No-IMG

اسيا کپ کې د افغانستان او پاکستان سيالی

پاکستان د افغانستان په مقابل کې دریو یوې ورځنیو لوبو ته د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. له یو لوبغاړي سعود شکیل پرته یې نور ټول د اسیا کپ سیالیو لپاره هم دي

پاکستان خپل ټول کره او په فوم کې لوبغاړي راټول کړي. انضمام الحق، چې تازه د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی، دغه لوبغاړي غوره کړي دي. دی یو مهال د افغانستان روزونکی و.

دوه د پام وړ ټکي

ما ته د پاکستان په سکواډ کې دوه ټکي د پام وړ و: ۱۰ توپ وهونکي او څلور چټک توپ اچوونکي.

په توپ وهونکو کې یې یوازې په مډل ارډر کې شپږ توپ وهونکي دي. بابر اعظم، محمد رضوان، فخرالزمان، امام الحق او افتخار احمد یې کره او قوي توپ وهونکي او نور یې ځوانان دي.

تېز توپ اچوونکي

په تېزو توپ اچوونکو کې یې شاهین افریدی، حارث روف، نسیم شاه او محمد وسیم دي. د دوی د هر یو تر ۱۴۰ ورپورته د بال سرعت دی او هغه بال هم کولای شي چې افغان توپ وهونکي یې په لوبولو کې ډېر ښه نه دي: شارټ پچ/باونسر.

الراونډران او ورو توپ اچوونه

په الرانډرانو کې یې فهیم اشرف، شاداب خان او محمد نواز دي. شاداب او نواز ورو توپ اچوونکي هم دي او یو بل نوی ورو توپ اچوونکی اسامه میر یې هم په سکواډ کې شته. طبعي ده چې ټول سکواډ نه لوبول کېږي، خو د دوی ډېر انتخابونه او تنوع جالبه ده. پاکستان د افغانستان په مقابل او د اسیا کپ لپاره تر دې بل غوره سکواډ نشي جوړولای.

د افغانستان سکواډ او څو خبرې

د پاکستان اکثریت توپ وهونکي او په خاص ډول ټاپ او ارډر یې د ورو توپ اچوونکو توپ ښه لوبولای نشي. د پاکستان او افغانستان تېرې لوبې وګورئ، افغان ورو توپ اچوونکو عمده لوبغاړي بابر، فخر او رضوان اوټ کړي دي.

د افغانستان لپاره ښه خبره دا ده چې نور احمد لکڼوال هم د پاکستان خلاف لوبو کې په سکواډ کې شته. زموږ د بالېنګ ډېره تکیه په ورو توپ اچوونکو ده: راشد ، مجیب، نبي او لکڼوال......

افغانستان ته بویه چې د پاکستان خلاف لوبو کې ټول ورو توپ اچوونکي ولوبوي، په تېزې توپ اچوونې کې د فضل حق تر څنګ عظمت عمرزی ښه جوړه کېدای شي، د پاکستان کمزورتیا د ورو توپ اچوونکو لوبول او د افغانستان قوت ورو توپ اچوونه ده.

د افغانستان اعلان شوي سکواډ کې هم د افغانستان ټول کره لوبغاړي دي. د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو ترکیب ډېر ښه دی. د بنګله دېش خلاف وروستیو لوبو کې یې په مډل ارډر کې تندګونه وخوړل خو که رحمت، حشمت او نجيب په فوم کې شول، دا ستونزه به هم تر ډېره حل شي.

د ګربز او ابراهیم د اوپنېنګ جوړه، ډېره ښه ده.

افغانستان په یوې ورځنیو لوبو کې چې هرې لوبډلې ۲۵۰+ هدف وټاکي، مقابل لوبډلې ته یې پوره کول اسان نه وي. البته، دا یوه عمومي خبره کوم او لږه دقيقه خبره بیا د لوبې په ورځ د پچ وضعیت ته په کتو کېدای شي.

 دلته یوه بله خبره  هم کوم چې پاکستان له افغانستان سره ستراتیژیک کار وکړ او د ۲۰۲۱ کال دا درې پلان شوې لوبې یې ۲۰۲۳ ته وځنډولې. او بیا یې داسې یو وخت ته برابرې کړې، چې په بایللو او ګټلو دواړه کې ګټه کوي. پاکستان د اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلې ترکیب نهايي کوي او د افغانستان مقابل لوبې ورته دا  کار اسانه کوي. د پاکستان کپتان بابر اعظم د کاناډا لیګ رد کړ او سري لانکا لیګ یې غوره وګڼه. کاناډا کې ورته ډېرې پېسې هم ورکول کېدې. علت یې هم له افغانستان او اسیا کپ سیالیو ته له اب اوهوا سره ځان بلدول وو.

د افغانستان د بري په هیله!

 

 

په خبري کنفرانس کې د پاکستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې د غوراوي د کمېټې له مشر انضمام الحق څخه یې وپوښتل چې پاکستان د اسیا کپ او نړیوال جام مهمو سیالیو ته روان دی،‌ خو تاسو په سکواډ کې ټول‌ لوبغاړي‌ شامل کړي او یو مهم لوبغاړي ته مو  هم د ارام فرصت نه دی ورکړی؟

 

انضام الحق وویل: که کوم لوبغاړی د ارام او استراحت ضرورت ولري، ودې وکړي، خو په دې خاطر چې له افغانستان سره لوبې لرو او لوبغاړو ته د ارام فرصت ورکړو،‌ دا ښه خبره نه ده. تېرو لوبو کې ځینو لوبغاړو ته د ارام فرصت ورکړل شوی و او نتیجه یې هم تاسو ولیدله [د شل اوریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټله]. افغانستان بشپړ ټیم دی او له هرې لوبډلې سره مقابله کولای شي، کوښښ کوو چې له خپل بشپړ ټیم سره د افغانستان په مقابل کې لوبې وکړو...

زما په نظر، د پاکستان کرکټ بورډ او په خاص ډول انضام الحق نغواړي چې پاکستان دا سیریز او لوبې وبایلي. انضمام نوی راغلی او د ماتې یو وړوکی ریسک هم نه مني.

بله خبره دا ده چې د افغانستان له لوري د تېر سیریز د ماتې بد خوند لا هم د پاکستان په خوله کې دی او هوډ لري چې غچ واخلي.

درېیمه دا چې که افغانستان ترې دا لړۍ وګټي، اسیا کپ او نړیوال جام ته به له سخت کمزوري مورال سره ولاړ شي، چې پاکستان په هېڅ صورت دا نغواړي.

او تر ټولو مهمه یې دا چې پاکستان له افغانستان سره لوبې لري، اوس تر هند وروسته افغانستان په کرکټ‌ کې د پاکستان سخت رقیب ګڼل کېدای شي او د افغان لوبغاړو په لاس د پاکستان شکست پاکستانیانو ته هېڅ د منلو نه دی......

انضمام الحق او د پاکستان کرکټ بورډ د خپل هېواد تر ټولو غښتلي لوبغاړي د افغانستان په مقابل کې راټول کړي دي....

د افغانستان لوبډله، مورال یې، ترکیب یې، انګیزه او هر څه یې ښه لیدل کېږي، د بري‌ دوعاوې به یې کوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک