No-IMG

اسلامي امت داسي پوځيان درلودل!

لیکوال: ترک مؤرخ "اٰنس دمیر"

 

باور لرو، چي يو ځل به بيا د داسي پوځيانو شاهدان سو.

دا تصویر د عثماني خلافت د فوځي "سید علي" دئ، او دا پېښه د ۲۵-مارچ-۱۹۱۵م ده چي کله د فرانسې، برطانیې، روسیې، آسټریا او نیوزيلېنډ فوځونو د خلافت پر مرکز برید وکړ، دوهم تصویر د برطانوي بحري بېړۍ "الیزابیت" دئ چي همدې فوځي په خپل قوت او همت سره تباه کړه

سید علي د "ګېلي پولي" په جزیره "روملي" کي د توپخانې  مسئول وو، د دې توپخانې لفټر (چې د توپ مرمۍ به ئې نقل کولې) د دښمن په بمونو له منځه تللی وو، نو ځکه هم سید علي د ۲۱۵-کلو په اندازه وزني مرمۍ خپله پر شا پورته کولې او د توپ خولې ته به ئې اچولې، دا دی وو چي "الیزابیت" په نوم ستره بېړۍ ئې په نښه وه او بلاخر ئې ډېره سورۍ کړه او یاده بېړۍ له جنګي ساحې پر شا سوه.

یادونه: د دې بحرۍ بېړۍ پر مخ به تل نږدې ۶۰-طیارې موجودي وې.

په دې جګړه کي د اسلامي فوځ ۵۶۰۰۰-شپږ پنځوس زره ځوانان په شهادت ورسېدل، ۲۱۰۰۰۰-دوه لکه لس زره ځوانان په شفاخانو کي د شدیدو زخمونو له امله وفات سول، ۱۱۰۰۰-یوولس زره فوځیانو لادرکه شول او ۹۷۰۰۰-اوه نوي زره کسان ټپیان شول، خو الحمد لله اسلامي مېړني فوځ تر پایه استانبول په جرأت سره وساته او صلیبي فوځ ئې تېښتي ته اړ کړ.

عثماني فوځ په دې جګړه کي د صلیبي فوځ ۲۵۲۰۰۰-دوه لکه دوه پنځوس زره عسکر د جهنم په لور ولېږل، د ترک پرېس د مجلې په وینا په دغه کال د خلافت د فوځي پوهنځیو څخه هیڅ محصل فارغ نسو، ځکه ټول په شهادت ورسېدلي وو.

د امت بچیانو ته د دې ستري جګړي په اړه په تعلیمي نصاب کي څه نه ویل کیږي؛ چي څنګه د امت مېړنیو تنکي ګلانو دا ستره صلیبي حمله په شا وتمبوله، دوی د استانبول د بیا ځل قبضې خوب د ځان سره راوړی وو. له بده مرغه چي زموږ نصابونه د نېپولین او اروپايي جګړو تاریخ په زیر او زور سره بیانوي.

د معلوماتو مصادر: ترک پرېس

کتاب(د آخري جګړي شهداء)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک