په سر ئې ليكلي: خوب (ښه) او په بلي (بد)، په پټو سترگو ئې د فال لپاره پرانېزي، كه د (خوب) پاڼه راووتله بختور دئ او كار ئې سم، بايد ډاډه وي چي ترسره كېږي او كه د (بد) پاڼه ئې مخي ته راغله نو بخت ورسره ياري نه كوي، له خپل هوډ دې لاس په سر شي!! حتى د حافظ شيرازي په كتاب همداسي فال نيسي!! دا په داسي حال كي چي پيغمبر عليه السلام فرمايي: چا چي د عراف، منجم او فال نيونكي په وينا باور وكړ، هغه قرآن ئې تكذيب كړى چي پر محمد نازل شوى.
عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من أتى عرافا أو كاهنا فصدقه فيما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم
عاشوراء په رواياتو كي
راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په ارتباط څه راغلي. په دې اړه د بخاري يو روايت دا دئ:
عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله عنها - قَالَتْ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ .
له عائشې (رضى الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژه نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم پدې ورځ روژه نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژه نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژه فرض شوه نو د عاشوراء د روځي روژه ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي پدې ورځ ئې روژه نيوله او که نه.
دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1592، 1893، 2001، 2002، 3831، 4502، د دغو رواياتو تر منځ جدي او ژور توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي، دومره چي يو په هغه صورت كي ترې غوره كولى شې چي نور ټول رد كړې،
د دغو متعارضو رواياتو تر منځ تعارضات او توپيرونه دا دي:
• ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژه قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله، او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژه نيسي وئې پوښتل چي ولي په دې ورځ روژه نيسئ؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسى عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژه نيسو، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل، چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژه نيسم، خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!! ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله، رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تاسو په دې ورځ روژه ونيسئ!! ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځ سحر اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!! ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژه نيول كېده خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودى شوه، او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژه نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!!
• د دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري هم نه دي ويلي چي په دغو متعارضو او متضادو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوى او اسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ، او په كوم دليل، د بخاري هيڅ شارح هم نه ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!!
• دا د يوه اصل په توگه په پام كي ولرئ چي كله د يوې موضوع په اړه متعارض روايات مومو داسي چي تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو، په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو، په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو.
• زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي په دې ورځ نه په خپله روژه نيسم او نه بل ته د روژې نيولو مشوره وركوم، دا راته غوره برېښي چي نفلي روژې يوازي په دې توگه وي: د عرفې ورځ، د شوال شپږ ورځي، ايام بيض (د هري مياشتي ديارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه)، هره دوشنبه او پنجشنبه او يوه ورځ تر منځ. خو دې ته مو پام وي چي د دې ورځو هره روژه په ثواب كي يوه مسكين ته د يوې ورځي خوراك وركولو حد ته نه رسېږي، د هغو واعظانو له مبالغو ډكو ويناوو ته ارزښت مه وركوئ چي داسي روژې د جنت كلي گڼي او له ټولو مخكنيو او وروستنيو گناهونو د پاكېدو وسيله!! او مقام ئې دومره لوړ ښيي چي نه په جهاد سره ترلاسه كېدى شي، نه په شهادت سره او نه په زكات او نورو فرائضو سره.
• په دې ورځ خيراتونه مه كوئ، دا ځكه چي نه رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي خيراتونه كړي او نه صحابه وو، داسي روايت نه مومو چي كوم صحابي دي د مړو لپاره خيرات كړى وي، د شيعه وو د ماتم غونډو او جلسو ته مه ورځئ، كه ورځئ نو بايد خپل شرعي مسئوليت اداء كړئ او د ټولو هغو شركي ويناوو او حركاتو په اړه خلكو ته حق وينا وكړئ چي هلته ئې اورئ او گورئ، لكه يا علي مدد، يا حسين، ځانونه په زنځيرونو وهل، ماتم كول، مذهبي رقصونه، او نور خرافات او د دين، مذهب او عقل ضد حركات. كه داسي ونه كړئ نو له دوى سره به په گناه كي شريك وئ.
