غزل – بلينډه بدرۍ
ته موده کیږي غلې غلې مې پوښتنه کوې
ته موده وشوه چې د خیال مې پلټنه کوې
ته له مودو مودو په ماپسې څارنه کوې
له مودو اورم چې حجرو کې مې ستاینه کوې
خو ،
ته د نظر د څرخیدو ادکاري پیژنې ؟
ته که له ناز د هر قدم ریا کاري پیژنې
ته په هر تال او په هر راګ که د مستۍ پوهیږې
که له خپل زړه نه تر بل زړه په رسنۍ پوهیږې
ته که نغمې د اسویلیو او زګیرویو اورې
ته که چمبه د کوم مین زړه په بلیو اورې
ته که تصویر د هر یو توري کې لیدلی شې ځان
ته که د خیال هرې تابلو کې هیرولی شې ځان
بیا خو منمه چې حجرو کې هم د سر ژڼی یې
د زندګۍ په لذتونو بختور ژڼی یې
د نظر وړ یې ، په یوې تتې شان مسکا ارزیږې
کله نا کله د خاموش زړه په درزا ارزیږې
ته جنګیدونکو نظرونو کې ګذار که ګورې
د اننګیو په رنګونو کې خُمار که ګورې
د سا الوتې خاموشۍ اروا لیدی شې کنه ؟
ډوبه سرور کې د جزبو تابیا لیدی شې کنه ؟
ته په غرور د پیغلتوب د ناز به هم پوهیږې
ته په بل لور د زر لیدو په راز به هم پوهیږې
که د بنګړیو په خبرو باندې زر رسیږې
د اداګانو په سندرو باندې زر رسیږې
بیا خو منم هره شیبه دې زندګي کړې ده
د ژوند په هر یوه مانا خو دې خاني کړې ده
بیا خو ژڼکیه ته د هرې یوې خبرې وړ یې
کله نا کله خو په خدای چې د سندرې وړ یې
بیا خو به ته ، د غزل زړه کې خاطرې هم ساتې
بیا خو سینګار یې د رازونو منظرې هم ساتې
دا خو به ته هم د خیالونو له رنګونو جوړ وې
دا خو به ته هم له اتڼو او سازونو جوړ وې
دا خو به تاپسې تړلي وي چا دنګې هیلې
دا به پرتا هم وریدلي وي ګلرنګې هیلې
ته به هم کیف د مازدیګر په کوم ګودر جوړوې
دا خو به ته هم ژوبل زړونه یې اکثر جوړوې
څه د پاولیو د ژربا پشانته خوږ به لږې
هم د بنګړیو د شرنګا پشانته خوږ به لږې
ته د سیتار د نازنینو نغمو سُور ته ورته
ته به وې ژڼیه د پیغلوټو جزبو شور ته ورته
بیا خو ضرور د نظر داد ته دې نظر پکار دی
بیا خو ژڼکیه ستا له خیال سره سفر پکار دی
بیا خو منم چې سلسله مو سره سر ته وځي
د ژوندون هره یوه نغمه مو سره سر ته وځي