• د داسي جلسو په ضد له مسلحانه اقداماتو ډډه وكړئ ځكه نه رسول الله صلى الله عليه و سلم د كومي مذهبي ډلي په خلاف داسي كار كړى او نه صحابه وو، هغه واكمنان له اسلام او اسلامي امت سره ستر ظلم كوي چي دغسي جلسو او جلوسونو ته اجازه وركوي او تسهيلات ورته برابروي، هغه حكام دا كار كوي چي پردي پال دي او دنده ئې په اسلامي امت كي د اختلافاتو اور ته لمن وهل دي، مگر نه گورئ چي په افغانستان او عراق كي دغو غونډو او مظاهرو هغه مهال زور واخيست چي صليبي ځواكونو اشغال كړل، همدا ځواكونه شيعه آخوندان هڅوي او تسهيلات ورته برابروي چي په دې ورځي كوڅو ته راووځي او د دين او عقل ضد حركاتو مظاهره وكړي او داسي څه ووايي چي سنيان غبرگون ته اړ كړي.
بايبل د فِصح عيد تر عنوان لاندي د عاشوراء ورځي په اړه وايي:
... هر كال به د دې ورځي په ياد جشن نيسئ، په دې جشن كي چي اوه ورځي به وي يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په لومړۍ ورځ به خميره له كوره بهر وړئ... ځكه كه څوك په دغو ورځو كي د خميره شوو وړو ډوډۍ وخوري له اسرائيليانو به شړل كېږي، په لومړۍ او اومه ورځ به ټول په گډه د خداى عبادت كوئ، په دغو دوو ورځو كي به د خوراك له برابرولو پرته بل هيڅ كار نه كوئ!! بايبل دلته دا خبره درې ځلي تكراروي چي په دغو اوه ورځو كي به يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په كور كي به خميره نه ساتئ، چا چي خميره ډوډۍ وخوړله له اسرائيليانو به طرد كېږي!!! دا به تر ابده پر تاسو واجب وي... دا د دې لپاره چي په دغي ورځي ما له مصره وژغورلئ!!!
• لكه چي گورئ دا برخه له ډېرو مسخره او خندوونكو خبرو ډكه ده، چي ځيني ئې دا دي:
• آيا دا عجيب مذهب نه دئ چي د يو كلن وري حلالول، وريتول او په خپله ئې خوړل يو مهم مذهبي كار گڼي؟!! داسي نه چي هغه حلال كړئ او د الله تعالى په نامه ئې فقيرانو او مسكينانو ته وركړئ!! قرباني خو دې ته ويل كېږي چي څوك له يوه غوره شي، د يوه سپيڅلي هدف لپاره تېر شي، نه پوهېږو چي د داسي وريتي غوښي خوړلو ته څنگه د قربانۍ نوم وركوئ؟!!
• آيا كېدى شي الهي دين انسانانو ته ووايي چي د خپلو كورونو او خونو دروازې د قربانۍ په وينو ولړئ؟!! آيا داسي دين به د سالم فطرت خاوند ومني؟!! او په خاصه توگه چي دا په وينو د دروازو لړل د دې لپاره ضروري گڼي چي خداى ته د يوې نښي په توگه وي او په دې سره پوه شي چي دا كور او دا خونه د اسرائيليانو ده، نو هلته به له ننوتلو ډډە كوي او د دوى زامن به نه وژني؟!!!
• گورئ چي د بايبل له نظره مهم مسائل كوم دي؟ د ثواب كار كوم دئ او د گناه كار كوم؟ خداى په څه راضي كېږي او په څه ناراضه كېږي؟ د بايبل خداى د پتيري ډوډۍ په خوړلو راضي كېږي او د خميره ډوډۍ په خوړلو دومره غصه كېږي چي خوړونكى ئې له خپل نازولي قوم نه د شړلو او رټلو وړ گڼي!!! آيا داسي دين ته څوك الهي دين ويلى شي؟ آيا هغه دين يو انساني دين كېدى شي چي د انسان د ژوند اړوند ټول مهم او اساسي مسائل ئې له پامه غورځولي وي او تركيز ئې په دغسي مسائلو وي؟!!
بايد متوجه وو چي اسلام د شخصيت پالني ټغر ټولوي، د شخصيتونو په ژوند کی هم او له مړيني وروسته د هغوى او د هغوى د قبرونو لمانځل هم. د مخكنيو سترو سترو شخصيتونو په اړه، د ابراهيم عليه السلام په شمول، وايي:
تِلۡكَ أُمَّةٞ قَدۡ خَلَتۡۖ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَلَكُم مَّا كَسَبۡتُمۡۖ وَلَا تُسَۡٔلُونَ عَمَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ١٣٤ البقرة: 134
دا يوه ډله وه چي تېره شوه، دوى ته خپلي لاس ته راوړنې دي او تاسو ته خپلي (دوى به د خپلو كړو وړو بدله ترلاسه كوي او تاسو د خپلو كړو وړو)، له تاسو نه دا پوښتنه نه كېږي چي هغوى څه كول؟!!
يعني هر څوك به د خپلو عملونو په اړه پوښتل كېږي، نه يو د بل ځواب وركولى شي او نه يو د بل د كړو وړو په وجه مكافات او مجازات كېږي!! او دا د ټولو هغو خلكو په خولې ستر او سخت گوزار دئ چي په نسلي امتيازاتو باور لري او گمان كوي چي معنوي او مذهبي مقام او منزلت يو داسي موروثي توكى دئ چي له پلاره اولاد ته انتقالېږي، د اسلام دغو لارښوونو ته په پام سره صحابه وو به يو بل په فقط په خپلي كنيې ياداوو، عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، امير المؤمنين، خليفة المسلمين په څېر نومونه ئې كارول، چا ته ئې د شهنشاه، ملك، قاضي القضات، حضرت آيت الله العظمى، حجة الاسلام و المسلمين، او دې ته ورته له مبالغو ډك القاب نه كارول، په داسي القابو د چا ستاينه ئې حرام گڼله. دغه مبالغې دي ته چي په شرك منتهي كېږي، نن ئې څوك د تملق او غوړه مالۍ په توگه وكاروي، سبا جاهلان پرې دوكه شي او د شرك په ډنډ كي پرېوځي.
اكثر جاهلي مذاهب په غائب ناجي باور لري او راتلو ته ئې انتظار كوي، په دې اړه بودايان، د متراس پلويان، مسيحيان، يهودان او شيعه سره ورته دي، توپير ئې په دې كي دئ چي د ځينو منتَظَر ناجي اول دنيا ته راغلى، ستر ستر كارونه ئې كړي، مړ شوى، بېرته ژوندى شوى، آسمان ته ختلى، بيا به راځي.
د يهودانو منتَظَر ناجي لا نه دئ پيدا شوى، په مناسب وخت كي به پيدا شي او يهودانو ته به ستر ستر كارونه وكړي،
د ځينو شيعه گانو منتَظَر ناجي پنځه كلن وو چي غائب شو، تر اوسه ژوندى دئ، خداى د ټول عالم چاري ورسپارلې دي، د شيعه وو دعاگاني د ده له لاري او د ده په شفاعت او وساطت قبلوي، په مناسب وخت كي به راشي او د شيعه وو ټول دښمنان به ووژني!! دا داسي ناجي گڼي چي پلار، نيكه، جد او ټول سلف ئې وفات شوي خو دئ څوارلس پېړۍ تېرېږي چي ژوندى دئ او د قيامت تر ورځي به ژوندى وي!! اوس نو تاسو قضاوت وكړئ چي په دغو ډلو كي د كومي ډلي عقيده تر ټولو زياته د عقل خلاف او په خرافاتو ولاړه ده؟!! آيا د دې احمقانو پر عقل ژړا نه ده په كار؟!!
دوى موهومي امام زمان چي وايي د يوې چيني خوا ته په پنځه كلنۍ كي ورك شوى په آسمانونو كي لټوي او د ژر بېرته راتلو لپاره ئې وايي: عجل الله فرجه الشريف: خداى دي د ده شرافتمن خلاصون رانږدې كړي!!! يعني په كوهي كي لوېدلى، خداى دي هغه راوباسي چي راشي او د دوى دښمنان ورته ذبح كړي او د شيعه وو پاچايي رامنځته كړي او دا همغه څه دي چي يهودانو د عزير عليه السلام په اړه ويل چي د يوه نهر خوا ته له خپل ملگري بېل شو او د آسمان په لوري وخوت!! يهودان هم د يوه داسي مسيح راتلو ته منتظر دي چي له آسمانه به راكوزېږي او د يهودانو ټول دښمنان به له تيغه تېروي او د زمكي پر سر به د دوى ستره پاچايي جوړوي!!!